تاند- د پاکستان په مشرانو جرګه کې د قبایلو استازي تاج محمد اپرېدي پرون /یکشنبه/ وویل، خوشبینه دی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لارې به ژر پرانستل شي او د دواړو خواوو ترمنځ به سوداګري راکړه ورکړه بېرته پیل شي.
د تورخم او سپین بولدک د لارو د بندېدو له کبله د ډیورند کرښې د دواړو خواوو خلکو ته زیات تاوان اوښتی او لا هم اوړي.
د پاکستان پوځ هم په دې خبره پوهېږي او فکر کوي چې د کرښې د دواړو خواوو پر خلکو فشار افغانستان ځان ته ګوزار ګڼي.
سناتور اپرېدي پرون په لنډیکوتل (لوړاګي) کې وویل چې دا لارې به راتلونکې اوونۍ پرانستل شي.
پاکستان د تېرې اوونۍ د سې شنبې او چهارشنبې (مارج ۷ – ۸) په ورځو د سپین بولدک او تورخم لارې یوازې د هغو افغانانو لپاره موقتاً برانیستې چې پاکستان ته په وېزو تللي ول او غوښتل یې چې بېرته افغانستان ته واوړي.
په دغو دوو ورځو کې د پاکستان په وینا ۵۲ زره افغانان خپل هیواد ته لاړل خو ډېرو نورو ته موقع برابره نه شوه چې واوړي.
سناتور تاج محمد اپرېدي، په لنډیکوتل کې د نجونو په یوه ښوونځي کې د وینا په مهال وویل چې د لارو د بندېدو له کبله د دې سیمې اوسېدونکو په ملیونونو روپۍ تاوان کړی دی او په ځانګړي ډول هغو خلکو ډېر تاوان کړی چې میاشتنی معاش نه لري او د ورځې له خواریو څو روپۍ ترلاسه کوي.
سناتور تاج محمد اپرېدي بې له دې چې د پنجابي پوځ نوم واخلي وویل«هڅې روانې دي چې پښتانه په بېلابېلو چلونو او تاکتیکونو کمزورې کړای شي.»
ده په عین حال کې خبرداری ورکړ چې د پاکستان د پوځ له لوري د تورخم او سپین بولدک د لارو بندېدا به د افغانستان او پاکستان ترمنځ اختلاف او درز نور هم زیات کړي.