تاند- د یوې ښځې، چې په الوتکه کې د استرالیا له پلازمېنې ملبرن څخه د چین پلازمېنې پیکینګ ته روانه وه، هیډفون وچاودېده او مخ یې وسوځېد.

له دې پېښې وروسته د استرالیا حکومت هوايي شرکتونو ته خبرداری ورکړ چې په الوتکو کې د هغو الو د کارولو مخه ونیسي چې په بېټرۍ چلېږي.

د الوتکې سپرلیو وویل، دې ښځې، په داسي حال کې چې ظاهراً ویده وه، د هیډفون له لارې سندرې اورېدې، چې ناببره درز شو.

ښځې هیډفون وغورځاوه خو د مخ یوه خوا یې تکه توره شوې وه.

د الوتکې عملې پر هیډفون، چې د الوتکې پر فرش غورځول شوی و، اوبه توی کړې چې اور بل نه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *