د پياوړي ژورناليست او د پژواک خبري اژانس د مشر دانش کړوخېل نوى اثر( اطلاعاتو ته د لاس رسي لارې چارې) کتاب ، په ۱۷ بېلابېلو څپرکو او ٣١٦ مخونو کې چاپ شو.
که څه هم اطلاعاتو ته د لاس رسي موضوع په نړۍ کې ډېره مخينه لري، خو په افغانستان کې يوه نوې موضوع ده چې تر دې وړاندې په پښتو ژبه کې په دې اړه داسې کوم کتاب نه و ليکل شوى.
همدا لامل دى چې چارواکي ډېر ځله ورسره شته معلومات يوازې د خپل ځان ملکيت ګڼي او د تر لاسه کولو لپاره يې د ژرناليستانو او عامو خلکو غوښتنه تر بې ځايه او غير قانوني چاره بولي.
همدې اړتيا ته په پام سره په دغه کتاب کې اطلاعاتو ته د لاسرسي ډېرى هغه مسايل را اخيستل شوي چې هېوادوال، په ځانګړې توګه ژورنالېستان، ليکوال او څېړونکي ورته ډېره اړتيا لري، ځيني خو داسې مسايل هم په کې روښانه شوي چې مخکې يې د توپير په اړه ډېرو کسانو شک درلود.
کتاب چې د دوه زره ټوکو په شمېر په کابل کې چاپ شوی، ليکوال د اطلاع رسونې هغو مخکښانو ته چې د افغان ولس د خبرتيا لپاره یې شپه او ورځ پر ځان يوه کړى، ډالۍ کړى دى.
پر کتاب د ليکوال او شننونکي استاد نجيب منلي، اطلاعاتو ته د لاس رسي د څار کميسيون د رييس سيد اکرام افضلي، د امريکا د متحده ايالتونو د سولې انسټيټيوټ د ښې حکومتولۍ، ټاکنو او رسنيو د پروګرامونو مسوول احمدالله ارچيوال معلوماتي ليکنې راغلې چې د کتاب په ارزښت او اوسنۍ اړتيا يې خبرې کړې دي.
د کتاب لوستل د خبريالانو او ټولنيزو فعالانو ترڅنګ، د ټولو حکومتي چارواکو په ځانګړي ډول د اطلاعاتي برخو کارکوونکو ته ځکه اړين دي چې د دوى په همغږۍ اطلاعات عامه بڼه پيدا کوي او په پايله کې د بيان ازادۍ او دعامه پوهاوي کچه لوړېږي.
په کتاب کې داوړو لورو ته څرګنده شوې چې د کومو اطلاعاتو د غوښتنې حق لري، چېرته استثنا ات موجود دي او کوم اطلاعات تر کومه وخته محرم ګڼل کېږي؟
د يادونې وړ ده چې دانش کړوخېل تر دې وړاندې هم د ژورناليزم په اړه بېلابېلې ليکنې کړې چې له دې ډلې يې د(مسلکي خبريالي) کتاب د ځانګړې يادونې وړ دى.