تاند- په سردار محمد داوودخان روغتون کې د داعش یا اسلامي دولت د وسله والې تروریستي ډلې په پروني برید کې د شهیدانو شمېر ۴۹ تنو ته ورسېد.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویندوی قمرالدین صدیقي نن /پنجشنبه/ د حملې په نتیجه کې د ۴۹ تنو شهادت او د ۷۶ نورو ټپي کېدا تایید کړه.
پرون د افغانستان دفاع او روغتیا وزارتونو د شهیدانو شمېر ۳۰ تنه اعلان کړی و.
خو د دفاع وزارت سرچینو تاند ته ویلي و چې لا هم د روغتون ټولې برخې پلټل شوي نه دي او ځیني ټپیان مرګيحاله دي.
صدیقي وویل«د حملې په قربانیانو کې ډاکتران، نرسان – نرسانې، ناروغان او د روغتون ملکي کارکوونکي شامل دي.»
صدیقي دا هم وویل چې د ۱۰ نورو ټپیانو حال نازک دی او ښايي د شهیدانو شمېر تر ۴۹ واوړي.
د کورنیو چارو او دفاع وزارت ویندویانو پرون د دې ۷ ساعته تروریستي حملې د بریدګرو شمېر ۴ تنه ښوده خو داعش تروریستي ډلې تېره شپه په حمله کې د شاملو تروریستانو شمېر ۵ تنه وښود او د هغوی نومونه یې هم اعلان کړل.
سردار محمد داوود خان روغتون د امکاناتو له نظره د افغانستان تر ټولو ښه روغتون ګڼل کېږي. په دغه روغتون کې ډاکتران هم روزل کېږي.
په ۲۰۱۱ م کال وسله والو طالبانو پر دغه روغتون تروریستي برید وکړ چې په لړ کې یې ۶ سرتېري او د طب یو شمېر محصلان شهیدان شول.