صحت سمسور

اوس ډېر کلي ته نه ځم! ستا نشتون هرڅه بې مزې کړي دي. زړه مې نه غواړي، چې په ډاډه زړه په هغه کوڅو کې قدم ووهم، په کومو کې، چې به ما او تا سره مخامخ شو.

سترګې به دې راپورې کلکې ونښتې، باڼه به دې لکه غشي نېغ نېغ ودرېدل، موسکۍ به شوې د سکول به دې شاته ټالۍ خوړلې او سېنډلو به دې د کوڅې له کاڼو کرپا پورته کوله.

قسمت مې ځکه ښه نه و، چې زما پرځای دې اننګي هوا ښکلول! د بدن عکاسي دې چاپېریال کوله.ما ویل، چې زه درباندې میئن یم؛ خو لمر به ټوله په غېږ کې رانغاړلې وې او د خپلې تودې مینې زور به یې درباندې سړوو.

اسمان لکه، چې ستا یوې اشارې ته منتظر وي، چترۍ چترۍ ورېځې به دې په سر تاوېدې راتاوېدې

لکه، ستا د ساتنې لپاره، چې یې ګومارلې وي.

ته خبره یې؟

چې تللې یې، اوس د کلي هغه مزه نشته، هرڅه خپه ښکاري لکه، ټول چاپېریال ته، چې د ویر سازونه غږېږي او هغه کوڅې، چې ما او تا به سره پکې یو بل ته مخامخ کېدو اوس یې د ماتم جامې اغوستې دي.

هرڅه خفه دي، هرڅه درد نېولي، هرڅه له اوښکو زور وباسي، سندرغاړو ته هم د زړونو درد هېڅ اهمېت نلري او زموږ زړونه په خپلو سندرو دردوي لکه چې وایي:

څنګه جانان څنګه وختونه لاړل!

ژاړم د مینــې ارمــانــونه لاړل!

څنګه جانان څنګه وختونه لاړل!

ګرانې!

ستا له تګ وروسته مې زړه نه غواړي، چې په کلي کې په ډاډه زړه قدمونه کېږدم او په ډاډه زړه د کلي له ښکلا خوند واخلم؛ خو هغه کوڅو ته مخامخ شم، چې ما او تا به یو بل ته د سترګو اشارې کولې ګونګ پاتې شم او د خیالونو نړۍ راباندې خپل څادر خور کړي.

نور نه ځم! هېڅ نه ځم! کلی مې ښایم ! هغه کوڅې درته ښایم! چې زموږ د مینې نړۍ یې جوړه کړې وه.

اوس د هاغه شپونکي د شپېلۍ غږ هم نشته، چې هرڅوک یې د خپلې شپېلۍ په مینه مست کړي ول، خبر شوم شهېد شوی دی.

ګرانې ستا نشتون!

له هرڅه مینه اخېستې ده! ونې هغه شان مستي نکوي! سیند هغه شان شور نکوي!  لمر هغه شان مینه نه پالي! ورېځې هغه شان الوت نکوي! هوا «سېلۍ» هغه شان ښکلول نکوي او شپونکی؛ خو هسې هم نشته؟

په وجه یې پوهېږې؟

نه پوهېږې؟ که چېرته پوهېدلې له کلي به نه تللې او هرڅه به دې داسې خفه نه پرېښودل.

اوس چې تللې یې، زه هم کلي ته نه ځم! ځکه، چې:

کلي کې هاغه خونده نشته

مرور ګرځم څوک مې نه پخلا کوینه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *