۱۶ کب ۱۳۹۵
مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي، نن د سلواغې میاشتې په ۱۶مه نېټه د خپل کار په دفتر کې د امریکا متحده ایالتونو، جرمني، ناروې، انګلستان، جاپان، اروپایې ټولنې، د امریکا نړیوالې پراختیایې ادارې له سفیرانو او استازو سره چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیس ښاغلي نجیب الله احمدزي او د ټاکنو د شکایتونو اوریدو کمیسیون رئیس ښاغلي عبدالعزیز اریایې هم شتون درلود، وکتل.
په دې لیدنه کې د پارلماني ټاکنو لپاره د حکومت پر چمتوالي، د ټاکنو په مالي سرچینو، د ټاکنو د تمویل پر پروسې او یو شمیر نورو مسایلو هر اړخیزې خبرې وشوې.
افغان حکومت ژمن دی چې د ټاکنو بودیجې لپاره دقیق او شفاف میکانیزم جوړ کړي، په ټاکنو کې لګښت را کم او اغیزمنتیا ډیره کړي.