د ډاډمن امنيت رامنځته کېدو په موخه په ښې همغږۍ خبرې وشوې
ننګرهار امنيه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي د ۲۰۱ سيلاب قول اردو قوماندان ډګر جنرال محمد زمان وزيري سره د يوې ناستې پر مهال د ډاډمن امنيت رامنځته کېدو په موخه په ښې همغږۍ خبرې وکړې.
دغه ناسته، چې په ننګرهار امنيه قوماندانۍ کې تر سره شوه د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مرستيال بريد جنرال محمد علي شجاعي ، عقيدتي او فرهنګي مدير بريد جنرال محب الله او د يادې قول اردو يو شمېر نورو منسوبينو ګډون درلود.
د۲۰۱ سيلاب قول اردو قوماندان په ننګرهار کې دامنيتي ځواکونو په ښې همغږۍ او د هغوی په لوړ مرال خوښې څرګنده کړه، چې تل يې د وسله والو مخالفينو په ځپلو کې د پام وړ فعاليتونه ترسره کړي.
نوموړي وويل، چې د ننګرهار ټول ولسونه په هر ډول شرايطو کې دخپلو امنيتي ځواکونو تر څنګ ولاړ دي.
امنې قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي د۲۰۱ سېلاب قول اردو له مشرتابه او ټولو منسوبينو د هڅو ستاينه وکړه ، چې په ختيځ زون کې دامنيت په ټېنګښت کې نه ستړي کيدونکې هلې ځلې ترسره کړي .
نوموړي وويل، چې امنيتي او دفاعي ځواکونه ، چې په اسلامي او افغانی روحيه سمبال دي او د ولسونو ملاتړ له ځان سره لري کولای شي، چې په اسانۍ سره د دښمن شوم او ناوړه پلانونه شنډ کړي .
دغه راز په دغه ناسته کې د امنيتي ادارو دواړو مشرانو په يو شمېر موضوعاتو او ښې همغږۍ خبرې وکړې او زياته يې کړه، چې هڅه کوي، څو د جلال اباد ښار په ګډون په ټولو ولسواليو کې د ډاډمن امنيت رامنځته کېدو په موخه يو لړ ځانګړي اقدامات تر سره کړي.
امنيه قوماندانۍ کې د امنيت ټينګښت په موخه غونډه وشوه
د ننګرهار نوي امنيه قوماندان عبدالرحمن رحيمي د امنې قومندانۍ اړوند د امنيتي حوزو او بېلابېلو څانګو امرينو او منسوبينو سره د امنيت ټينګښت او ستونزو اوريدو په موخه غونډه وکړه.
په غونډه کې ننګرهار امنيه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي دخبرو پر مهال دپوليسو ترسره شوو کړنو ستاينه وکړه ، چې له امله يې دمسوليت په ساحو کې ښه امنيتي فضا رامنځ ته شوې او يو شمېر سيمې يې دوسله والومخالفينو له شتون څخه پاکې شوي دي .
رحيمي له نظامي او ملکې ادارو ، قومي مشرانو ، ديني علماو ، ځوانانو او مدني فعالانو سره د همغږۍ په لاپياوړتيا ټېنګار وکړ.
لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمی وويل، چې ورځنۍ چارې به دقانون په چوکاټ کې ترسره کړي ، د هر ډول فساد پر وړاندې به کلکه مبارزه کوي او دجرمونو په کشف او مخنيوي کې به دوامداره هڅې وکړي .
امنيه قوماندان دغونډې ګډونوالو ته لارښونه وکړه ، څو د مسئوليت په ساحو کې پلټنې ترسره کړي پلې او موټردارې ګزمې زېاتې کړي او وخت پر وخت يې څارنه وکړي .
لوی پاسوال ډاډ څرګند کړ ، چې پوليسو ته به دوامداره مسلکې زده کړې ورکړي او د پرسونل اکمال او تجهيز ته به ځانګړې پاملرنه وکړي .
دامنيه قوماندانۍ ادارې مرستيال سمونوال قاري اميرخان ليوال دغونډې دګډونوالو په استازولۍ امنيه قوماندان ته ډاډ ورکړ ، چې ورسپارل شوې دندې به له قانون سره سمې پرمخ يوسي .
د ماشوم ساتنې د معيارونو په تړاو شپږ ورځنی ورکشاپ پيل شو.
په ننګرهار کې د ماشوم ساتنې د معيارونو په تړاو شپږ ورځنی ورکشاپ پيل شو، چې د ماشوم ساتنې په بېلابېلو تخنيکي او مسلکي معيارونو به کار تر سره شي.
د ننګرهار کار او ټولنيزو چارو رئيس عبدالحکيم شيرزاد د ورکشاپ د پرانستې پرمهال وويل، چې پدغه ورکشاپ کې د اتو ولايتونو د ماشوم ساتنې څلويښت تنه مسولين ګډون لري ، چې د شپږو ورځو په موده کې به د ماشوم ساتنې په بيلابيلو تخنيکي او مسلکي معيارونو کار وکړي .
نوموړي وويل، چې د ماشومانو سالمه رزونه د راتلوونکي لپاره د خوښيو زيری ورکوي او د ټولنې مخور شخصيتونه بايد پدې برخه کې خپل مسوليت درک کړي .
ده د ورکشاپ له ګډونوالو غوښتنه وکړه، چې له وخت څخه ګټه واخلي او له ورکشاپ څخه زده کړي موضوعات د کار په ساحه کې په رښتيني توګه پلي کړي .
شل وسله وال مخالفين ووژل شول
د ننګرهار ولايت په غني خېلو، کوټ او خوږياڼو ولسواليو کې د هوايي او ځمکنيو بریدونو په ترڅ کې ۱۱ وسله وال طالبان او ۹ داعش وسله وال ووژل شول.
د ننګرهار ولايت غنې خېلو ولسوالۍ مارکوه په سيمه کې تېره شپه ناوخته د پوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه رامنځته شوې، چې په ترڅ کې يې يولس طالب وسله وال وژل شوي او يو شمېر نور ټپیان شوي، چې کره شمېره يې څرګنده نده.
په دغه جګړه کې يو د ملي اردو، يو ملي او څلور سيمه ييز پولیس شهيدان شوي او يو پوليس برسيرن ټپي شويدی.
د ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ په مربوطاتو کې هم تيره شپه شاوخوا يوه بجه د پوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې، چې پکې ګڼ شمېر وسله وال طالبان وژل شوي او ټپیان شوي؛ خو کره شمېره يې څرګنده نده.
په دغه جګړه کې د عام نظم څلور سرتيري شهيدان او دوه ټپیان شويدي.
دغه راز تيره ورځ د کوټ ولسوالۍ سه پای او بندوک سيمو کې بې پيلوټه الوتکې بريدونه کړي، چې په ترڅ کې يې نهه تنه داعش وسله وال وژل شوي او د دوی يو شمېر وسلې لمنځه وړل شوي.
پنځه سوه کورنيو سره د خوراکي، غير خوراکي او نغدو پیسو مرسته وشوه
د ننګرهار ولایت کډوالو چارو رياست په هلو ځلو له پاکستان هېواد څخه را ستنو شوو پنځه سوو کورنيو سره د خوراکي، غير خوراکي او نغدو پیسو مرسته وشوه.
د کډوالو چارو رئيس غلام حيدر فقيرزي وويل، چې له ياد شمېر څخه دوه سوه کورنيو سره ، چې په خوږياڼو ولسوالۍ کې مېشتې دي د wfp ادارې له لوري د سل کېلو اوړو ، پنځه لېتره غوړيو ، اوه کېلو دالو او مالګې مرسته ترسره شوه.
نوموړي وويل، چې پاتې درې سوه کورنيو سره چې په سره رود ولسوالۍ کې مېشتې دي هرې کورنۍ سره د wfp ادارې له لوري دشپږ – شپږ زره افغانيو نغدي مرسته ترسره شوه.
نوموړی وايي دنورو راستنو شويو کډوالو سروې هم روانه ده ، چې له بشپړيدو وروسته به ورسره دمرستندويه ادارو له لوري مرستې ترسره شي.
پر موټر سايکلونو د دوه کسي ګرځيدو مخه ونيول شوه
د جلال اباد ښار په بېلابېلو ناحيو کې پوليسو د شاوخوا اويا موټر سايکلونو باندې د دوه کسي ګرځيدو مخه نيولې او د دولس عرادو موټرونو تورې ښېښې يې سپيني کړيدي.
دغه راز پوليسو له يو شمېر موټرونو غير قانوني انتونه، اشارې او هارنډونه هم ښکته کړيدي.
دا په داسې حال کې ده، چې نن هم ولايت مقام کې د امنيتي مجلس پر مهال جلال اباد ښار کې د امنيتي ننګونو د مخنيوي په موخه پر موټر سايکل د دوو کسانو پر ګرځيدو د بنديز پريکړه وشوه.