د مدیریت لومړی اصل نظم او دسیپلین دی، په ملی کچه نظم د ملی امنیت ضامن کیدای شی، که څه هم سیاسی ثبات او ملی امنیت ډیر پراخ او د اهمیت وړ موضوعات دی چې د نړۍ د معاصر او نوي عصر د بحث اصلی موضوعات یې هم بللی شو، په ټولو چارو کې یې مستقیم او غیر مستقیم تاثیرات د پام وړ دی او همدارنګه ملی امنیت او سیاسي ثبات د اقتصادي ودې او اقتصادي ثبات لپاره تر هر څه وړاندی اړین فکتورونه دی.
د ټولو مالی، بشری ، فزیکی او غیر محسوسه سرچینو او قوو ساتنه او پراختیا د سیاسی ثبات او ملی امنیت پوری اړه لری .
د اقتصادي ودی اړیکی د ملی امنیت په تینګښت او سیاسی ثبات په ساتلو باندی متکې دي ، چې له همدی امله د عامه نظم او ملی امنیت نقش په اقتصادي وده کې تر ډیره د پام وړ دی .
که د هیواد اوسنی امنیتی وضعیت په پام کې نیولو سره په اقتصادي تاثیراتو نظر واچو نو ضعیفه اقتصاد او نیمګړی امنیت دواړه د یوی بلا زیږنده دي چې هغه ۴۰ کلنه بلا او بدبختي (جګړه) ده.
که د یوې ټولنی وګړي خپلو ملی تګلارو او د هیواد ټولو اصولو ته ژمن وي او یا هم هیوادني پرمختګ یی یواځنی هیله او اراده وي نو د ملی نظم او ملی امنیت په تینګښت سره کولی شی خپل اقتصادي حالت ، د ټولنی ، سیمی او د هیواد په کچه د اقتصادي وضعیت د بهبود لپاره موثر واقع شی .
اکثریت د نظر خاوندان په دی آند دی چې په هیواد کې د نا امنی یو عامل بی کاری ده ، بلی بی کاری د ټولو بلاګانو مور ده ، خو مخکی له دی څخه چې کار پیدا شی او د بی روزګاری ګراف صفر یا راټیټ شی نو د ملی امنیت ټینګښت ، ملی وحدت او سوله لومړي اساسي شرطونه دي چې په یوي جغرافیا کې تامین شی .
د هیواد لوی اساسی پروژی د امنیت له ګواښوونو خوندی نه دي.
ددی تر څنګ د هیواد اکثریت زیربیناوی په هغو سمیو کې شتون لری چیری چې امنیتی وضعیت خراب دی او یا هم نوری ملی شتمنی لکه ځنګلونه چې په هیواد کې په پراخه کچه شتون لری او د هیواد په اقتصادي وده کې خورا ډیر ارزښت لري ، متاسفانه د دغه شتمنۍ څخه دولت سالمه او د پام وړ استفاده نه ده کړی ، او د امنیتی ترینګلو حالاتوله برکته د لـــــــرګیو قاچاق په رڼا او تورتم دواړو کې تر سره کیږي .
که په هیواد کې سرتاسری ملی ثبات ټینګ ، او د ملی احساس له مخی د ملی شتمنیو ساتنه هر وګړی خپله دنده وګڼی نو د اقتصادي پرمختګ ټولو چارو ته لاره هواریږی ، که د ښوونی او روزنی په برخه کې پرمختګ دی ، که د زراعتی سکتور په برخه کې ، صنعتی سکتور په برخه کې ، که د کانونو او ځنګلونو محصولات دی او که د مالداری چاری وي ، هر یو یی په خپل وار د پرمختګ ټول تکنیکونه او فرصتونه له ځانه سره لری او کولی شی تر څو د بې روزګارۍ ګراف راټیټ کړي .
نو په همدی توګه د بی کاری څخه چې کوم خطر د هیواد ملی امنیت او ملی ثبات ته متوجه وی له مینځه ځـــــــی او په پایله کې یی په یـــوه با ثباته ټولنه کـــې د ژوندانه ټول سهلتونه مینځته راځي .
د ملی ثبات د ټینګښت لپاره دی لازم اقدامات تر سره شی او هغه لاری چاری چې د ملی ثبات او عامه امنیت په را وستلو کې مرسته کوي د دولت او ولسونو له لوری په جدی او قاطع توګه تعقیب شی تر څو هیوادنیو بدبختیو ته یو غوره حــــل وی .
او همدارنګه د سولی راوستل او د ملی ثبات ټینګښت د سولی په اوسنیو شوراګانو او پروژوی سیمنارونو او ورکشاپونو او یا هم د لونګي ، پکول او چپن پر سر او اوږو کولو پوری محدود او تړلی نه دي .
د اوسنۍ عصري پیړۍ او د بشریت د پرمختګ د ټولو امکاناتو په لرلو سره او د تمدن او فرهنګ د ریښو د پیژندلو په دوره کې ، د تکنالوژی په هغه سطحه کې چې د ځمکی او د آسمان ، د ستورو او سپوږمۍ تر مینځ یی سوله قایمه کړي ده ، خو زمونږ هیواد لا اوس هم سولی او ملې ثبات پسی لالهانده دی .
د ملی ثبات په هیله .
درنښت
بنګلور- هند