د بایزید روښان د یوه بل اثر د نامه غوټه –
دمخه تر دې چي پر پورتني مطلب وږغېږم، د یوه بل ټکي یادونه د علمي دیانت په حکم پر ځان فرض گڼم او هغه دا چي د پیر روښان د یوه بل خیالي اثر ( خرپان) په باب مي په تېرو څو ورځو کي یوه لیکنه په تاند او افغان جرمن آنلاین ویبپاڼو کي خپره کړه. وروسته را په یاد سوه چي پر دې موضوع باندي ارواښاد قلندر مومند (۱۹۳۰ ــ ۲۰۰۳ع) هم پخپل یوه کتاب ( د خیرالبیان تنقیدي مطالعه) کي ږغېدلی او د راورټي د تېروتني په باب ئې عین استدلال کړی دئ (وگ : ددغه کتاب ۸۴ مخ). زما او ارواښاد مومند د استدالال پایه یوه ده خو د څېړني استقامتونه مو توپیر سره لري.د تحقیق د اصولو غوښتنه دا وه چي ماباید د ارواښاد مومند یادونه هم کړې وای خو دده کتاب ما له نن څخه پنځه ویشت کاله پخوا کتلی وو او د تېري مقالې په ترڅ مي ئې یادونه له ذهنه بیخي وتلې وه. اوس ئې دادئ یادونه کوم او خوښ یم چي زما دلیکني او استدلال یو بل ملاتړ هم سته.
راځم دې بل مطلب ته .
د روښان بایزید په آثارو کي یو بل اثر د (فخرالطالبین) په نامه هم یاد سوی دئ. ددغه کتاب یادونه دحالنامې مؤلف علي محمد مخلص شینواري بن ابوبکر قندهاري کړې ده او لیکلي ئې دي چي بایزید روښان دغه اثر د خپل خلیفه یوسف په لاس د بدخشان واکمن میرزا سلیمان ته استولی وو(وگ : حالنامه ــ ۳۴۴ مخ د ۲۰۰۹ ع چاپ). ددې اثر کمه (کومه) نسخه تر اوسه نه ده موندل سوې او هغه د نکلچیانو خبره ده چي ” بوی د ادم بوی، ادم نسته بوی ئې سته”.
د دې اثر یادونه په افغاني پوهانو کي وار د واره علامه حبیبي د پښتو ادبیاتو تاریخ په دوهم ټوک کي د انسایکلوپيډيا آف اسلام ــ اول جلد په حواله لیکلې ده او تر هغه وروسته ئې د لر و بر پښتنو لیکوالو په لیکنو کي یادونه په تکرار سره راغلې ده. په انسایکلوپیډیا آف اسلام کي دغه مطلب د پروفیسر محمد شفیع په هغه درنه تحقیقي مقاله کي راغلی دئ چي د بایزید تر نامه لاندي ئې خپره کړې ده. په دغه مقاله کي د بایزید روښان ددغه اثر یادونه هم د حالنامې د یوازنۍ خطي نسخې په حواله لیکل سوې ده. د حالنامې دغه یوازنۍ خطي نسخه د هندوستان د اتراپردیش ایالت د علیگړهـ مسلم یونیورسیټۍ د مولانا ابوالکلام آزاد لایبرېرۍ په سبحان الله خان کوکلکشن کي ساتله کېږي. نقلونه (کاپۍ) ئې په پنجاب یونیورسیټي او د پېښور په پښتو اکېډیمي سته ( وگ :خیرالبیان ـ دیباچه ــ ۵۰ مخ ـ ۱۹۶۷ع ، پېښور). مایکروفیلم ئې په ۱۳۵۳ش کال کي افغانستان ته هم رارسېدلی وو چي له همدغه مایکروفیلم څخه د نورالله اولسپال په همت دوه واره چاپ سوې ده. د حالنامې په اول گستتنري چاپ (۳۷۳مخ) کي دا نوم دوه واره ( فجرالطالبین) ثبت سوی دئ. د دوهم چاپ په (۳۴۴مخ) کي ئې چي تر لومړي چاپ څلیرویشت کاله وروسته راوتلی دئ ، هم دوه واره (فجرالطالبین) درج کړی دئ. د مخزن الاسلام مقدمه لیکونکي او محشي سید محمد تقویم الحق کاکاخېل چي د حالنامې له کاپۍ څخه ئې مستقیمه استفاده کړې ده، د مخزن د۱۹۸۷ع چاپ د مقدمې په ( ک مخ) کي دغه نوم ( فجرالطالبین) راوړی دئ.
د بایزید روښان ددغه اثر په باب چي هر ځای یادونه سوې ده، ماخذ ئې د حالنامې همدا یوه منحصر بفرد نسخه ده. له دې نسخې څخه خپره سوې استفاده اول گښت پروفیسر محمد شفیع کړې ده او لکه پورته چي هم وویل ، په دې باب نوموړي خپله مقاله په انگرېزي ژبه په انسایکلوپیډیا آف اسلام کي خپره کړه. د دې مقالې اصل چي ما په انسایکلوپیډیا آف اسلام کي وکوت (دغه اصل زما گران دوست ښاغلي دوکتور دوکتور محمد صدیق ظهیر راته راولېږه چي مننه ځني کوم)، هورې ئې (Fakhral-Talibin) کښلی دئ خو د احتیاط او علمي امانتدارۍ له مخي ئې د (Fakhr) کلمې ته ئې د پوښتني نخښه (؟) ایښې ده او لیکلي ئې دي چي په خطي نسخه کي ئې ثبت گویا دوه رازه لوستل کېدلای سي خو ده ته لکه چي د (فخرالطالبین) ثبت غوره ایسېدلی دئ. له دغه ماخذ څخه د استفادې په وخت کي باید زموږ محققینو د فخرالطالبین په باب د پروفیسر محمد شفیع د شک ښودني اظهار هم کړی وای، خو زموږ ټولو محققینو یوازي د فخرالطالبن پر نامه آمین ویلی دئ او فجرالطالبین ئې له یاده ایستلی دئ. کله چي حالنامه چاپېدله، نو پر مرتب ئې دا واجبه وه چي د یوې حاشیې په ترڅ کي د فخرالطالبین د نامه سابقه هم بیان کاندي. اوس چي دا کار نه دئ سوی، زما له راتلونکو ځوانو څېړونکو څخه هیله داده چي د روښان پیر ددغه اثر د نامه یادولو پر وخت دهغه دواړه نومونه (فخرالطالبین یا فجرالطالبین) ولیکي یوازي یو نوم یادول ئې د څېړني پر اصولو سم نه خېژي.
+++++++++++
آشاوا ــ کاناډا
۱۳ مارچ ۲۰۱۷ع