تاند- د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د جنوبي اسیا د فوټبال په سیالیو کې نیمه پایلوبې ته ووت.
د افغانستان ټیم نن له مالدیپ سره مخامخ شو خو هیڅ لوبډله ونه توانېده چې ګول ووهي.
افغانستان، چې غوښتل یې د لومړي ټیم په توګه بل پړاو ته بریالی شي، د مالدیپ پر ټیم څو حملې وکړې خو بریالی نه شو. په دې توګه مالدیپ چې په تېرو دوو سیالیو کې یې ۱۸ ګولونه وهلي ول، د ګولونو د شمېر د زیاتوالي په حساب له بي ګروپ څخه د لومړي ټیم په توګه نیمه پایلوبې ته بریالی شو. د دواړو ټیمونو امتیازونه اووه – اووه دي.
افغانستان به په نیمه پایلوبه کې، چې له خپل ګروپ څخه یې د دوهم ټیم په توګه نیمه پایلوبې ته لاره کړې، د اې ګروپ له لومړي ټیم سره مخامخ شي. افغانستان به په نیمه پایلوبه کې له نیپال سره، چې د اې ګروپ د لومړی ټیم په توګه نیمه پایلوبې ته وتلی دی، مخامخ شي خو مالدیپ به له هند سره مخامخ شي چې له اې ګروپه د دوهم ټیم په توګه نیمه پایلوبې ته بریالی شوی دی.
نن په بله مسابقه کې سریلانکا بوټان ته پنځه پر دوه ماتې ورکړه.