ملي ثبات ټولنې؛ د ښځو د نړيوالې ورځې د نمانځنې په ترڅ کې له بېوزلو مېرمنو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
د ملي ثبات ټولنې د ښځو او ماشومانو چارو کمېټې نن د ۱۳۹۵ لمريز کال د کب پر ۲۴مه نېټه په ميدان وردګ ولايت کې د ښځو د نړيوالې ورځې د نمانځنې په وياړ يوه ستره او بې مخېنې ولسي ناسته رابللې وه، چې په ترڅ کې يې له ۳۰۰ بېوزله او اړمنو مېرمنو سره د خوراکي توکو مرسته هم وکړه.
په غونډه کې د ملي ثبات ټولنې بنسټګر مشر ښاغلي ضياءالحق امرخېل او مشرتابه پلاوي، د ميدان وردګ والي ښاغلي ځونډي ګل زماني، د ولايتي شورا درنو استازو، د ولايت د ښخو چارو رئيسې آغلې وحيدې ښکلې، د بېلابېلو ادارو رئيسانو، نظامي مسؤلینو، د کابل، ميدان وردګ او نږدې ولايتونو پنځه سوه تنو مېرمنو، قومي مشرانو، علماء کرامو، مدني فعالانو، د پوهنتون محصلانو او يو شمېر وروڼو ګډون کړی وو.
غونډه د سپېڅلې الهي کلام په تلاوت سره پيل شوه او د ملي سرود له خپرولو وروسته؛ د ملي ثبات ټولنې محترم مشر، د ميدان وردګ ښاغلي والي، د ميدان وردګ د ښځو محترمې رئيسې، د ولايتي شورا مرستیال ښاغلي اميري او غړې آغلې حبيبه عسکري، د وردګو د ټولنيزو شورا مشر ښاغلي مظفرالدين او يو شمېر نورو ګډونوالو ويناوې وکړې او په خپلو خبرو کې يې د ملي ثبات ټولنې افغانستان شموله ملي او اسلامي کړنې وستايلې او په مشخص ډول يې د ميرمنو په برخه کې د ملي ثبات ټولنې له پخوانيو ترسره شويو کړنو او راتلونکو هراړخيزو پلانونو څخه بشپړ ملاتړ اعلان وکړ.
ښاغلي امرخېل؛ افغان ميرمنو ته د زده کړو د زمينې برابرول او د ناوړه دودونو له منځه وړل حياتي اړتيا او ملي مسؤليت وګڼل او زياته يې کړه چې د زدهکړو ترلاسه کول او د ناوړه دودونو محوه کول د (هوسا مېرمن؛ هوسا ټولنه) اساسي رکنونه دي او دا د افغان غيرت منافی خبره ده، چې خپله ښځينه تعليم ته نه پرېږدو، خو د ښځينه ناروغيو لرونکي ناروغانې په نارينه ډاکټرانو معاينه کوو. نوموړي د مېرمنو د حقوقو په نوم او پلمه ترسره شوې او ترسره کېدونکې نمايشي او بې پايلې پروژې وغندلې او ټينګار يې وکړ، چې د ښځو د حقوقو د تأمين په برخه کې بايد له شعار څخه عمل ته راووځو او په دې برخه کې هر اصلاحي ګام له خپلو کورنو پيل کړو.
د ملي ثبات ټولنې محترم مشر دېته په اشارې سره، چې افغان مېرمنې د خور، مور او ښځې په توګه د تېرو ۳۹ کلونو د ناامنيو او ټولنيزو ناخوالو سترې قربانيانې دي، زياته کړه: “د ښځو په وړتياوو باور او د ټولنې په بېلابېلو برخو او موقفونو کې د هغوی د ګډون لهپاره د پراخې زمينې برابرول، د ملي ثبات ټولنې له بنسټيزو اهدافو څخه دي.” امرخېل صيب په مېرمنو غږ وکړ، چې د سولې په تأمين کې له خپل اغيزناک رول څخه ګټه واخلي او خپل زامن، خاوند او وروڼه له افغان وژنې څخه را وګرځوي او د افغان غمېزې په ښکليو لوريو يې هم غږ وکړ، چې د افغان ميرمنې د پت ساتلو په پار د سولې لاره خپله کړئ.
ښاغلي امرخېل د خپلو خبرو په پای کې په افغان حکومت او مسؤلو ادارو نيوکه وکړه، چې په ښوونې او روزنې، لوړو زده کړو، روغتيايي خدمتونو، کارموندنې، ټولنيزو مصؤنيتو او نورو مهمو برخو کې يې د افغان مېرمنو د ټولنيز ژوندانه د بهبود په خاطر کړې ژمنې عملي نه کړي او په ښځو پورې له اړونده چارو سره مقطعيي، شعاري او نمايشي برخورد کوي.
د ملي ثبات ټولنې مشر؛ د افغان مېرمنو د اوسني ځوروونکي وضعيت د اصلاح او ښه والي په موخه (هوسا مېرمن؛ هوسا ټولنه) د مېرمنو په چارو کې د ملي ثبات ټولنې د سږني کال شعار اعلان کړ او ژمنه يې وکړه، چې د ښځو د اسلامي او مدني حقوقو د تأمين په موخه به خپلې هلې ځلې لا کړندۍ او پراخې کړي.
د غونډې په پاي کې د ملي ثبات ټولنې مشرتابه پلاوي، د خوراکي توکو هغه درې سوه (۳۰۰) بستې مرستې په بېوزله او اړمنو ميرمنو ووېشلې، چې په تېر کال کې د (ملي ثبات ټولنې – له مېرمنو سره د بسپنې صندوق) له لارې راټولې شوې وي او ترڅنګ يې له هغو ښاغلو او آغلو څخه هم د زړه له کومې مننه وکړه، چې هميشه يې ملي ثبات ټولنې ته د دغه شان خير ښيګڼو په چارو کې د مالي همکارۍ لاس ورکړی دی.