افغانستان نوين څېړنيز مرکز
مطبوعاتي دفتر
نېټه: ۱۳۹۵ـ۱۲ـ۲۵
۲۰۱۷-۳-۱۵
دا ژوندون دی دوه ورځې
خلاص به شي او تیر به شي
دا غني به خاورې شي
ورک به شي او هیر به شي
خلاص به شي او تیر به شي
دا غني به خاورې شي
ورک به شي او هیر به شي
نن د اروښاد عبدالغني خان د مړينې يو ويشتم تلين دی، نوموړي خپل ټول ژوند د ازادۍ داعيې ته وقف کړی و، د خپل پلار لاره يې تعقيب کړه، زندان ته لاړ، د پرنګي اشغالګرو پر ضد يې مبارزه وکړه.
د اورښاد عبدالغني خان فکر اولاره د ازادۍ او عدالت پر بنیاد ولاړه وه، ځکه خو يې د خپل ولس د راويښولو او بیدارولو لپاره هلې ځلې کولې.
اروښاد غني خان د عبدالغفار خان بابا زوی چې په ۱۹۱۴ زيږديز کال د هشنغر په سیمه کې زېږېدلی و.
که څه هم د غني خان په شاعرۍ کلونه اوښتي دي، خو د ابپوهانو په نظر پښتو معاصر ادب کې د غني خان د ايډیال او شاعرۍ ساری ډېر کم ليدل کېږي.
خدای بښلی عبدالغني خان په ۱۹۹۶ زېږديز کال د مارچ میاشتې په پنځلسمه نېټه له فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
الله ج دې اروښاد غني خان روح ارامه کړي، چې د پښتوژبې ادب لپاره يې شهکار کړی دی او همدارنګه يې د ازادۍ او ولس راويښولو لپاره اغېزمنې هڅې کړې دي.
افغانستان نوين څېړنيز مرکز
مطبوعاتي دفتر
کابل/ وزير اکبرخان