تاند – پاکستان وایي چې د دغه هېواد د هغو ۳۵ نرښځیانو له جملې څخه چې د فبرورۍ په ۲۶مه د سعودي عربستان پولیسو په ریاض کې نیولي وو دوه کسان په وهلو ټکولو وژل شوي دي.
د سعودي عرب خپرونو مخکې ویلي وو چې ۳۵ تنه پاکستاني همجنسبازان یې نیولي دي.
د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت د پاکستان له خوا د ایجړاګانو د وژنې لګول شوی تور رد کړی او وایي چې هغوی یو نرښځی هم نه دی وژلی.
د پاکستان ډیلي قدرت ورځپاڼه لیکي چې دا کیسه هغه وخت راپورته شوه چې پاکستاني رسنیو د خپلو ایجړاګانو د وژنې په هکله خبرونه خپاره کړل او په تعقیب یې په پاکستان کې د نرښځیانو د چارو فعالانو یو خبري کانفرانس جوړ کړ او د سعودي عربستان له خوا د ایجړاګانو وژل یې وغندل.
ډيلي قدرت د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت له قوله لیکي چې، پاکستانيان پخپله مړه شوي دي. ورځپاڼه لیکي چې د سعودي د کورنیو چارو وزارت ورته ویلي چې په یوه نرښځي باندې د زړه دوره راغله او هغوی روغتون ته انتقال کړ خو هغه ساه ورکړه. دا په داسې حال کې ده چې د دویم کس د مړینې سبب نه دی معلوم شوی.
دغه پاکستانۍ ورځپاڼه لیکي چې اوس په ریاض کې د پاکستان سفارت خپل هېواد ته د خپلو دوه اتباعو د جسدونو د انتقال لپاره چمتووالی کوي.
که څه هم چې سعودي عربستان د روانې میاشتې /مارچ/ په لومړیو کې خواوشا سل پاکستاني اتباع له دغه هېواد نه وشړل، خو ویل کیږي چې نیول شوي لسګونه نرښځيان یې لا هم د سعودي عربستان په زندانونو کې بندي پاتې دي.