6
د ( په ناورين پسې ناورين) منابع
۱- اساطير
ج: تضاد:
د اسطورو يوه مهمه ځانګړنه تضاد ده. په واقعي ژوند کې تضاد ممکن نه دی. اور او اوبه سره نه شي يو کېدای؛ خو په اسطوري جهان کې دا هر څه ممکن دي. د انسان په خواهشاتو کې يو خواهش دا هم دی، چې څنګه متضاد شيان يوځای وويني او دا کار په اسطورو کې ممکن دی. په هنر کې په ټوله کې متضاد شيان يو کېږي پر تضاد سربېره موضوعي يا ژبنی پاراډکس جوړوي. اسطوره د پاراډکسي بيان تر ټولو عالي بڼه ده. په اسطورو کې وينو، چې انسانان الوځي، ډبرې خبرې کوي، سوله او جګړه يوځای روان وي او بالاخره اميد او ياس سره غاړه غړۍ وي. له نااميدۍ نه د اميد تمه کېږي، د تيارې له بطن نه رڼا راوځي او له وحشت نه نېکمرغي.
پر دې بنسټ تضاد تر ټولو مهم صنعت دی، چې په اسطورو کې کارېږي، البته دا يواځې ژبني تضادونه نه دي، بلکې موضوعي او د حالتونو تضادونه هم کېدای شي.
د: سمبولونه:
له يوې خوا د تضاد لپاره که نورې کلمې کارېږي، سمبولونه هم کاريږي، ځکه سمبولونه دا کمال لري، چې دوه متضاد حالتونه په ځان کې مزج کړي او په يوه کلمه کې يې وړاندې کړي؛ خو له بلې خوا د اسطورو ژبه او د دې ژبې مانا بالعموم سمبوليکه وي. سمبوليکه په دې مانا چې له زياترو اسطورو نه برسېرنه مانا نه اخيستل کېږي، بلکې د دې برسېرنې مانا تر شا د مشابهت د اړيکې په مټ رامنځته شوې استعاري يا مجازي مانا پټه وي، چې اسطوره ورته اشاره کول غواړي. دلته مار د واقعي نړۍ مار نه دی، بلکې د تصوف غوندې د اماره نفس مار دی يا د ايګو مار دی يا يو آفت دی، خزانه د شاهانو خزانه نه دهي، بلکې علم يا نېکي يا همت دی. همدا علت دی، چې موږ ښامار او اژدها په واقعي نړۍ کې نه وينو او پوهېږو، چې دا د اسطورو زېږنده دي، ځکه په سمبولونو کې د تفضيلي مشابهت هڅه هم کېږي، نو واقعي مار دلته د نفس ښامار واوړي، چې مطلب يې دا وي، چې د نفس ښامار تر واقعي ماره ډېر مضر دی.
د اسطورو د ابهام يو علت همدا ابهام ګڼل کېږي، ځکه سمبولونه چې لفظي قرينه نه لري، پېچلي وي او مثبت ابهام زېږوي.
” په شاعرۍ کې لومړى تشبيه وه چې دواړه خواوې(مشبه او مشبه به) به پکې يادېدې، خو وروسته وروسته خبره پېچلې شوه او استعاره هم راووته. په استعاره کې يوه خوا(مستعارمنه) ياده شوه، خو موخه پکې مستعارله وه. دلته خو د تشبيه غوندې دواړه خوا نه وې، چې ذهن دې اصل مانا ته ورسوي، نو د مستعارله د معلومولو لپاره قرينه جوړه شوه. مثلا:
–سروه په دېواله راښکاره شوه.
يا لکه سيف الرحمان سليم چې وايي:
د زړه په کور کې چې دې ځاى ورکړلو
سليمه کور ته دې بلا راوسته
په نثري جمله کې (سروه) د (نجلۍ) لپاره مستعارمنه ده او قرينه (په دېواله راښکاره کېدل) دي. له سروې موږ دا تمه نه لرو، نو چې له دې مانا مو پام واوړي، ورسېدو چې (سروه) هغه اصلي سروه نه ده، بلکې موخه ترې بل څه شى دى.
په بيت کې (د زړه په کور کې) ځاى ورکول قرينه ده، چې پوهوي مو چې بلا ته څوک په زړه کې ځاى نه ورکوي، دا چې زړه کې يې ځاى ورکړى، بل څوک ده.
تر استعارې وروسته درېيم او وروستى گام سمبول و، چې تر استعارې هم پېچلى دى.
په استعاره کې همدا بهرنۍ قرينه ده چې موږ لارې ته سموي او د کلمې حقيقي او مجازي مانا بېلوي، خو په سمبول کې دا ډول بهرنۍ قرينه نه وي، چې لارښوونه درته وکړي. په استعاره کې د کلمې د حقيقي او مجازي مانا ترمنځ کلک تړون نه وينو، خو په سمبول کې دا تړون ډېر کلک وي او په تصوفي شاعرۍ کې چې سمبولونو ته تمايل وينو، يو لامل يې دا هم دى چې صوفيان د تصوف غوندې په دې کې هم د (وحدت و کثرت) ننداره کوي. يعنې د سمبولونو له کارولو هم سمبوليکه استفاده کېږى. د سمبول د حقيقي او مجازي مانا ترمنځ د کلک پيوستون له امله له سمبوله لومړۍ(حقيقي) مانا هم اخيستى شې .
