د ويړې نړۍ له ويړولو راهيسې تراوسه هېچا هم د پوهې غندنه نه ده کړې او هېڅوک هم دا نه مني چې دی نه پوهېږي. ځکه د نه پوهېدلو حالت انسان له انسانيته لرې کوي نو هېڅ انسان هم دا نه شي منلی چې دی انسان نه دی. د ښار پوره لېونی چې ځان په هوښيارانو کې حسابوي نو زموږ د کلي نيمه لېونی نيمه لېونتوب څنګه ومني؟ له لېونيانو که تر روغو ورتېر شو نو بالکل هم د پوهې په دعوه کې لېوني شوي دي.
د دې خبرې لامل ښايي دا وي چې پوهه د انسان عزت او شرافت زياتوي. يعنې شرافت او عزت د پوهې په اندازه دی. څوک چې څومره پوی وي همدومره د عزت وړ وي. بله وجه يې دا هم ده چې پوهه د شهرت اصلي لامل دی. يو داسې لامل چې له شهرت سره جوختې په زرګونو اسانتياوې انسان ته برابروي. بس هرڅوک دا غواړي چې نړۍ يې وپېژني، عزت يې وشي او په هرځای کې يې کار اسان شي. په دې برخه کې انسان تېروځي هم. ابليس د ډېرې پوهې د ترلاسه کولو وروسته ځان ته داسې نسبت وکړو چې ګني سل سلنه پوی دی نو ستره تېروتنه يې وکړه. ان تر دې چې د ده پيدا کوونکی او ده ته د پوهې ورکوونکی يعنې خدای(ج) يېهم ناپوه وګڼلو! د خدای(ج) پر کړنو يې نيوکې وکړې! له خدای(ج) سره يې دلايل پيل کړل چې « زه له اوره او دی (انسان) له خاورې پيدا دی.» اور پاک، لطيف جسم دی او خاوره تر پښو لاندې په ټيټه درجه کې ده نو دا کوم عقل دی چې انسان ته سجده وکړم؟
ځينې کسان داسې شته چې د دين په شمول هرڅه د ابليس غوندې په خپله پوهه ثابتول غواړي! مګر دې ته يې پام نه دی چې د رالېږل شوي پاک او صاف دين په هره برخه کې بشپړ د پوهې داخلول د شيطان کار دی!
پوهه د الله تعالی يو غوره ذاتي صفت دی. له دې صفته يې چاته ډېره او چاته کمه برخه ورکړې. الله تعالی د پوهو او ناپوهو په اړه پوښتلي چې دوی سره برابر دي؟ بيا يې ويلي چې نه، نه دي برابر!
ما تراوسه ډېر کم کسان وليدل چې ځان په واقعي ډول ناپوه ورته برېښېدلی او دا يې منلي چې دی نه پوهېږي.
هرڅوک وايي چې دی که افلاطون نه دی نو ډېر خو ترې کم هم نه دی! او هرڅوک وايي چې سترګې، پوزه، غوږونه او دماغ لرم نو څنګه نه پوهېږم! خو راځی چې د يو څو پوښتنو په مطرح کولو سره په ځانونو، ځايونو او څيزونو کې پوهه وګورو!
ايا پوهه دا ده چې ځان له نورو پورته وګڼو؟ ايا پوهه دا ده چې د خپلې پوهې د ثابتولو لپاره د نورو په عيبونو پسې ذربيني سترګۍ واچوو؟ ايا پوهه يواځې د زده کړې په مرکزونو کې ده؟ ايا پوهه په غرور، تکبر او لويۍ کې ده؟ ايا پوهه په لباس او ماډل کې ده؟
کله چې حضرت علي (ک) د الله تعالی لويه هستي د انسان د خپل ځان (نفس) په پېژندلو کې ښودلې، لامل يې څه دی؟ ايا د انسان د ځان پېژندل د الله تعالی له پېژندلو ګران دي؟
نه داسې نه ده! هېڅکله هم داسې نه ده! پوهه په لباس او د سر په ويښتانو کې نه بلکې د سر دننه په دماغو کې ده! پوهه د نورو د نيمګړتياو په بې ځايه لټون کې نه بلکې د نورو په مناسبه اصلاح کې ده! پوهه د زده کړې په مرکزونو کې نه بلکې د زده کړې مرکزونه په پوهه کې دي! او پوهه په کور، جومات، بازار او هر ځای کې شته خو که موږ يې د حاصلولو هڅه وکړو! پوهه په غرور، لويۍ او تکبر کې نه بلکې په عاجزۍ او خاکسارۍ کې ده! پوهه له نورو څخه د ځان په لوړ حساب کې نه بلکې په مناسبه توضع کې ده!
ځينې خلک دا هڅه کوي چې ځان ټيټ او متوضع څرګند کړي. په دې لړ کې /ستړې ماش/ په ټيټه ملا کوي! په خبرو کې له پوره ګرامري ادبياتو څخه کار اخلي! او په لارو کې ځان وروسته وروسته کوي! دا ټول د دې لپاره کوي چې دی متوضع ښکاره شي! او دی له نورو ښه انسان وبرېښي! ايا دا پر نورو د ځان د لوړ ګڼلو هڅه نه ده؟
ريښتينې توضع، خاکساري او سړيتوب هله په سړي کې پيدا کېږي چې سړی ځان وپېژني! د ځان په پېژندلو کې د الله تعالی پېژندنه او پوره پوهه پټه ده!
ما مخکې فکر کولو چې د ځان پېژندل به داسې وي لکه دوه جمع دوه مساوي څلور! يعنې دا راته يو اسان او ثابت کار برېښېدو! خو داسې نه ده! اصلاً د ځان پېژندل د خپل نفس پېژندل دي! ايا تاسو پوهېږئ چې خپل نفس درڅخه څه غواړي؟ ايا د نفس غوښتنې مو په شرع او عقل برابرې دي؟ کله که له تاسو څخه نفس غير اخلاقي او ناوړه غوښتنې کوي او تاسو يې په ترسره کولو اړ کېږی نو پوي شه چې ستاسو نفس له انسانيته سرغړونه کوي! او تاسو د خپل نفس غلام ياستی! کله چې د خپل نفس په ټولو غوښتنو او عوارضو پوی شی او بيا يې کنټرول هم کړی بس د الله تعالی د پېژندنې لپاره مو د لومړي څپرکي لوست پرانيست. يا داسې وګڼی چې په دې برخه کې مو د پوهنتون دوره تر سره کړه! او په دې سره به ورو ورو په خپلو نيمګړتياو او کمزوريو پوی شی! کله چې په خپلو نيګړتياو او کمزوريو پوی شی د الله تعالی پوهه او برتري به ورو ورو درڅرګنده شي! کله چې د ځان نيمګړتياوې او کمزوري درښکاره شي په تاسې کې به په ريښتنيې توګه توضع او خاکساري رابرسېره شي! تاسې به پر دې پوی شی چې نه پوهېږی! په تاسې کې به دغه اصلي پوهه چې نه پوهېږئ وده وکړي! او اقرار به وکړي! بس نو دغه تر ټولو ډېره او ستره پوهه ده! چې د ځان په نه پوهېدلو پوی شی!
۲۷/۰۵/۱۳۹۲
۲۸ روژه/ حيدرآباد