هره ورځ به مې لیدله، څوک نه ورسره غږېدل، سهار وختي به پاڅېده، د کور ټول کارونه ور په غاړه وو، په کلیو کې واده شويو نجونو ته د کور ټول کارونه ور سپارل کېږي.
که نن واده شي سبا ته به په شنه ګهیځ پاڅېږي، ټولو کارونو ته به مټې رانغاړي، او له خولې به یو حرف نه راباسي، هغې به هم له خولې یو لفظ نه راویسته ټیکری به یې پر مخ راکشاوه، او درسته ورځ به په کارونو بوخته وه.
خو د ټولو کارونو بدل به یې په وهلو ټکولو پرې کېده، د وهلو لپاره یې خسر ځانګړې لښته اېښې وه چې پرته له ده به هېچا لاس نه ور ووړ.
چې کله هوا تیاره شوه، خسر به يې لښته راواخیسته، د کور انګړ کې به یې د ټولو مخکې دومره وهل او ټکول کېده چې د ولاړېدو توان به نه و پکې پاتې.
د ښځو پر وړاندې مې د تاوتریخوالي ډېرې کیسې اورېدلې وې خو دا مور مړې مې په سترګو لیدله دا چې وړه وم بې وسې وم هغه وخت کابل کې جنګونه وو،
کورنۍ پرېکړه وکړه چې ټول کلي ته لاړ شي. هلته جنګونه نه شته کلي ته لاړو، خو کلي کې مې له ښځو سره داسې چلند ولیده.
پر کوم دلیل چې هغه وهل کېده زما لپاره حیرانوونکی و چې پر داسې ناسمو خبرو هم یو انسان، یوه ښځینه داسې وهل کېږي.
خسر به یې ویل! زه پوهېږم دا ماته په زړه کې ښېرا کوي.
هېچا به نه ترې خلاصوله خو نندارې ته به یې د کورنۍ ټول غړي ولاړ وو یوه ورځ ټول چای ته ناست وو، دا لومړنۍ او وروستۍ خبره وه چې د هغې له خولې مې خبره واورېده!
( زه په خدای که هېچا ته ښېرې کوم، یوازې مې دا خبره میړه ته وکړه، داسې لغته یې راکړه چې د کوټې اېخوا یې وشړلم له ډېرو وهلو نه د ملا تکلیف راته پیدا شوی پورته کېدای هم نه شم)
خواښي یې خبره ور پرې کړه! ورکه شه لکه چې بیا دې وهلو ته زړه شوی؟
غلې شوه، سر یې ټیټ کړ ولاړه.
بله ورځ یې چا کیسه راته کوله، چې اوس یې هم همدا حال دی، ویل یې هغه وايي( دا چې خسر ډېره وهلې یم، اوس د یوې تبې زور هم نه لرم، یوه عادي ناروغي مې د توشکې کړي).
که دلیل هر څه وي ولې یو انسان یوه ښځینه داسې ووهل شي، دلته خپلسره خدایان ډېر دي، هم خبره پرې ور وتپل کېږي او هم سزا اورول کېږي وجدانونه ویده شوي، سترګې ړندې او غوږونه کاڼه شوي دي، همدومره بس ده چې هغه یوه انسانه ده ځان لري ژوند او هیلې لري په سپک نظر مه ورته ګورئ او د ژوند کولو هغه حق یې ورکړئ چې خدای پاک له پیدايښته ور کړی.