استعاره چې په بهرنۍ قرينه ولاړه وي، سمبول په داخلي يا ذهني قرينه ولاړ وي. د شاعر او لوستونکي ترمنځ يو پوهاوى يا تړون موجود وي، چې زه چې ساقي يادوم مراد مې دا ساقي نه، خداى دى. له شرابو مې موخه دا شراب نه، الهي مينه ده.
په استعاره کې چې بهرنۍ قرينه وي، د ژبې د قواعدو تابع وي. قرينه د استعارې مانا محدودوي، ځکه له استعارې همغه ىوه مجازي مانا اخيستلى شې، خو په سمبول کې چې بهرنۍ قرينه نه وي، څو ماناوې اخيستى شې.
کاروان وايي:
هاغلته لرې د نښتر په تن کې غشى ښخ دى
هاغلته لرې تودې وينې له غزال څاڅي
له (نښتر او غزال) نه پر حقيقي مانا سربېره څو مجازي ماناوې اخيستى شئ. دا هم يو لامل دى چې په سمبوليزم کې يې ابهام پيدا کړى، ځکه چې موخنه مانا مشخصه نه ده. زياتره وخت خو لوستونکي د سمبوليستانو له شعرونو همدا لومړۍ مانا واخلي او اصلي مانا پاتې شي.
د شاعر او لوستونکي ترمنځ دا تړون په استعاره کې هم شته، خو هغه خارجي يا قانوني دى او دا ذهني او غيرقانوني.
سمبول پر ژبه نه، پر منطق ولاړ دى، ځکه وايو چې په سمبول کې قرينه ذهني وي. ميلارمى او نورو سمبوليستانو چې دا خبره هېره کړې وه، شعرونه يې مبهم پاتې شو، داسې لکه خوب چې گوري، لکه له ځان سره چې گوڼېږي. په سمبول کې چې دې ذهني قرينه مشخصه نه وي، لوستونکى غريب به سر وهلى بر وهلى گرځي او په خبره به دې نه پوهېږي. د اردو شاعر نذر محمد(ن م) راشدپه يوه نظم کې سمندر د لاشعور لپاره د سمبول په توگه کارولى:
د سمندر په بېخ کې
د سمندر په مرموز بېخ کې
يو صندوق دى
په صندوق کې يو ډبى دى
په ډبي کې بل ډبى دى
کولنگ ووډ ليکي چې کوم کيفيت چې شعر کوې، د کلمې په وضعي مانا کې يې مه وايه، ځکه چې وضعي مانا يې درباندې احساسوي نه، بيانوي يې او په بيانولو احساسات نه راپارېږي.”(۷: ۲۷۴-۲۷۶)
اوس پر اسطوره باندې تر دومره بحث وروسته پوهېږو، چې د دروېش (په ناورين پسې ناورين) کې د نړۍ له بېلابېلو اسطورو څومره استفاده شوې ده. دلته د هغو اسطورو نومونه اخلو، چې دوېش يې د (په ناورين پسې ناورين) په پای کې وضاحت کړی او بيا د بېلګې په توګه د يوه داستان لږه برخه راوړو:
(ايره، د ړندو ګوزار، عذاب، شاګرد، اووم سر، لعلونه او سکروټې، دوه مړي، لاروی، زلمی سردار)
اوس د (عذاب) په نامه د يوه داستان بېلګه راوړو. په دې داستان کې د انسان قرباني کول وينو او په دې هم په پوهېږو، چي له اسورو بابل نه نيولې تر مصر، کنعان او زردشتيانو پورې په زياترو تمدنونو کې که هغه د حضرت اسماعيل په بڼه وو او که په بله بڼه د انساني قرباني دود وه او د دې اسطوري او مذهبي پر بنسټ خدايان د انسان په قربانۍ خوشحاله کېدل او انسانان له عذابه بچ کېدل:
عذاب
ډېر پخوا د يوه کلي پر وګړو
دا لازمه وه چې يو ځل به په کال کې
يوه پېغله دوی عذاب ته ورسپارله
په دې توګه ډېر کلونه باندې تېر شول
په دې رنګ يې ډېرې پېغلې نيمه خوا شوې
او چې پاته وې تراوسه په هغو کې
يوه پېغله وه رڼا به دوی بلله
په دې کال کې د هغې نوم و ختلی
او و دې ته چې سزا چا ورکوله
هغه څوک په کاړي واړي وجود راغی
مخ تک شين، د تن څرمن يې تکه شنه وه
تنګې سترګې يې په مخ وې ننوتې
په خپړو يې وې پنډې ګوتې پورې(۵: ۱۰۱)
تر اخره…………
دروېش (په ناورين پسې ناورين) کې ځکه له اسطورو نه استفاده کړې، چې په اسطورو کې د بوږن، وحشت او د هيلو د نازکې رپرپاندې رڼا نړۍ اباده ده او دا د انسان پر روان اغېز شيندي، ځکه انسان که له غاره او ځنګله راوتی هم دی؛ خو لا يې ټولنيز لاشعور په هغو کيسو او ويرو اباد دی.
نور بيا..