تاند- پاکستاني چارواکي وايي، په تېرو دوو ورځو کې له پاکستانه ۵۱ زره افغانان او له افغانستانه ۴۹۰۰ پاکستانیان خپلو هیوادونو ته بېرته تللي دي.

خو په سپین بولدک او تورخم کې افغان سرحدي چارواکي وايي چې د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو شاوخوا ۳۲ زره افغانان خپل هیواد ته راغلي دي.

سره له دې چې لا هم په چمن او د تورخم په پوري خوا کې په زرګونو افغانان منتظر دي چې خپل هیواد ته راشي د پاکستان فدرالي پولیسو نن /پنجشنبه/ دواړه لارې تر نامعلومې مودې پوري بندې کړې.

له پاکستانه راستانه شوي افغانان وايي چې پاکستاني پولیسو او سرحدي ځواکونو ورڅخه پیسې او هر راز وسایل اخیستل او دوی یې تش لاس پرېښودل چې خپلې خاورې ته راواوړي.

پاکستان په دغو دوو ورځو کې یوازې هغو افغانانو ته د بېرته تلو اجازه ورکوله چې پاسپورټ او وېزه یې لرله. په زرګونو نور افغانان، چې د سفر اسناد یې نه لرل، په لارو کې ګرځول شوي او ګڼ شمېر نور محبسونو او توقیف ځایونو ته استول شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *