تاند- پاکستان وايي، ښايي د تورخم او سپین بولدک لارې دوې ورځې نورې هم خلاصې پرېږدي ځکه چې د هغو کسانو شمېر خورا زیات دی چې د لارو د بندېدو له کبله په پاکستان کې ایسار شوي او غواړي چې افغانستان ته واوړي.

مخکې پاکستان ویلي و چې یوازې د ۲ ورځو لپاره د تورخم او سپین بولدک لارې پرانیزي چې نن /سې شنبه/ یې لومړۍ وه.

نن ورځ د تورخم له لارې صرف ۳۰۰۰ افغانان خپل هیواد ته راغلل ځکه چې په تورخم کې پاکستاني ځواکونو له افغانانو په سخته تلاشي او د پاسپورت او وېزې په دقت کتلو ډېر وخت لګاوه او دې مسلې د ډېر شمېر افغانانو د رااوښتو امکان له منځه یووړ.

له بلې خوا د پاکستاني پوځیانو او مامورینو له چلنده داسي ښکارېده چې هغوی قصداً هم غواړي چې افغانان وکړول شي.

په سلګونو افغانان د پېښور او تورخم په لاره کې له موټرو په دې خاطر کوز کړای شول چې وېزه یا پاسپورټ نه لري یا یې وېزه ناچله (ایکسپایر) شوې ده.

خو له دې سره سره په زرګونو نور افغانان، چې وېزې او پاسپورټونه یې هم لرل، د نوبت د نه رسېدو له کبله ونه توانېدل چې نن راواوړي.

ښايي په سپین بولدک کې به هم ورته وضعیت و خو تاند ته له سپین بولدک څخه کوم راپور نه دی رارسېدلی.

په همدې حال کې په سلګونو په تجارتي مال بار کانتینرونه له پېښور څخه نن تورخم ته وخوځېدل خو اجازه ورنه کړای شوه چې د افغانستان لور ته راواوړي.

همداراز هغو افغانانو ته اجازه ورنه کړای شوه چې په خپلو موټرو یا کرايي موټرو کې پاکستان ته تللي ول.

له افغانستانه ۵۵۰ پاکستانیان هم نن د تورخم له لارې واوښتل.

ټاکل شوې ده چې سبا /چهارشنبه/ تورخم او سپین بولدک د نن په شان د سهار له ۷ د ماسخوتن تر ۸ بجو پوري پرانیستیي وي خو د پاکستان د سرحدي او ریاستي چارو مرکزي وزیر متقاعد جنرال عبدالقادر وايي چې له افغان چارواکو سره په دې خبرې کوي چې د دوو هیوادونو ترمنځ سرحدي لارې دې دوې ورځې نورې هم پرانیستې وي.

په پاکستان کې اکثره ایسار شوي افغانان دغه هیواد ته د درملنې لپاره تللي ول.

ډېری افغانان وايي چې د افغانستان حکومت ته پکار ده چې له دوست هیواد هندوستانه وغواړي څو په افغانستان کې ستر او مجهز روغتون یا روغتیايي مرکز جوړ کړي او پاکستان ته د افغانانو اړتیا ختمه کړي.

دوی باور لري چې هند به د افغانستان دې غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي.

One thought on “پاکستان غواړي چې د تورخم او سپین بولدک لارې ۲ ورځې نورې هم پرانیستې پرېږدي”
  1. Salamooona
    Afghan must demand from aIndia for a few big hospital in afghanistan four zones i am sure India will well com because India is a strategic and honest country in the world with Afghanistan and completely shut down the gates with fakistan because shutting down is not good for fakistan and will lose billions dollors it is correct the both sides pashtoon nation will be more sacrificed because this is the plan and political conspiracy of isi fakistan but no way so after if pakhtoonkhwa people want to have trade with Afghanistan must ask from fakistan government because this is there legal demand if not accept must start demonistration any way Afghan honest politicians must in courage the government.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *