ارشیف

تاند- پاکستاني رسنۍ وايي، د شېرمحمد عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو قطري پلاوی تېره میاشت له چینايي چارواکو سره د خبرو لپاره پیکینګ ته تللی و.

 د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې ویلي چې د طالبانو پلاوی د دې لپاره پیکینګ ته تللی و چې د افغانستان له حکومت سره د سولې د پروسې په باب له چینايي چارواکو سره سلا مشوره وکړي.

ورځپاڼه وايي چې د شېر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو په پنځه کسیز پلاوي کې مولوي صلاح الدین دلاور، جان محمد مدني، سلام حنفي او ډاکتر صالح شامل ول.

ستانکزی د طالبانو د قطر د دفتر مشر دی.

پیکنګ ته د طالبانو د پلاوي د سفر خبر وروسته له دې خبرېږي چې ملیټري ټایمز ورځپاڼې د افغانستان – چین په ګډه پوله کې د افغان او چینايي ځواکونو د ګډې ګزمې خبر ورکړ. (تفصیل)

د طالبانو یوې سرچینې ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې ته ویلي چې پیکینګ ته د طالبانو د پلاوي سفر د هغو هڅو په لړ کې شوی چې دا ډله یې له جرمني، ناروې، فرانسې، بریتانیا او د سیمې له هیوادونو سره د سیاسي اړیکو د ټینګښت لپاره کوي.

سرچینې همداراز وویل چې دا اړیکې په حقیقت کې د خبرو له لارې په افغانستان کې د سولې د راوستو لپاره دي.

ورځپاڼه زیاتوي، د طالبانو یوه مشر پیکینګ ته د خپل قطري پلاوي سفر تایید کړ او ویې ویل، چین د یوه ستر نړیوال قدرت او په افغانستان کې د رول لرونکي هیواد په توګه غواړي د افغانستان په سوله او ثبات کې مهم او رغنده نقش ولري، له همدې کبله یې طالبان د خبرو لپاره وروبلل.

د ایکسپریس تریبیون پر اساس، ویل کېږي چې د طالبانو د پلاوي له سفره څو ورځې وروسته د افغانستان او پاکستان لپاره د چین خاص استازی دینګ شیجون کابل ته راغی او د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره یې وکتل.

دینګ شیجون له ولسمشر غني سره په کتنه کې وویل، هیواد یې له طالبانو سره د ارتباط له لارې هڅه کړې چې دا ډله د سولې خبرو ته وهڅوي.

د چین خاص استازي وویل چې د دغه هیواد حکومت له طالبانو سره په خبرو کې تل په دې ټینګار کړی چې طالبان باید د افغانستان دولت او د دغه هیواد ولسمشر په رسمیت وپېژني او خبرې د طالبانو لپاره یوازینۍ لار ده.

تراوسه پوري له چین سره د طالبانو پر تماسونو چا حساسیت نه دی ښودلی او تقریباً ټول فکر کوي چې چین په افغانستان کې د سولې او پخلاینې لپاره له دې ډلې سره تماسونه نیسي خو له روسانو سره د طالبانو تماسونو اندېښنې او حساسیتونه پارولي دي.

One thought on “د طالبانو قطري پلاوي د سولې په اړه له چینايي چارواکو سره مشوره وکړه”
  1. بانه می سیل د ګلو دۍ څه نور به وګورم! ««»» او ته چي پکښی اوسي هغه کور به وګورم. او یا هم هغه د دری ژبی متل کوم چی وایی: بنام بچه زنک میزنه کلچه! هغه طالبان چی د کلی په ځیرو ټولو به د کوڅی د سپیوسره جنګ وو اوس خو د سیله وریجوپلاوونو،څلورومنکوحو اوپیسوته رسیدلی دی په والله که یی په ژوندون پریږدی.دغه ټولی مانوری یی د همدغی موقف ساتلو لپاره دی. د هرچا سره به کښینی خو د افغان سره نه!ځکه چی کافر دی!؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *