تاند- ویکي لیکس هماغه راز چې د سې شنبې په ورځ ویلي و، په زرګونو پټ سندونه افشا کړل.
په دغو سندونو کې د هغو نرمکالیو یا سافټ وېرونو یادونه شوې چې له ادعا سره سم (سي آی اې) په کمپیوټرونو، تلویزونونو، ځیرک (سمارټ) هیډفونونو او موډیمونو کې د هک کولو لپاره کارول شوي دي.
ویکي لیکس وايي، ځیني دا نفوذي وسایل په سي آی اې کې دننه جوړ شوي، خو ویل کېږي چې د بریتانیا استخباراتي ادارې (ایم آی فایف) هم لږترلږه د سامسونګ تلویزیونونو له لارې د خلکو د خبرو د اورېدو لپاره د یوه نرمکالي په جوړولو کې ونډه لرلې ده.
دې وسیلې، چې د بریتانیا استخباراتي ادارې جوړه کړې، په ځیرک سامسونګ تلویزیون کې داسي ځای کړی چې د دغه تلویزیون په شاوخوا کې هر راز خبرې اورېدل کېږي.
تراوسه پوري د سي آی اې اود بریتانیا ایم آی فایف استخباراتي ادارو د ویکي لیکس له لوري د خپرو شویو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.