تاند- هغه هندۍ ښځه، چې په اویا کلنۍ کې یې ماشوم پیدا شو، وايي چې مورولي تر هغه څه ډېره سخته ده چې دې فکر کاوه.
دلجیندر که ور (Daljinder Kaur) وویل، له کله چې یې لومړی ماشوم زېږولی، روغتیايي حالت یې خراب شوی دی.
د دې ماشوم د تېر کال په اپریل کې وزېږېد.
۷۳ کلنې (که ور) له کاور ایشیا پریس سره په مرکه کې وویل چې د وینې فشار یې لوړ دی او مفصلونه یې کمزوري شوي دي. خو له دې سره سره د ماشوم په زېږولو پښېمانه نه ده.
دې، چې په ۷۲ کلنۍ کې ماشوم زېږولی، وویل «له کله چې زما زوی ارمان خاپوړي پیل کړي، لاسونه او زنګنونه مې خوږېږي. د ماشوم لویول تر هغه څه چې ما فکر کاوه سخت کار دی.»
«د وینې فشار مې لوړ شوی او اوس ژر ستړې کېږم. ډېرو ډاکترانو ته لاړم، صرف دوا او پرهېز راکوي.»
دا وايي«زه د ارمان اندېښنه لرم. باید د ځان صحت ته هم پام وکړم خو ارمان ته هم باید پام وکړم.»
مېرمن (که وار) او ۸۰ کلن خاوند یې (موهندر سینګ ګیل) ۴۶ کاله ماشوم نه درلود.