تاند – د کابل ښار په سردار محمد داودخان روغتون په ننني ترهګریز برید کې ۳۰ کسان شهیدان او ۵۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

چارواکي وایي چې، وروسته له هغه چې یوه ترهګر د روغتون په دروازه کې ځان ته چاودنه ورکړه، نورو ترهګرو ته یې لاره خلاصه کړه چې د روغتون ودانۍ ته ننوځي.

ویل کیږي چې بریدګر په ټوپکو او ګرنېټونو یا لاسي بمونو سمبال وو او په ناروغانو او د روغتون په کارکوونکیو کې یې بې درېغه ډزې او ځای پر ځای چاودنې وکړې.

په سردار داودخان روغتون د ننني ترهګریز برید په هکله د تاند مخکینی راپور

د پېښې یو شمېر ژغورل شویو قربانیانو له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې افغان ځانګړي ځواکونه په چټک ډول د پېښې ځای ته ورسېدل، ګڼ شمېر ایسارو کسانو ته یې نجات ورکړ او له ترهګرو سره په نښته کې شول.

د دې پېښې پړه هم د سترې محکمې او یو شمېر نورو هغو په څېر د طالبانو او حقاني شبکې پر ځای د داعش په نامه ترهګرې ډلې اخیستې ده.

د سیاسي چارو تحلیلګران په دې باور دي چې په افغانستان کې د داعش په نامه را ټوکېدلی ډله دا ځواک نه لري چې داسې حملې اداره کړي او ښایي له دې امله چې پاکستان، چې ویل کیږي د طالبانو او حقاني شبکې مالي او تسلیحاتي ملاتړ کوي، او په نړیواله سطحه د ترهګرۍ د دولتي ملاتړي په توګه له انزوا سره مخامخ شوی دی د وروستیو پېښو د مسؤلیت اخیستنې لپاره د طالبانو او حقاني ترهګرې ډلې پر ځای د داعش نوم کاروي.

2 thoughts on “په کابل کې د نن ورځې په ترهګریز برید کې ۳۰ کسان شهیدان او لسګونه نور ټپیان شول”
  1. د رسنیو څخه هیله کیږي چی یو ځل خبر خپور شي نو دوباره خپرول یی د رسنیو د ضعف معنی ورکوي د مثال په ډول د پورتنۍ صفحی د سردارمحمد داود خان په روغتون ترهګریز برید د مارچ په ۸ نیټه ترسره شویدی ، حال داچی که پورته عنوان ته ځیر شی نو لیکلی یی دي چی

    (په کابل کې د نن ورځې په ترهګریز برید کې ۳۰ کسان شهیدان او لسګونه نور ټپیان شول)

    لوستونکي بیچاره که نیټی ته متوجه نشي نو دیوی خوانه یی دوباره په لوستلو وخت ضایع شي اوبله دا کله یی چی په مفهوم پوه شي نو د خبر خپرونکي اعتبار ته د صفر نمره په سره قلم ور ولیکي ، ښه خبره داده چی خپرونکي اداره که تازه معلومات نلري خیر دی څه چی لري هم هغه دی نشر کړي، په تکراري خبرو د صفحی ډکول هم د اداری حیثیت کموي او هم د لوستونکي د وخت د ضیاع سبب ګرزي .
    په خورا درنښت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *