افغانستان نوين څېړنيز مرکز تحقيقي غونډه
 افغانستان نوين څېړنيز مرکز د تحقيقي غونډو په دوام دا ځل ګاونډيو هيوادونو ته د بهيدونکو اوبو سالم مديريت په اړه غونډه وکړه.
افغانستان نوين څېړنيز مرکز دا ځلې خپله تحقيقي غونډه د یو شمېر را بل شویو مېلمنو په حضور کې ترسره کړه، د افغانستان نوې جبهې( جبهه نوين افغانستان) ريس او د ماليې  پخوانی ډاکتر انوارلحق احدي، د سياسي حزبونو استازي، يو شمېر قلموال او ليکوالان رابللي و.
په ياده تحقيقي غونډه کې د لوی افغانستان تحريک مشر جميل وقار،  د افغانستان یو شمېر والي صاحبانو، روڼ اندو  او د وزارتونو يو شمېر استازو حضور درلود.
د غونډې پيل دسپېڅلي کلام په مبارکو ايتونو سره وشو، چې  ورپسې د افغانستان نوين څېړنيز مرکز بنسټګر ډاکتر عبدالله هيواد راغليو مېلمنو ته ښه راغلاست ووايه.
ډاکتر صاحب د خپلو خبرو په يوه برخه کې وويل « افغانستان نوين څېړنيز مرکز چې موخه يې  ګاونډيو هيوادونو ته د بهېدونکو اوبو سالم مديریت دی او دغه روانې اوبه نه باید بې له کوم امتياز څخه  د ګاونډيو هيوادونو شاړي ځمکې ابادې کړي، افغان دولت باید د اوبو په بدل کې له ګاونډيو هيوادونو څخه امتیاز وغواړي.
همدارنګه نوموړي د ډيورنډ په فرضي کرښه هم خورا تفصيلي خبرې وکړې، چې هيڅ ډول قانوني حثيت نه لري او د ډيورنډ په نوم کومه معاهده له انګليستان سره لاسليک شوې نه ده، ځکه  چې  نه د خارجه چارو په وزارت او نه هم د انګليستان په ارشيف کې ددغه معاهدې کوم سند موجود دی، نو باید د ډيورنډ ستونزې د حل لپاره ملګري ملتونه او نړيواله ټولنه همدې ته وهڅوو، تر څو ډيورنډ کرښه چې هيڅ ډول قانوني حثيت نه لري، باید  د محکوم پښتونستان او محکوم بلوچستان د ازادۍ لپآره خپلې هڅې ګړندۍ کړو.
ډاکتر صاحب عبدالله هيواد د غونډې راغليو مېلمنو ته د خبرو پر مهال دا هم وويل، چې د اوبو سالم مديريت، د افغانستان پولو تر څنګ به د ښې حکومتولۍ په برخه کې هم خپلې هلې ځلې ګړندۍ کړي.
ورپسې استاد خیرالاحد غوري  ګاونډيو هيوادونو ته د روانو اوبو سالم مديريت په اړه خپل لکچر وړاندې کړ،  د نوموړي په خبره افغانستان يو زراعتي هيواد دی، خو  د پرېمانه اوبو په درلودلو سره، سره بیا هم له وچکالۍ سره مخ دی، نوموړي په خبره افغانستان 75 ميليار متر مکعب اوبه لري، چې له اتلس ميليارد متر مکعب اوبو څخه يې موږ استفاده کوو او پاتې څلورپنځوس ميليارده اوبه يې ضايع کېږي، افغان دولت باید  ګاونډيو هيوادونو  ته بې امتيازه اوبه ورنه کړي، ځکه چې زموږ ګاونډي هيوادونه د همدې اوبو له برکته اباد او سمسور دي، نوموړي په خبره افغان دولت باید د اوبو د ذخيره کولو  سالمه ستراټيژي ولري او د همدې ستراټيژي پر بنیاد دې ګاونډيو هيوادونو ته  اوبه ورکړي، تر څو يو څه امتياز د افغانستان دسوکالي لپاره وي.
د چابهار له بندر څخه د افغان دولت استفاده او افغان سوداګرو ته وړيا وېزې ورکول يې تر ټولو غوره  او اغېزمنه لار ده.
د بهرنيو چارو وزارت پخواني سلا کار ښاغلي عبدالوهاب ارین  او ځينو نورو مېلمنو خپل نظرونه څرګند او په ياده موضوع يې تفصيلي  بحث وکړل.
په وروستيو کې د افغانستان د نوې جبهې ریس او د ماليې پخواني وزیر ډاکتر انورالحق احدي خپلې ارزښتناکې خبرې وکړي، نوموړي په خبرو کې وويل، چې  په افغانستان کې دا لومړني ځل دی، چې  ګاونډيو هيوادونو ته د بهيدونکو اوبود سالم مديريت، ډيورنډ معضلې حل او د همدارنګه د ښې حکومتولۍ د پياوړې کولو په برخه کې ريسرچ او تحقیق ډېر ګټورکار دی، ډاکتر احدي په خپلو خبرو کې د افغانستان نوين څېړنيز مرکز د کارونو ستاينه وکړه او د لا بريا هيله يې ورته وکړه.
غونډه چې د غرمې په يوولس بجې پيل شوې وه، په دولس  او دېرشو دقيقو  يې پای وموند.
هېره دې نه وي، چې دغه غونډه د روان زېږديز کال د مارچ په څوارلسمه نېټه چې د کب میاشتې له څوارلسمې نېټې سره سمون خوري  د افغانستان نوين په دفتر کې جوړه شوې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *