دخوست د ګډې همغږۍ په نظامي مرکز کې  دخوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي ترمشرئ لاندې جوړې شوې غونډه کې د يوه رسمي تصويب په صادرولو سره له  عدلي او قضايي ارګانونوپه کلکه وغوښتل شول، چې د امنيتي ځواکونو  له خوا هغو نيول شويو کسانو ته د اساسي قانون په رڼا کې سخته سزا ورکړي، چې په غرونو کې يې د برقي آرې پواسطه په ډېره  بې رحمانه توګه شنې ونې وهلي دي.

پدغه غونډه کې دخوست والي ترڅنګ پدغه ولايت کې د ملي اردو قوماندان بريدجنرال محمدناصرهدايت، د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمديعقوب ، د ملي امنيت ريس جنرال عبدالواسع احمدزي او د سرحدي پوليسو استازي سمونمل سهار سعيد ګډون درلود.

دوى ټولو پدې وروستيو کې ددغه ولايت په يو شمېر ولسواليو په ځانګړي توګه د تڼيو ولسوالۍ په غرونو کې د طبيعي شنو ونو غوڅول په کلکه وغندل او پدې هکله يې هرډول زغم او حوصله له امکانه لېرې وبلله .د دوى په خبره ځنګلونه د هېواد ملي شتمني ده، چې په ټول ملت پورې اړه لري.همدا ځنګلونه دي، چې د طبعيت د ښکلاترڅڼګ يې د ګڼ شمېر افتونو مخه نيولي.دوى زياتوله، که چېرې په همدې بڼه ځنګل وهنه دوام پيدا کړي، نو په نږدې وخت کې به د هېواد دغه مهمه طبيعي شتمني چې جبران به يې سلګونه کالونه وخت ونيسي، په ټوله مانا له منځه ولاړ شي.

يادو چارواکو د رايو په غوڅ اکثريت پرېکړه وکړه، چې د ولسمشر ښاغلي حامدکرزي د صادرشوي فرمان سره سم دې ټول هغه کسان پرته له ځنډه ونيول شي، چې د ځنګلونو په پلورلو، پېرودلو او قاچاق کې لاس لري.

دوى دغه راز د تڼيو ولسوالۍ دامنيتي او کشفي ځواکونو هغه عمليات وستايل چې د شنو ونو  وهوونکو ، پلورونکو او پېرودونکو په وړاندې يې پيل کړي ول، چې په ترڅ کې يې د برقي آرو او موټرونو سره يو ځاى زيات شمېر کسان  نيولي دي.

امنيتي غونډې د يوې رسمي پرېکړې له مخې د عدلي اوقضايي ارګانونو په کلکه غوښتنه وکړه، چې دغو ټولو نيول شويو کسانو ته دې دقانون په رڼا کې سخته سزا ورکړي.ترڅو دوى ته پند او نورو ته د عبرت وړ وګرځي.

د ګډې همغږئ په نظامي مرکز کې د داييرې شوې غونډې دپرېکړو په دوام ويل شوي، چې په ولسواليو کې ټول ولسوالان او امنيتي او کشفي ځواکونه دنده او مسووليت لري، چې په لويو لارو ، کليو ، باڼدو او حتا لوړو دنګو غرونو کې د ځنګل وهنې قرارداديان، قاچاقبر او نور ټول هغه کسان د موټرو او نورو وسايلو سره يو ځاى ونيسي، چې د دې ملي شتمنۍ په له منځه وړلو او قاچاق کې لاس لري.په پرېکړه کې د دې يادونه هم شوې، چې که هرچا پدې لاره کې ورسپارل شوې دنده په ملي مسووليت سره سرته ورسوله، د نظامي جلسې له لوري به په لوړ معيار تقدير او وستايل شي او هغو څوک چې په ورسپارل شوي مسووليت کې پاتې راشي، د نظامي جلسې له خوا به مجازات او پردولتي دنده به يې له سره غور وشي.

ديادولو وړ ده، چې پدې وروستيو کې دخوست په يو شمېر ولسواليو  لکه په  تڼيو کې د ځينو قاچاقبرانو له لوري په جريبونو، جريبونو شنه غرونه پدې موخه په قرارداد اخېستل شوي، چې شنې ونې يې قطع او بيا يې د خوست ښار او  نور افغانستان ته دخرڅلاو ولېږدوي.چې د عام ولس او حکومت لپاره يې ستر تشويشونه رامنځته کړي، خو د مخنيوي لپاره يې ولايتي ادارې په نظامي او اداري غونډو کې د ولسمشر د فرمان سره سمې ټينګې پرېکړې شوې، چې د همدې فيصلې له مخې ترشلو زيات په شنو ونو بار، باروړونکي  موټر او عاملين يې د امنيتي ځواکونو له له خوا نيول شوي هم دي.

مبارزمحمدځدراڼ

نېټه:١٥-٦-١٣٩٢

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *