تاند- امریکايي رسنۍ وايي، د ټرمپ حکومت د امریکا پوځ ته اجازه ورکوي چې د طالبانو مشران له منځه یوسي.

دوی وايي چې د دې معنا دا ده چې په افغانستان کې د امریکا په ماموریت کې ستراتیژیک بدلون راځي.

د ډیلي کالر ورځپاڼې د راپور له مخې، ممکن د فبرورۍ په ۲۶ مه په کندوز کې د طالبانو پر یوه مشر حمله د نوې ستراتیژۍ د ازمویلو لپاره شوې وي.

اوباما د خپلې ولسمشرۍ په دوهمه دوره کې په یوه لیک کې د طالبانو پر مشرانو د حملو د بندېدو غوښتنه کړې وه او په افغانستان کې یې د امریکايی پوځیانو حملې د القاعده او نورو تروریستي ډلو پر ضد له بریدونو سره محدودې کړې وې.

د اوبا حکومت د طالبانو د مشرانو د وژلو پر ځای د افغانستان حکومت هڅولی و چې له طالبانو سره د سولې او پخلاینې لار خپله کړي.

له بلې خوا د ویلسن څېړنیز مرکز څېړونکي مایکل کوګلمن ملیټري ټایمز ورځپاڼې ته وویل«د امریکا پوځ غوښتل چې د طالبانو مشرانو ته قوي پیغام ورکړي چې په افغانستان کې خوندي نه دي، مهمه نه ده چې په کوم ځای کې دي او تر هغو به نه پرېښودل کېږي چې له پخلاینې سره مخالفت کوي.»

ورځپاڼه وايي، د پخلاینې لپاره د اوباما د حکومت له لوري د هلوځلو په مهال طالبانو نورې سیمې لاندې کړې او د افغانستان حکومت ته یې ضربه ورکړه.

په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو قوماندانانو او د امریکا مرکزي قوماندانۍ کانګریس ته ویلي چې په افغانستان کې د ماموریت د بشپړولو لپاره نورو پوځیانو ته اړتیا ده.

په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو قوماندان کانګریس ته په وروستۍ وینا کې وویل چې په افغانستان کې د ماموریت د پای ته رسولو لپاره څو زره نورو پوځیانو ته اړتیا لري.

د ده په وینا که د پوځیانو شمېر زیات شي نو تهاجمي حالت به غوره کړي.

ټرمپ په عراق کې د داعش پر ضد د امریکايی پوځیانو شمېر زیات کړ او په یمن کې یې اجازه ورکړې چې د القاعده پر ضد هوايي بریدونه ډېر کړي.

One thought on “د ټرمپ نوې افغان ستراتیژي د طالبانو د مشرانو لپاره بده ده”
  1. داسې اسانه نده لکه تاسو چې خپلو بادارانو ته ډول وهۍ !
    طالبان به سیاسي ملګري لکه چین ، روسیه او ایران پیداکړي له بلې خوا به جنګي تکتیک ته بدلون ورکړي اوهغوی به د دولت په پښو شل کړي !
    هر دولتي مامور به طالبان تارګت کوي او ډله ئیز جنګ به پارتیزني شي
    نو هغه وخت به فاسد مذدور دولت شل او ګډ وي او امریکا به هم خپل پرتوګ ډک کړي نو ترمپ به خپله ویاګرا خوري او امریکا به لکه ترمپ چې شعار ورکوي اوله او دوهم نه بلکې اخره به وي
    دنړۍ ټول مسلمانان به دصلیب په اشغال افغانستان ته ور دانګي او داندړو ډومان به دغم باجې او تبلې وهي !!
    نالت په اشغالګرو ازادي او خپلواکي دهر ملت طبعي حق دي

    پتنګ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *