د ټولو ادارو رئيسان دې د خپلو بشپړ شوو پروژو او د نوو پروژو پروپوزلونه اقتصاد رياست ته وسپاري

سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د کب په ۲۵مه ولايت مقام کې د ولايتي پرمختيايي کمېټې غونډه کې د ادارو رئیسانو ته لارښوونه وکړه، چې د بشپړو شوو پروژو معلومات او د ۱۳۹۷ کال د نوو پروژو پروپوزلونه اقتصاد رياست ته وسپاري.

په دغه غونډه کې د ولايتي شورا غړي ډاکتر ناصر کاموال، د ولايت سکتوري ادارو رئیسانو، نړيوالو موسساتو مسئولينو او د انجوګانو استازو برخه لرله.

سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د اقتصاد رئيس څخه مننه وکړه، چې د ۱۳۹۶ او ۹۷ کال پراختيايي پلان په اړه يې معلومات وړاندې کړل او د موسساتو د لا همغږۍ لپاره يې هڅې پيل کړيدي.

نوموړي د دې ولايت د ټولو ادارو مسئولینو ته سپارښتنه وکړه، چې د بشپړو شوو او نيمګړو پروژو معلومات او د ۱۳۹۷ کال د پرمختيايي پروژو پروپوزلونه اقتصاد رياست ته وسپاري.

ده پر موسساتو او انجوګانو غږ وکړ، چې د قانون له مخې د اقتصاد رياست سره خپلې ادارې ثبت کړي.

والي د سکتوري ادارو رئیسانو ته لارښوونه وکړه، چې پنځلس ورځنۍ ناستې ترسره او د پروژو معلومات PDC مجلس ته رسماً وړاندې کړي.

ننګرهار والي سکتوري ادارو رئیسانو او د نړيوالو ادارو موسساتو او مسئولينو ته لارښوونه وکړه، چې د نورو ولسواليو ترڅنګ ګوشتې او کامه کې د پوهنې، پاکو اوبو، استنادي ديوالونو او روغتيا برخه کې پروژې پيل کړي.

د ولايتي شورا غړي ډاکتر ناصر کاموال د اقتصاد رئيس کړنې وستايلې، چې د دې ولايت د پرمختيايي برخه کې يې منظم پلانونه جوړ کړيدي او همدا راز يې د غير راجستر مؤسساتو د ثبت او نظارت په برخه کې يې هڅې پيل کړي.

کاموال د اطلاعاتو او کتلور پر رياست نیوکه وکړه، چې د قراردادونو په اعلاناتو کې فساد ته زمينه برابروي بايد د قراردادونو په اعلان کې له شفافيت څخه کار واخيستل شي.

نوموړي له ننګرهار والي څخه وغوښتل، چې قراردادونو اعلاناتو کې د شفافيت رامنځته کولو په موخه دې اړونده ادارو ترڅنګ د اطلاعاتو کلتور رياست لارښوونه وکړي ترڅو د فساد مخه ونيول شي.

د اقتصاد رئیس او د ولايتي پرمختيايي کمېټې غونډې سکرتر افغانمل د اقتصاد رياست د شپږو میاشتو لاسته راوړنو او د کارونو پر وړاندې د عمده ننګونو په اړه معلومات د غونډې برخوالو ته وړندې کړل.

نوموړي د ۱۳۹۷ مالي کال ولايتي پرمختيايي پلان جوړونې بهير او وړانديز شوو پروژو په هکله هم د غونډې برخوالو ته معلومات وړاندې کړل.

ده وويل، چې د ۱۳۹۷ کال د پرمختيايي پلان جوړونې کې ۱۱۰ پروژې وړانديز شوي، چې ټوله بودیجه پنځه څلويشت میليونه افغانۍ ټاکل شويده.

د اقصتاد رئیس وويل، چې ۱۲۹۶ کال کې ننګرهار ته ۶۹ ميليونه ډالر اختياري او غير اختياري بوديجه ورکړل شوې وه، چې ډيرې پروژې يې نيمګې پاتې او دغه بوديجه راتلونکي کال ته انتقال شوه.

نوموړي د دوست هېواد هندوستان د وړو پروژو په اړه هم معلومات وړاندې کړل او زياته کړه، چې د دې ولايت څخه اتلس پروژې هندوستان سفارت ته وړانديز شوې وې، چې ونه منل شوې.

ده وويل، چې هندوستان هېواد مسئولين وايي، چې د هندوستان د پخوانۍ سل ميليونه ډالر شوې مرستې څخه تر دې مهال څوارلس ميليونه مصرف شوی او نورې پاتي؛ نو له همدې امله نوې مرسته ونه شوه.

هغه وويل، چې په ننګرهار کې ۱۳۰ انجوګانې شتون لري، چې يو شمېر يې دوی سره راجستر دي چې دوی ته يې د خپلو کړنو معلومات ورکړيدي.

ده وويل، چې يو شمېر موسسات دي، چې اقتصاد رياست سره ثبت ندي او په خپل سر فعاليتونه تر سره کوي چې ولايتي اداره يې له ستونزو سره مخ کړېده.

دغه راز د ولايتي پرمختيايي مياشتنۍ غونډه کې د بېلابېلو موسساتو او سکتوري ادارو مسئولینو په خپل وار سره معلومات او د کړنو پر وړاندې خنډونه بيان کړل.

د امنیت د تامین په موخه په نا امنو سیمو کې د رغنیزو پروژو د ترسره کولو هڅې ترسره کیږي.

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د کب په ۲۵مه د دغه ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ شورا غړو سره د لیدنې پر مهال وویل، هڅه کوي،ترڅو د امنیت د تامین په موخه په هغو سیمو کې رغنیزې او نورې پروژې پلي کړي،چې اوس مهال په کې امنیتی ستونزې شتون لري .

د خوږیاڼو ولسوالۍ د شورا مشر حاجي ظهور خان او غړو یې د خپلو خبرو پر مهال په یاده ولسوالۍ کې د امنیتي ننګونو د شریکولو ترڅنګ د ستونزو د حل په برخه کې یو شمیر وړاندیزونه هم وکړل .

دوی همدا راز د پوهنې،بیارغونې او یو شمیر نورو برخو کې هم په یاده ولسوالۍ کې د چارو د ترسره کولو غوښتنې وکړې .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د یادو مشرانو څخه مننه وکړه،چې د خوږیاڼي قوم د یوالې په موخه یې شورا جوړه کړې او له دوی څخه یې وغوښتل چې په یاده شورا کې د خوږیاڼو ولسوالۍ ټولو قومونو ته د اتفاق په موخه ځآی ورکړي.

هغه زیاته کړه،هڅه کوي،ترڅو د قومي مشرانو په همکارۍ په هغو ولسوالیو کې رغنیزې او نورې چارې ترسره کړي،چې اوس مهال یې ځینې برخې له امنیتي ننګونو سره مخ دي .

ننګرهار والي وویل،له یادې چارې څخه موخه نا امنو سیمو ته د امنیت تامین او د ثبات رامنځته کول دي او دغه چاره د قومي مشرانو په همکارۍ ترسره کیږي .

د اهل هنودو لپاره د ځانګړي ښوونځي د ودانۍ او سلطانپور چینې د احاطې جوړولو چارې پیل کیږي .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د کب په ۲۵مه د دغه ولایت د اهل هنودو مشرانو سره د لیدنې پر مهال له دوی څخه مننه وکړه،چې د وروستیو پېښو له امله یې خپله مذهبي ورځ ونه نمانځله .

نوموړي زیاته کړه، د کلیو پراختیا او بیارغونې ادارې ته یې دنده ورکړې،ترڅو د سره رود ولسوالۍ په مربوطاتو د سلطانپور چینې څخه د احاطې جوړولو چارې پيل کړي،چې د سروې چارې بشپړي شوي او تر ډیزاین وروسته به یې عملي چارې پيل کړي .

هغه وویل، د پوهنې ادارې ته یې دنده ورکړې وه،ترڅو د اهل هنودو لپاره د ځآنګړي ښوونځي ودانۍ او احاطه جوړه کړي،چې د هلو ځلو په ترڅ کې د یاد ښوونځي لپاره د ودانۍ جوړول منظور شوي او ډیر ژر به يې د مراحلو له طی کیدو وروسته عملي چارې پیل شي .

ننګرهار والي د اهل هنود هېوادوالو دغه مشرانو ته د ځمکو اړوند ستونزې او جنایي موضوعاتو په حل کې د مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ .

د اهل هنودو مشر میرسنګهـ خوږیاڼي د سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل څخه مننه وکړه،چې په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د دوی د غصب شوې ځمکې د ژغورلو،د یو تن قاتل قضیې د لا څېړنې،ښوونځي د ودانۍ جوړولو او سلطانپور چینې څخه د احاطې جوړولو په برخه کې له دوی سره مرسته او همکاري کوي .

د ګوجرو قوم د پوهنې،کډوالو او هدیرې په برخه کې شته ستونزې له مسؤلینو سره د حل په موخه شریکې شوې .

څو ورځې وړاندې سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ګوجرو قوم مخورو سره ناسته درلوده،چې په ترڅ کې ورسره د یاد قوم د مسؤلینو له لورې د پوهنې، کډوالو،کرنې او هدیرې په برخه کې ستونزې شریکې شوې،چې ننګرهار والي له لورې ورته د ستونزو د حل ډاډ ورکړل شو.

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د یادو ستونزو د حل په موخه د ولایت مقام د چارو د تعقیب په غونډه کې د ګوجرو قومي شورا مشر حضرت الرحمن ګوجر، د پوهنې،کډوالو، حج او اوقافو او ښاروالۍ ادارو مسؤلین وربللي و،چې په ترڅ کې په بېلابېلو برخو کې ستونزو ته د حل لازمې لارې وموندل شوې .

نوموړي د پوهنې رئيس ته سپارښتنه وکړه،چې د ګوجرو قوم لپاره ژر تر ژره ابتدایه ښوونځی جوړ کړي،همدا راز یې د کډوالو رئیس ته سپارښتنه وکړه،ترڅو له کډوالۍ را ستانه شوو ګوجر کورنیو سره د قانون له مخې د مرستو زمینه برابره کړي .

د پوهنې رئيس ژمنه وکړه،چې د راتلوونکې اونۍ په ترڅ کې به د ګوجرو قوم لپاره د درې ټولګیو کلیوالي ښوونځی جوړ کړي او ټولو سهولتونه به هم ورته برابر کړي.

د کډوالو رئیس ډاډ ورکړ،چې له کډوالۍ را ستانه شوو کورنیو سره به د قانون له مخې د مرستو زمینه برابره کړي او همدا راز به ورته د استوګنې په موخه د نمرو د ورکړې په برخه کې هم مرسته وکړي .

د حج او اوقافو رئیس او د ښاروالۍ مرستیال وویل،چې په جلال اباد ښار کې د هدیرې لپاره د ځمکې ټاکلو چارې وروستۍ کیږي او د جلال اباد ښار د ښاریانو ترڅنګ به ګوجر قوم هم په کې خپل مړي دفن کړي .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د یادو مسؤلینو څخه مننه وکړه او د ګوجرو قوم د شورا مشر حضرت الرحمن ګوجر ته یې دنده ورکړه،چې له اړونده مسؤلینو سره خپل موضوعات تعقیب او د ستونزو پر مهال له ولایت مقام څخه همکاري تر لاسه کړي .

ننګرهار والي د شینوارو د خیرښیګڼې شورا غړو ستونزې د حل په موخه واوریدې .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د کب په ۲۵مه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د محمد اصف شینواري په مشرۍ د شینوارو د خیرښیګڼې شورا د غړو ستونزې او د شورا موخې واوریدې .

د شینوارو د خیرښیګڼې شورا مشر محمد اصف شینواري او د شورا مرستیال ډاکټرمحمد حنیف وویل، چې د شورا له جوړیدو څخه یې موخه د شینوارو په ولسوالیو کې ځوانانو ته عامه پوهاوی ترسره کول او دوی پوهنیزو او ټولنیزو چارو کې ګډون کولو ته هڅول دي .

دوی زیاته کړه،د شینوارو د ولسونو او حکومت ترمنځ د اړیکو پياوړي کولو او د شینوارو ولسونو د ستونزو ښکاره کولو په موخه یې د شینوارو د خیرښیګڼې په نوم اخبار هم چاپ کړی، چې د لوستلو په موخه یې مسؤلینو او ولسونو ته رسوي .

دوی د شینوارو ولسوالیو د امنیت تامین په موخه د ولایت مقام د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه او همدا راز یې د غني خیلو په روغتون کې د روږدو کسانو د درملنې په موخه د شل بستریز روغتون د جوړیدو وړاندیز وکړ.

د شینوارو د شورا یادو مسؤلینو وویل، چې د یادو ولسوالیو یتیمو،بې وزله او جګړه ځپلو کوچنیانو ته دې ځانګړی ښوونځی جوړ شي،چې لیله هم ولري .

دوی غوښتنه وکړه،چې د شینوارو د امنیت د لا تامین په موخه دې د ملي اردو ځانګړی کنډک په دنده وګمارل شي .

په راتلوونکو ټآکنو کې د نفوسو په شمیر شینوارو ولسوالۍ ته حوزې ځانګړي کول، د شینوارو بې ځایه شوو کورنیو سره په شفاف ډول مرستې ترسره کول او په حکومتي بستونو د شینوارو وړ کسانو ګمارنه د شینوارو ولسوالیو د یادو مخورو نورې غوښتنې وې،چې ننګرهار والي سره یې د حل په موخه شريکې کړې .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل خوښي وښوده،چې د شینوارو د خیرښیګڼې شورا له هر ډول سیاسي او نورو حرکتونو څخه پاکه ده او یواځې د ولسونو د ستونزو د حل او حکومت سره یې د نږدیوالې په موخه کار کوي .

نوموړي ډاډ ورکړ،چې د شینوارو ولسوالیو په ګډون به د دغه ولایت ټولو ولسوالیو کې په متوازن ټول پرمختیایي او نورې چارې ترسره کړي .

ننګرهار والي ژمنه وکړه،چې شریکې شوې ستونزې به د سهارنیو او نورو غونډو له لارې تعقیب کړي او د حل لازمې لارې چارې به ورته ومومي .

د مبارکۍ پيغام

د افغانستان او ایرلینډ هېوادونو ترمنځ د کرکټ د یوه ورځنیو لوبو په لړۍ کې د لومړۍ لوبې د بریا له امله د ګران هېواد افغانستان د کرکټ ملي اتلانو،کرکټ بورډ ادارې، کرکټ مینوالو او ټولو افغانانو ته مبارکي وایم .

د الله ج درباره شکر ادا کوم،چې په هېواد کې د کرکټ په بریاوو سره مو پرلپسې هېوادوالو ته د مبارکۍ او نړیوالو ته د خپلو قهرمانیو څرګندونې وکړې .

په دې هیله چې افغانستان په راتلوونکو سیالیو کې هم د ښو لوبو په ترسره کولو سره نورې بریاوې تر لاسه کړي .

یو ځل بیا مو ستره بریا مبارک شه !

درنښت

محمد ګلاب منګل

په قبایلو او سرحدونو چارو کې د ولسمشر سلاکار او ننګرهار والي

هينو موټر کې چاودونکي توکي ونيول شول

د ننګرهار ولايت روداتو ولسوالۍ اړوند ګردي کڅ سيمه کې په يوې هينو ډوله موټر کې، چې شګه يې بار کړې وه په ډېر مهارت سره پکې چاودونکي توکي ځای پر ځای شوي و پوليسو له يو تن موټر چلوونکي سره يو ځای ونيول .

د معلوماتو له مخې په ياد موټر کې يو سل اته بنډله سانیه سوز لاين او څلور زره درې سوه د بمونو پټاقۍ ځای پر ځای شوې وې او غوښتل يې، چې پلازمېنې کابل ته يې وليږدوي.

له نيول شوي موټر چلونکي څخه نورې پوښتنې روانې دي.

په ننګرهارکې د مثب بدلون علمي مرکز څلور سوه د دولسم ټولګيو فارغانوته په وړيا توګه د کانکور چمتووالي پروګرام پيل کړ

په ننګرهار کې د مثبت بدلون ټولنې علمي مرکز څلورسوه د دولسم ټولګيو فارغانو ته چې دوه سوه پکې انجونې دي په وړياتوګه د کانکور چمتوالي پروګرام پيل کړ.

د مثبت بدلون ټولنې مشر عبدالبصير سباوون وويل، چې د کانکور چمتووالي پروګرام لپاره يې پنځه زره جلده کتابونه د يو شمير با احساسه او علم پروره اشخاصو په مالي همکارۍ چاپ کړي، چې زده کوونکو ته به په وړيا ډول ورکړل شي .

د نوموړي په وينا د کانکور چمتووالي پروګرام په اوونۍ کې درې ورځې د هلکانو او درې ورځې د انجونو لپاره ځانګړی شوی، چې د پنځوس تنو مسلکي استادانو له لوري تدريس ورکول کيږي.

سباوون زياته کړه، چې د تدريس په بهير کې به له زده کوونکو د کانکور ازمايښتي ازموينه هم اخيستل کيږي، چې پرمټ به يې زده کوونکي د زده کړې ترڅنګ د کانکور ازموينې په تخنيکي اړخ وپوهيږي .

د ننګرها رپوهنې ريس الله داد اسماعيلزي د مثبت بدلون ټولنې مشر څخه مننه وکړه ، چې د ملي احساس له مخې يې سلګونه بې وزله زده کوونکو ته د وړيا زده کړې زمينه برابره کړيده .

اسماعيلزي له زده کوونکو غوښتنه وکړه ، چې د کانکورچمتووالي پروګرام کې په پوره ليوالتيا سره ګډون وکړي .

د يادونې ده ، چې تردې وړاندې هم د مثبت بدلون ټولنې علمي مرکز په بيلابيلو برخو کې سلګونه هغه ځوانان ، چې د اقتصادي ستونزو له امله يې زده کړې نه شوې کولای په وړياتوګه روزلي او ټولنې ته يې د خدمت په موخه وړاندي کړيدي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *