ولسمشر محمد اشرف غني د پوليو پر محوې او د کانکور ازموينې پر شفافيت ټينګار وکړ

ولسمشر غني نن سهار د ملي توحيد په مرکز کې د ويډيويي کنفرانس له لارې د ۳۴ ولايتونو له واليانو سره په بشپړه توګه د پوليو پر محوې او د کانکور ازموينې د اخېستو په اړه خبرې وکړې.

لومړي په سياسي چارو کې د جمهوررئيس سلاکار او د پوليو په محوه کولو کې د جمهوررئيس ځانګړي استازي نجيب الله مجددي او د روغتيا وزير فيروز الدين فيروز په ټول هېواد کې د پوليو محوه کولو او د واکسيناسيون ملي پروسې په اړه راپور وړاندې کړ.

په دغه ويډيويي کنفرانس کې د روغتيا نړيوال سازمان (WHO) رئيس ډاکټر ريچارډ پيپر کارن د پوليو واکسين پر وخت او سراسري تطبيق خبرې وکړې او ټينګار يې وکړ ، چې د منظمو پلانونو پلي کېدل کولاي شي ، چې د پوليو ګواښ رفع کړي.

د دغې ناستې په بله برخه کې د لوړو زده‌کړو وزيرې فريده مومند د کانکور ازموينې د اخېستو د څرنګوالي او په دغه برخه کې د شويو اقداماتو په اړه مفصل راپور وړاندې کړ.

هغې وويل تېر کال په ټول هېواد کې د کانکور شفافه ازموينه واخېستل شوه او په هغه کې د کمزورتيا ټکي په نښه او غور پرې شويدی.

هغې زياته کړه، په نوي کال کې به د کانکور ازموينې په اخېستو کې له بايوميټريک سيستمه کار واخېستل شي چې شفافيت به ورسره زيات او د ګډون کوونکو باور به ترلاسه شي.

د حکومت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د لوړو زده‌کړو او روغتيا وزارتونو اقدامات او لاسته راوړنې وستايلې، وې ويل: د کانکور په ملي پروسه کې بايد د هيچا له خوا مداخله ونشي.

هغه په ټول هېواد کې د پوليو ويروس محوې ته په اشارې وويل، حکومت ژمن دي چې د پوليو واکسين د تطبيق برنامو په برخه کې په ټول هېواد کې زمينه برابره کړي.

اجرائيه رئيس زياته کړه، د هغو سيمو په اړه بايد کره څيړنه وشي چې د پوليو ويروس له ګواښ سره مخ دي همدا راز د دغه خطرناک ويروس د له منځه وړلو او د واکسين د تطبيق لپاره دې لازمې اسانتياوې رامنځته شي.

جمهوررئيس غني په خپلو خبرو کې د واليانو په تېره بيا د هغو واليانو هڅې وستايلې چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې د جنګ په مديريت کې ګډون لري.

جمهوررئيس غني وويل، چې د پوليو ويروس سره د مبارزې په خاطر دې اړوند وزيران د حکومت د اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله تر نظر لاندې منظمې ناستې جوړې کړي، تر څو له دغه ويروس سره د مبارزې غوره لارې ولټول شي.

هغه زياته کړه هغه ولسواليو کې چې د پوليو ګواښ احساسېږي بايد تشخيص او امنيتي ځواکونه دې د هغو امنيت ټينګ کړي.

د هېواد جمهوررئيس څرګنده کړه، زموږ همکاران د دې اجازه لري چې ګاونډيو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان سره همکاري وکړي، ځکه موږ نه غواړو صحت او تجارت سياسي شي، د پوليو ويروس سره مبارزه او د سوداګرۍ پراختيا د سيمې په ګټه ده.

هغه د کانکور په ازموينه کې د شفافيت له امله د لوړو زده‌کړو وزارت له اقداماتو مننه وکړه او له واليانو يې وغوښتل چې په کلکه دې د غير مسوولو افرادو د ‎مداخلې مخه ونيسي، که هر چا مداخله وکړه پر ضد به يې قانوني ګامونه پورته شي.

جمهوررئيس ټينګار وکړ، د ملي امنيت شورا به د لوړو زده‌کړو وزارت سره د کانکور ازموينې د امنيت په ټينګښت کې هراړخيزه همکاري وکړي.

هغه د کانکور په ازموينه کې د شفافيت تامين د هر والي او ټول حکومت لپاره لاسته راوړنه وبلله وې ويل، هر والي چې د کانکور ملي پروسه په سمه توګه مديريت کړه، تقدير به شي.

د هېواد جمهوررئيس په ټينګار سره وويل، واليان دې د پوهنتونونو او لوړو زده‌کړو په چارو کې مداخله نه کوي، علمي پروسې بايد له مداخلو خوندي وي.

د ياد ويډيوي کفنرانس د اوريدو لپاره په ننګرهار امنيې قواماندانۍ کې يو شمېر مسوولين ورټول شوي و ،چې پکې د ننګرهار امنيې قوماندان لوي پاسوال عبدالرحمن رحيمي ، د ولايت مقام د سکتوري او تخنيکي چارو رئيس احمد شاه سادات ، د ملي امنيت رياست مرستيال جميع الله نورستاني ، د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهندوي ببرک مياخيل، د ننګرهار عامې روغتيا رئيس ډاکټر نجيب الله کاموال ، د اطلاعات او فرهنګ رئيس اورنګ صميم ، د حج او اوقافو رئيس مولوي عبدالظاهر حقاني او پوهنې رئيس الله داد اسماعيلزي شتون درلود.

د ننګرهار ولايت د يادو بېلا بېلو ادارو مسوولينو په ذکر شويو برخو کې د اجراتو د ترسره کېدو ډاډ څرګند کړ.

د کوکنارو کښت د لمنځه وړلو،پولیو ضد واکسین کمپاین د ښه تطبیق او کانکور ازموینې د شفافیت په برخه کې ځانګړې لارښوونې وشوې.

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ادارو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه،ترڅو د کوکنارو کښت د لمنځه وړلو،پولیو ضد واکسین د تطبیق،کانکور ازموینې د شفافیت،غصب شوو ځمکو د تر لاسه کولو او نورو برخو کې د قانون د پلي کېدو او ستونزو د حل په موخه جدي اقدامات ترسره کړي .

د نوموړي په مشرۍ د کب په ۲۴مه د ولایت په مقام کې د ادارو د مسؤلینو په جوړه شوې غونډه کې ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل، کامې او ګوشتې ولسوالۍ ته یې د روانې اونۍ په اوږدو کې سفر درلود او د یادو ولسوالیو اوسیدونکو ورڅخه د سړکونو جوړونې،کانالونو،پاکو اوبو څآه ګانو کیندلو، د اوبو رسونې شبکو جوړولو، استنادي دیوالونو او نورو چارو کې د مرستې او همکارۍ غوښتنه کړې .

هغه د ټولګټو چارو رئیس ته سپارښتنه وکړه،چې د کامې او ګوشتې ولسوالیو ترمنځ غځیدلی سړک په پاخه او اساسي ډول جوړ کړي،همدا راز یې د عامې روغتیا رئیس ته دنده ورکړه،چې د ګوشتې ولسوالۍ روغتون پنځوس بستریز ته د لوړیدو په برخه کې اقدامات ترسره کړي .

ښاغلي منګل همدا راز د عامې روغتيا رئیس او اړوند مسئولينو ته د پوليو ضد واکسين د تطبیق ، پوهنتون رئيس او اړونده مسؤلینو ته د شفاف کانکور اخیستو زمینې برابرولو، نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رئیس او اړونده مسؤلینو ته یې د کوکنارو کښت د لمنځه وړلو په برخه کې د جدي اقداماتو لارښوونه وکړه .

نوموړي د ادارو مسئولينو ته لارښوونه وکړه، ترڅو د دوی ادارو اړوند غصب شوو ځمکو په اړه جوړ شوي کميسون ته معلومات ورکړي، تر څو د غصب شوو ځمکو د ژغورنې او غاصبینو سره د قانوني چلند ترسره کولو په برخه کې اجرائت ترسره شي .

ننګرهار والي د ټولګټو چارو رئيس ته د کامې ولسوالۍ د منظور شوو سړکونو د عملي چارو پيل کيدو او حج اوقافو رئیس ته په جلال اباد ښار کې د يوې نوې هديرې د ځمکې په ګوته کېدو سپارښتنه وکړه.

دغه راز ننګرهار والي د فوايد عامې رئیس ته لارښوونه وکړه، چې د کامې ولسوالۍ منظور شوو سړکونو د عملي چارو لپاره لازم اقدامات تر سره کړي.

د دغه غونډې په ترڅ کې پرېکړه وشوه،چې ګوشتې او کامې ولسوالیو کې د پروژو د تر سره کولو په موخه به ډیر ژر سکتوري ادارو مسؤلین یادو ولسوالیو ته سفر وکړي .

همدا راز د جلال اباد ښار د اوسیدونکو او ادارو مسؤلینو ته سپارښتنه وشوه،چې د اوبو رسونې ادارې د نلکو په وسیله د رسول شوو اوبو بیلونه یادې ادارې ته ورکړي .سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل خوښي وښوده،چې د مرکزي ادارې له لورې د ننګرهار لپاره د شل میګاواټه برېښنا د زیاتیدو په موخه یې دغه ولایت ته د همېشه بهار په نوم یو ترانسپرمر ورکړ،چې عملي چارې یې پیل شوې .

هغه هیله څرګنده کړه،چې د یاد ترانسپرمر د جوړیدو چارې به د را تلوونکو دوو میاشتو په موده کې بشپړي شي او د جلال اباد ښاریانو لپاره به شل میګاواټه برېښنا زیاته شي،چې له مخې به یې پرچاوۍ کې هم د پام وړ ګمښت راشي .

ننګرهار والي همدا راز د مرکزي ادارې څخه مننه وکړه،چې د ولایت مقام په وړاندیز یې د درونټې دوه توربینونو د بیا ترمیم کولو په موخه عملي سروې پيل کړه .

ښاغلي منګل وویل، د یادو توربینونو په ترمیم سره به د دورنټې برېښنا د نهو څخه دولس نیم میګاواټه ته لوړه شي،چې له مخې به د برېښنا په برخه کې ګڼ شمیر ستونزې نورې هم حل شي .

ننګرهار والي د برېښنا رئیس ته سپارښتنه وکړه،چې د برېښنا لګښت د پورونو په را ټولیدو کې ګړندیتوب ترسره کړي او په هره برخه کې به ولایت مقام ورسره همکاري وکړي .

ننگرهار والي‌ وایي د کوز کونړ ولسوالۍ په شادي خان سیمه کې سلګونه جریبه دولتي ځمکه د غاصبینو له منګولو ژغوري .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د کب په ۲۴مه د دغه ولایت په مقام کې د کوز کونړ ولسوالۍ قومي مشرانو سره ژمنه وکړه،چې د دوی نورو ستونزو د حل ترڅنګ به د یادې ولسوالۍ په شادي خان کلي کې سلګونه جریبه دولتي ځمکه د غاصبینو له منګولو وژغوري .

په دغه ناسته کې د کوز کونړ ولسوالۍ بېلابېلو قومي مشرانو ګډون کړی،چې په استازۍ قومي مشر ملک نوراغا ملکزي او ګڼ شمیر نورو ګډون کړی وو.

دوی د خپلو خبرو پر مهال وويل،د کوز کونړ ولسوالۍ اړوند د شادي خان کلي اوسيدونکو په حکومتي ځمکه کې د سیند تر غاړې یو مالچر درلود،چې د سیمې د دوو تنو له لورې یې ځمکه غصب او ځنګلات یې هم د لمنځه وړلو په حال کې دي.

د یادو مخورو په وینا د یادو ځنګلونو د لمنځه وړلو او مالچر ځمکو د غصب له امله د سیمې مالداران له ګڼو ستونزو سره مخ دي او همدا راز د یادو غصبینو له لورې پر غصب شوو ځمکو د نیالګیو کینولو لړۍ هم روان ده،چې د سیمې اوسیدونکو لپاره یاده چاره د منلو او زغم وړ نده .

دوی له ننګرهار والي څخه غوښتنه وکړه، چې د يادې دولتي دښتې او شاد خان کلي مالچر ځمکه دې له غاصبينو څخه خلاص او غاصبين دې د قانون منګولو ته وسپارل شي.

یادو مخورو همدا راز شکایت وکړ،چې د ښیوې ولسوالۍ د دوو خویندو له امله را منځته شوې قضیې اصلي عاملین ازاد خو یو بې ګناه قومي مشر ملک هاشم یې له امله د بند شپې تیروي او غوښتنه یې وکړه،چې د قضیې اصلي عاملین دې ونیول شوي او نیول شوی قومي مشر دې په ضمانت سره ازاد او کورنۍ ته وسپارل شي .

د ولایت د سکتوري خدمتونو کارپوه سبحان الله د ننګرهار والي په سپارښتنه د یادې ځمکې په اړه را ټول شوي معلومات شریک کړل او زیاته یې کړه،نیول شوي ځمکې ټولې دولتي دي او د څو تنو له لورې په زور سره نیول شوي،چې د ولسوالۍ مسؤلینو هم د یادې چارې د مخنیوي په برخه کې لازم اجرائت ندي کړي .

سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د کوز کونړ ولسوالۍ له قومي مشرانو مننه وکړه، چې د امنيت په تامين کې يې د حکومت سره همکاره او د دولتي ملکيتونو د ترلاسه کولو په موخه یې ولايتي ادارې سره همکاري کړې .

نوموړي د ولسونو څخه وغوښتل چې د غاصبینو له ملاتړ څخه لا هم ډډه وکړي او ډاډ یې ورکړ،چې د کونړ ولسوالۍ مسؤلینو ته به جدي سپارښتنه وکړي،چې د شاد خان کلي نیول شوي ځمکې او ځنګلونه د غاصبینو له منګولو وژغوري.

هغه همدا راز د ملک هاشم د قضیې د څېړلو ډاډ هم ورکړ،چې له مخې به یې قانوني اجرائت ترسره شي .

ننګرهار والي د افغان ترک لیسې د تدریسي بهیر څخه ستاینه وکړه .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د کب په ۲۴مه په دغه ولایت کې د افغان ترک لیسې مدیر او څو تنو ښوونکو سره د لیدنې پر مهال د یادې لیسې د تدریسي میتود او چاپیریال څخه ستاینه وکړه .

د دغه لیدنې پر مهال د افغان ترک لیسې مدیر او څو تنو ښوونکو د خپلو خبرو پر مهال وویل، د هېواد په کچه د افغان ترک لیسو زده کوونکو په نړیوالو سیالیو کې ۹ سوه مډالونه ګټلي،چې یواځې اتیا یې د ننګرهار زده کوونکو تر لاسه کړي.

دوی زیاته کړه،په وروستیو کې هڅې رواني دي،ترڅو د افغان ترک لیسې مدیرتي چارې په مستقل ډول یواځې د ترکيې هېواد مسؤلینو له لورې ترسره شي،چې په دغه چاره سره یادو لیسو ته په درسي برخه کې ستر زیانونه اوړي او په همدې برخه کې د سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ځآنګړې همکارۍ غوښتنه وکړه .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د خپلو خبرو پر مهال په افغانستان په ځآنګړي ډول په ننګرهار ولایت کې د افغان ترک لیسې تدریسي او نورو چارو څخه ستاینه وکړه .

نوموړي زیاته کړه، د ګڼ شمیر تهدیدونو سره،سره بیا هم افغان ترک لیسې په افغانستان کې فعاله ساتل شوي،زده کوونکو ته یې په ښه کیفیت روزنه ورکړې او له همدې امله به د اوسنیو ستونزو د حل په موخه ولسمشر او مرکزي ادارې سره خبرې اترې وکړي .

ننګرهار والي وویل،که د افغان ترک لیسو په اړه د ترکیه هېواد کوم تصمیم ولري،ښایي د افغانستان حکومت په کې ډیره مداخله ونکړای شي،خو د ستونزو د حل لپاره به لازم اقدامات ترسره شي .

په جلال اباد ښار کې د سرسبزۍ په موخه عملي چارې پيل شوې

د جلال اباد ښاروالۍ له لوري په دغه ښار کې د سرسبزۍ او بنسټيزو کارونو ترسره کولو په موخه د پاک او زرغون ښار پروژې عملي چارې پيل شوې.

ديادې پروژې دپيل په مراسمو کې ، چې د جلال اباد په عيدګاه جومات کې ترسره شول د جلال اباد ښاروال حميد الله افغان وويل، چېد دې پروژې اصلي موخه بې روزګاره ځوانانو ته د کار موندنه ده.

د افغان په خبره دغه پروژه به په دوه کاله کې ترسره شي، چې هره ورځ به له پنځه سوه نيولې تر پنځه نيم سوه ځوانانو ته کاري زمينه برابريږي.

جلال اباد ښاروال زياته کړه، دغه پروژه د يوسايډ په مالي مرسته او د يو اين هبيتات موسسې په تخنيکي همکارۍ پلې کيږي .

نوموړي وويل، چې په دغه پروژه کې د جلال اباد ښار د واټونو ښکلا، د کټارو لږول، د سړکونو ترميم او جوړول، د ښځو لپاره د يو ځانګړي پارک رامنځته کول او يو شمېر نورې زيربنايي پروژې شاملې دي.

ده زياته کړه، چې د پروژې په يوه برخه ۸ لکه ډالر او دغه راز په دويمه برخه يې څلور لکه او ۹۰ زره ډالر لګښت راځي.

د دغې پروژې په پرانیسته کې د ښار جوړونې او کار او ټولنيزو چارو ريسانو، د ننګرهار د ولايتي شورا غړي اسرار الله مراد، د ګذر وکيلانو او د جلال اباد ښاروالۍ مشورتي شورا منشي هم خبرې وکړې او دغه پروژه يې د ښار د سرسبزۍ ترڅنګ، د کارموندنې لپاره ګټوره ياده کړه.

د ننګرهار عدليې رياست وايي :په مرکز او ولسواليو کې به دحقوقومديريتونو له کارونو ارزونه وکړي.

د ننګرهار د عدليې ريئس مستوخان هلال وايي، چې دنافذه قانون دتطبيق او دحقوقي ستونزو حل ورته تر هرڅه لومړيتوب لري، چې په همدې موخه يې سره رود ولسوالۍ ته سفر وکړ او د چارواکو سربېره يې دعلماو او قومي مشرانو سره ګډه ناسته وکړه.

هلال په دغه برخه کې د ولسوالۍ له مسؤلينو ،ديني عالمانو او قومي مشرانو وغوښتل چې د حقوقو مديريت سره همکاري وکړي،څودحقوقي پېښو زيانمنوونکو ستونزې پرخت حل شي.

په همدې حال کې دولسونو په استازولۍ قومي مشر محمدانور اکرام ديادې ولسوالۍ له حقوقو مديريته خوښي وښوده ،چې په وينايې ټولې حقوقي ستونزې يې دعلماو او قومي مشرانو په همکارۍ او مشورو حل کړي دي .

ده ډاډ څرګند کړ چې ديادې ولسوالۍ ټول وګړي دقانون تابع دي او په تطبيق کې يې هم له سيمه ييزې ادارې سره همکاره دي.

دسره رود ولسوال سيدعلي اکبر سادات بيا په اداره کې دهمغږۍ په شتون ټينګار وکړ او زياته يې کړه، چې د سره رود ولسوالۍ اړوند ټولې څانګې ښه همغږي لري چې له امله يې دوسيې پروخت بشپړېږي.

په ننګرهار کې له څوارلس سوه اويا کورنيو سره د نغدي مرستې ترڅنګ د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.

دا په ننګرهار کې په يو ځلي توګه ګڼې را ستنې شوې کورنۍ دي،چې د کډوالو چارو رياست په هلو ځلو ورته په يوه ورځ د نغدي مرستې ترڅنګ د خوراکي او غيرخوراکي توکو مرسته ترسره کېږي.

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمدګلاب منګل چې په شيرزي لوبغالي کې مومندرې ولسوالۍ ته راستنوشوو کورنيو سره نغدي مرسته ويشله ،راستنو شوو بې کوره کورنيو ته د ښارګوټو له جوړولو خبر ورکړ.

منګل وويل:د ډي.آر.سي موسسې په مالي همکارۍ دوه سوه اووه څلوېښت کورنيو سره مالي مرسته ترسره شوه ،چې هرې کورنۍ ته شل ، شل زره افغانۍ نغدې ورکړل شوې

نوموړي وويل:له دغو کورنيو يې له پنځلسو سره چې سرپنايې نه لرله د خېمو او د کور د ځینو نورو توکو مرسته هم ترسره شوه.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رياست مالي او اداري مدير عوض خان وويل: د راستنو شوو د بهير په ترڅ کې له څوارلس سوه اويا کورنيو سره چې د جلال اباد ښار سربېره په سره رود،بهسودو،روداتو ،کامې او خوږياڼو ولسواليو کې مېشتې شوي د ډي.آر.سي او ډبليو.ايف.پي له لوري ورسره د نغدي مرستې ترڅنګ د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.

ده وويل:له پاتې دولس سوه ديرش کورنيو سره د ډبليو،ايف،پي له لوري د خوراکي توکو ترڅنګ هرې کورنۍ سره د شپږ زره افغانيو نغدي مرسته هم ترسره شوه.

ننګرهار والي د روداتو ولسوالۍ د بړو سيمې اوسيدونکو ستونزې د حل په موخه واوريدې

سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د کب په ۲۴مه جلال اباد شاهي مانۍ کې د روداتو ولسوالۍ اړوند د بړو سيمې قومي مشرانو ستونزې د حل په موخه واوريدې او په حل کې يې ډاډ ورکړ.

په دغه غونډه کې د روداتو ولسوال حضرت خان خاکسار د غازي امان الله خان ښارګوټي ستونزه بيان کړه.

نوموړي وويل، چې په ياد ښارګوټي کې د بړو خلک نجيب ظراف سره د هوکړې له مخې ابادي پيل کړې، چې د نجيب ظراف استازو يې د کار مخه نيولې.

د بړو قومي مشرانو په استازۍ قاري يوسف وويل، چې د غازي امان الله ښارګوټي د جوړېدو هوکړه د بړو سيمې خلکو، هزار بز او نجيب ظراف ترمنځ شويده، چې پنځه فيزه لري او د هر قوم پکې خپله برخه د شرعي وثيقې له مخې معلومه ده.

نوموړي وويل، چې نجيب ظراف او هزار بز مشران د پخوانۍ پريکړې څخه سر غړونه کوي او په نقشه کې لاسوهنه کوي.

قومي مشرانو له ننګرهار والي څخه وغوښتل، چې نجيب ظراف سره يې د بړو د سيمې د نومرو ستونزه د نقشې له مخې حل کړي.

د نجيب ظراف استازو وويل، چې دوی د شپږ زره پنځه سوه جريبه ځمکې پیسې حکومت ته تحويل کړي او همدا راز د بړو سيمې خلکو هم د خپلو نومرو پیسې ورکړيدي.

نوموړو زياته کړه، چې دوی دې ته حاضر دي د نقشې مطابق د بړو خلکو ته خپلې نومرې په واک کې ورکړي.

سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل، چې کوم تعهد د نجيب ظراف، هزرا بز او بړو خلکو ترمنځ د شرعي وثيقې له مخې شوی پکار ده، چې د نقشې مطابق د شوې هوکړې له مخې نقشه تطبيق شي.

نوموړي ډاډ څرګند کړ، چې شته نقشې په اړه به ښار جوړونې رياست ته لاښوونه وکړي، چې د نقشې د تعديل په اړه معلومات ولايت مقام ته ورکړي.

ده د نجيب ظراف استازو ته لاښوونه وکړه، چې راتلونکي مجلس ته نجيب ظراف، هزار بز او قومي مشران حاضر کړي ترڅو يې ستونزه وڅيړل شي او په حل کې يې وروستي اجرائت تر سره شي.

ننګرهار والي د بړو سيمې خلکو څخه وغوښتل، چې په ياده سيمه کې نوې ابادي ونه کړي ترڅو چې یاده ستونزه په قانوني ډول حل شي.

والي د روداتو ولسوال ته لارښوونه وکړه، چې په روداتو ولسوالۍ کې د غصب مخنيوي ترڅنګ د غازي امان الله خان په ښارګوټي کې د نوې ابادۍ مخه ونيسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *