نن سهار نیږدې لس بجې د الیشنګ ولسوالۍ په کردي سالاب سیمه کې د مخالفو وسلوالو له لوري د سرک د غاړی یو ځای پر ځای شوی ماین په پلیو ملکي خلکو انفجار کړی چې له امله یې دوه تنه په شهادت رسیدلي او دوه نور یې ټپیان شوي ي.
ټپیان دا مهال د درملنې په موخه روغتون ته استول شوي چې روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.
لغمان والي ډاکتر فضل الله مجددي د مخالفو وسلوالو دغه ناوړه او غیر اسلامي عمل په کلکه غندي او د قربانیانو له کورنیو سره د دغې ویرجنې پیښې په غم کې ځان شریک ګڼي. شهیدانو ته د لوی څښتن تعالی له درباره د فردوس جنت او ټپیانو ته د ژر تر ژره روغتیا هیله لري.