تاند- قرغیزستان وايي، د شانګهای د همکارۍ ټولنې د مشرانو په راتلونکې غونډه کې به، چې په بیشکیک کې جوړېږي، له افغانستانه د ناټو په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو پر وتلو غور وشي.

د قرغیزستان د ولسمشر دفتر پرون وویل، د دغه هیواد په کوربه توب د شانګهای د همکارۍ ټولنې د مشرانو په غونډه کې به د دې ټولنې شپږو رسمي غړیو د مشرانو ترڅنګ د افغانستان، ترکمنستان، ایران او منګولیا ولسمشران همداراز د هند او پاکستان استازي ګډون وکړي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د غونډې برخوال به په دوو موضوعاتو بحث وکړي چې یوه یې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتل او بله سیمه ییز امنیت دی.

روسیه، چین، قرغیزستان، قزاقستان، ازبکستان او تاجکستان د شانګهای د همکارۍ ټولنې بشپړغړي هیوادونه دي.

دا هیوادونه اندېښنه لري چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته به د افغانستان امنیتي وضعیت خراب شي او یو وار بیا به ترهګر پکې ځالې جوړې او ناامني به منځنۍ اسیا او چین ته وغځوي.Shanghai

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *