تاند- په یوه ویدیو کې، چې اریانا تلویزیون ته په لاس ورغلې، د کندوز د جګړې قوماندانان ښيي چې په دغه ولایت کې د مهمو عملیاتو په شپه د نڅا په محفل کې ناست دي.

د کندوز ولایتي شورا د قوماندانانو پر دې حرکت توند عکس العمل ښوولی او ویلي یې دي چې پر کندوز د دا ډول قوماندانان تحمیل حالات خراب کړي او دا د کندوز د امنیت په اړه د حکومت د نه جدیت ښودنه کوي.

د کندوز ولایتي شورا ویلي چې د دوی په باور په دغه ولایت کې په دوو مهمو عملیاتو کې د سیمو په تصفیه کولو کې د امنیتي ځواکونو د پاتې راتلو اصلي علت د قوماندانانو بې تفاوتي وه.

د کندوز د ولایتي شورا ريیس امرالدین ولي وویل«حاضردمه کندوز پارټیو او د نڅاوو بانډارونو ته اړتیا نه لري، دا ولایت د طالبانو په لاس کې دی، نو لطفاً په دې مسله کې یو څه جدي واوسئ.»

د کندوز د ولایتي شورا مرستیال توریالي کاکړ وویل«که لوړ چارواکي دا ویدیو وګوري باور به پرې ونه کړي.»

اریانا تلویزیون وايي چې دفاع وزارت دا ویدیو تایید کړه خو ویې ویل چې د ۱۲ کلونو پخوانۍ ده.

د دفاع وزارت مرستیال ویندوی محمد رادمنش وویل«پوره باوري یم چې دا ویدیو د ۱۲ کلونو پخوا ده. اوس ښاغلی موسوي زموږ تکړه قوماندان دی.»

2 thoughts on “په کندوز کې قوماندانو ته پر منسوبې ویدیو د ولایتي شورا غبرګون”
  1. رادمنش صاحب ! ستاسو ټول پخواني جهادي اوغیرجهادي قوماندانا ن اوس تکړه شوي دي داچې پرون یې څه نارواوې کړي دي مهمې نه دي.

  2. رادمنش صیب!
    هو اوس ډیرتکړه دي
    طالبانو پری ډز نوي کړی چه بیایی ساحه پری ایښی وي هههههه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *