تاند – پاکستاني رسنۍ وایي چې په پښتونخوا کې د پاکستان د پوځ او د وسله والو تر منځ‌ سخته نښته رامنځته شوې ده.‌

خبري سرچینې لیکي چې په نښته کې د جنید په نامه یو پاکستانی کپټن (جګړن)‌ او د امجد په نامه یو پوځي هلاک شوي دي.‌

د پاکستان سما تلوېزیون په خپل وېب سایټ لیکلي چې پوځیانو د سوابۍ په ملک اباد سیمه کې د حکومت د وسله والو مخالفینو پر ضد «رد الفساد» عملیات کول چې د وسله والو له مقابلې سره مخامخ شول.‌

سما تلوېزیون دا نه دي لیکلي چې آیا د وسله والو مخالفانو له ډلې څخه هم کوم څوک وژل شوی که نه.‌

دا پېښه یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې د قبایلي سیمې په مومند ایجنسۍ کې د پاکستان د حکومت وسله والو مخالفانو ۵ تنه پاکستاني پوځیان ووژل او ګڼ نور یې ټپیان کړل.‌ (په دې هکله راپور)

یو شمېر کارپوهان بیا داسې نظر ورکوي چې پاکستانۍ ادارې دا کار په لوی لاس د دې لپاره کوي چې ځان د نړیوالې ټولنې له هغې نیوکې څخه خلاص کړي چې وایي دغه هېواد په دولتي کچه د ترهګرو ملاتړ کوي.‌

په ورته وخت کې،‌ ډیلی قدرت لیکلي چې په اټک کې د پاکستان امنیتي ځواکونو د تلاشۍ پر وخت د ۴ افغانانو په شمول ۱۴ مشکوک کسان نیولي دي، په داسې حال کې چې څه موده وړاندې پاکستاني مقاماتو ویلي وو چې په تېرو ۱۵ کالو کې یې هېڅ داسې ترهګریزه پېښه نه ده ثبت کړې چې افغانان په کې لاس ولري.‌

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *