تاند- د امریکا حکومت د دوشنبې په ورځ خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړ چې پاکستان، افغانستان او بنګله دېش ته سفر ونه کړي.
د امریکا حکومت همداراز ویلي چې په هند کې هم سختدریځي عناصر فعال دي.
د ایکانومیک ټایمز د راپور له مخې، د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په نړۍ کې خپلو خلکو ته د احتیاط کولو په اړه په دې مشورتي پیغام کې همداراز ویلي «د امریکا د حکومت له ارزونې سره سم، په جنوبي اسیا کې تروریستي ډلې احتمالاً په سیمه کې د حملو پلانونه لري، احتمال شته چې په دې سیمه کې د امریکا پر تاسیساتو، اتباعو او ګټو بریدونه وکړي. نو امریکايي اتباع باید افغانستان ته لاړ نه شي ځکه چې هیڅ ځای یې له تاوتریخوالي خوندي نه دی.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پاکستان د امریکايي ابتاعو لپاره په ځانګړي ډول خطرناک بللی ځکه چې په دغه هیواد کې راز راز تروریستي او سرزورې ډلې فعالې دي.