تاند- د یوه راپور له مخې، طالبانو د افغانستان په شمال لوېدیځ کې له خلکو د پستو ځنګلونه ګرځولي او له دې درکه د کال ۱۵ ملیون ډالره ترلاسه کوي.
د انټرنشنل بیزنس ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د کُشک کهنه ولسوال سید محمد چشتي وايي، طالبانو په دې ولسوالي کې د پستې له دوو ځنګلونو څخه، چې شاوخوا ۳۲۰۰۰ هکتاره مځکه یې پوښلې ده، حاصل اخلي.
د انترنشنل بیزنس ټایمز د راپور پر اساس د سیمې کروندګر او عام خلک وايي چې طالبانو د ۲۰۱۶ په جولای کې له خلکو څخه دا ځنګلونه ونیول او د پستو حاصل یې ټول کړ.
ورځپاڼه وايي چې دې ته ورته کار طالبانو تېر کال په کندوز کې وروسته له دې وکړ چې دولتي حاکمیت په دغه ولایت کې کمزوری شو او د پستو ځنګلونه د طالبانو تر کنټرول لاندې راغلل.
شاوخوا ۴۰ کاله پخوا، مخکې تر دې چې افغانستان په جګړه کې ښکېل شي او تروریستي او یاغي ډلې پیدا شي، د افغانستان د خاورې څلور نیم لکه هکتاره د پستو طبیعي ځنګلونو تشکیلوله.
په تېرو ۱۲ کلونو کې د افغانستان حکومت یو لړ هلې خلې کړي چې د پستو باغونه او ځنګلونه بېرته احیا کړي.
د افغانستان حکومت د ۲۰۰۴ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ په ټول هیواد کې پر ۹۷۰۰ هکتاره مځکه د پستې ونې کېښودې چې ورڅخه د څلور ملیونه او دوه لکه ډالرو په ارزښت له ۵۰۰ تر ۱۵۰۰ ټنه پسته ترلاسه کېږي.
د هفینګټن پوسټ ورځپاڼې پر اساس، طالبانو په ۲۰۱۵ م کال شاوخوا ۵۰۰ ملیون ډالره بودجه لرله چې په نړۍ کې بله هیڅ تروریستي ډله دومره بودجه نه لري.
له طالبانو وروسته داعش یا اسلامي دولت تروریستي ډله د کال ۳۶۰ ملیون ډالره بودجه لري.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د ۲۰۱۵ م کال د نوومبر د اتمې نېټې د راپور پر اساس داعش یا اسلامي دولت ډله خپل اکثره عاید د تېلو له خرڅلاوه ترلاسه کوي.