په دغه غونډه کې چې د پسرلي ادبي او کلتوري ټولنې له خوا ددغې ټولنې په دفتر کې جوړه شوې وه پکې قومی مشرانو،د کنندوز ښځو چارو رییسې اغلې نصیبې هولکر، ښځه د ښځو لپاره د د فتر مشره اغلې شمیلا صاحبزاده دافغان ښځو د شبکې مسوله اغلې لیدا فرحت شیزاد او دکندوز ولایت دبیلا بیلا سیمو څخه لیکوالانو او شاعرانو ګډون کړی وو.
غونډه د قاري عبدالستار شمال له خوا دقرانکریم د سپڅلو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه ، د هیواد ملی سرود ته له درناوي ورورسته د یادې ټولنې مشر فدامحمد ارزښت میلمنو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ په ټولنه کې د ښځو په مقام وغږیده ، ورپسې قاضی فیض الله مخلص د ښځو او انجونو ته د ښوونې پر ارزښت هر اړخیزې خبرې وکړې ،غلام حیدر حیدر هم د ښکلي وینا ترڅنګ ښایسته شعر ولوسته ،د افغان ښځو شبکې مشرې لیدا فرحت او د کندوز ښځو چارو رییسې نصیبې هولکر د ښځو په ویاړ ددغې ټولنې له خوا دغونډې په جوړیدلو خوښي څرګنده کړه او د پسرلي ادبی او کلتوري ټولنې نه یې مننه وکړه او د ښکلو شعرونه په دیکلمه کولو یې غونډه ښایسته کړه ، د مسعود حمیدي او ذال خان اسحاقزی خوندورو ترنمونو غوڼده او مازیګری لا خوندور کړل.
داچې غونډه د ښځود همغږۍ نړیوالې ورځې ته ځانګړې شوې په غونډه کې د راغلو شاعرانو له خوا همدې موضوع ته ځانګړی شعرونه او نظمونه ولوستل شول چې ګډنوالو له خوا په ګرمو احساساتو او چکچکو بدرګه کیدل.
غونډه د دمازیګر په ۵ بجو وروسته له هغې په دوعا پای ته ورسیده چې د مشرانو له خوا په غونډه کې راغلو خویندو ته لوپټې په سر واچول شوې .
نوررحیم عاطف