تاند – افغان ولسمشر ډاکتر محمد اشرف غني «د پېښور زلمي» د کرکټ لوبډلې او په ځانګړې توګه د یادې لوبډلې مالک جاوېد افریدي ته بلنه ورکړه چې افغانستان ته راشي.
د پاکستان ډیلي قدرت ورځپاڼې لیکلي چې د پاکستان په سوپرلیګ سیالیو کې د پېښور زلمي لوبډلې له ښې ځلېدا څخه وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي د ولسمشرغني په استازیتوب جاوېد افریدي ته ټیلیفون وکړ، د بري مبارکي یې ورکړه او د ولسمشر له خوا یې افغانستان ته د راتګ بلنه ورکړه.

ډیلي قدرت لیکلي چې د پاکستان د سوپرلیګ سیالۍ د افغانستان دوه تلوېزیوني چینلونو ژوندۍ خپرولې، او د دې تر څنګ د پېښور زلمي لوبډلې تر ټولو لوی تمویلوونکی یا سپانسر هم د افغانستان وو.
د فبرورۍ په وروستیو کې په کوېټه کې د جاوېد افريدي له خوا د افغانستان د مقدس بیرغ ښکلولو ته په ټولنیزو رسنیو د کرکټ د افغان مینه والو او د سیاسي چارو فعالانو خوښي وښودله خو په پاکستاني رسمي او ټولنیزو رسنیو یې د افغان ضد پاکستانیانو غوسه راوپاروله.