ډاکتر محب زغم –
په تېرو دوو میاشتو کې مې هره ورځ ۱۲ – ۱۳ ساعته کار کړی و. هغه هم داسې ذهني کار چې دقت، تفکر او تخیل ورته لازمي وو. سخت ستړی وم او تفریح ته مې سخته اړتیا وه. ډاکتر صاحب نورالحبیب نثار راته وویل چې جلال آباد کې سمینار دی، راځه چې لاړ شو. بله ورځ قدرمن دوست محمد دوست راته ټېلفون وکړ او سمینار ته یې وبللم.
چهار شنبه د کب پر ۲۵ مه چې د روغتون له کاره رخصت شوم، له نثار صاحب سره د عیدګاه جومات خوا ته وخوځېدم. هلته دوست محمد دوست، زاهد شاه انګار، ساجد بهار، فرید الله قربان، تسکین، شرر ساپی، عماد الدین دوران او څو نور ملګري راټول شوي وو. په کوریايي واګون موټر کې سپاره شوو. د کابل آسمان ترینګلی و، سهار سوکه سوکه واروه ورېده او اوس باران. زړه کې مې وویل که په جلال آباد کې هم باران وي، له سفره به چندانې خوند وانخلو.
د ماهیپر او سروبي ترمنځ لاره کې مو دمه وکړه. نټ کار کاوه. د اېرلنډ نهه لوبغاړي سوځېدلي وو، ۲۲ توپونه او ۳۱ منډې ورته پاتې وې. ملګرو ویل چې لوبه به وبایلو. ما وویل د راشد ارمان یو اوور لا پاتې دی، غم یې مه کوئ، وبه یې ګټو. لا بېرته موټر ته نه وو پورته شوي چې لسم وېکټه دولت ځدراڼ واخیسته. د خوندونو لومړۍ څپې خو په لاره کې ونازولو.
تېر مازدیګر له پښتونستان چوک سره له موټره کښته شوو. د جلال آباد د آسمان ټنډه غوړېدلې وه. موسم د ختیځ ادبي بهیر د ملګرو په شان مېلمه پالنې ته تیاري نیولي وه؛ ونې شنې، ګلان غوړېدلي، هوا پسته. ستانه میر ظهیر شینواری، محمد داوود عربزی، ضیا الدین همت مل او څو نور ملګري مو هرکلي ته ولاړ وو. افغان رسټوران ته وختو. پر تختونو کېناستو او په شنو چایو مو د لارې ستړیا ایستله چې د وردګو د پوهنتون رییس عنایت الرحمن مایار له بل ملګري سره راورسېد. زیارمل، دوست محمد دوست او عربزي پر ظهیر صاحب د ټوکو باران جوړ کړی و. درې واړه پر ظهیر صاحب لګېدل خو د هغه چورت هم نه و خراب. له نورو سره یې په ګډه هرې ټوکې ته خندل او ما یې پر حوصلې آفرین وایه.
ډوډۍ نه وروسته د ښاروالۍ مېلمستون ته ولاړو. کوټې مو معلومې شوې، په هر کوټه کې درې څلور تنه. زه له مایار او د وردګو پوهنتون د کرهنې له یوه استاد سره وم. د شپې تر ناوخته مو پر پښتو ګرامرونو، د لهجو پر اهمیت او پر ادبي مسایلو خوندور بحث وکړ. مایار صاحب د ماسټرۍ تېسز لپاره پر پښتو ګرامونو څېړنه کړې وه او ښه په کې وارد و.
پنجشنبه سهار د ارواښاد څېړنپوه ډاکتر دولت محمد لودین د اوولسم تلین یادغونډه د ښارولۍ په تالار کې و. ما د ده په اړه هېڅ معلومات نه لرل. ډاکتر لودین چې په ژبپوهنه کې یې په روسیه کې پي ایچ ډي کړې وه، د پښتو ګرامر، ژبپوهنې، ادبپوهنې، قاموسونو او احصایوي قاموسونو په برخو کې ۷۱ اثره کښلي وو چې شپږ اثرونه یې د همدې غونډې په ویاړ چاپ شوي وو.
تر تشریفاتي ویناوو وروسته د ښاغلیو عبدالقیوم مشواڼي، سید محي الدین هاشمي، رفیع الله نیازي، محمد داوود عربزي، او ډاکتر نورالحبیب نثار د مقالو نچوړ ته غوږ شو. زموږ د فرهنګي غونډو یو عام عیب دا دی چې تشریفاتي خبرې په کې د علمي مقالو وخت او د مخاطبانو حوصله خوري. عربزي صاحب د ښاغلي لودین د اثرونو په معرفۍ کې وویل چې د درېو ټوکونو یو اثر یې چا د علومو له اکاډمۍ پټ کړی او په خپل نوم یې چاپ کړی یا یې چاپوي خو نوم یې وانه خیست.
استاد محمد آصف صمیم وویل: «دا مصلحتونه په فرهنګي چارو کې مه کوئ. هماغه سیاسي مصلحتونه چې کېږي، راته بس دی. عربزي صاحب ولې د هغه چا نوم وانه خیست چې د ډاکتر لودین اثر یې پټ کړی دی.»
د غونډې په بهیر کې همت مل صاحب د ښاغلي لودین تازه چاپ شوي کتابونه راووېشل. دغه شپږ کتابونه د ختیځ ادبي بهیر له خوا ختیځ خپرندویې ټولنې چاپ کړي دي چې د سمون او ایډیټ چارې یې څېړوندی رفیع الله نیازي او داوود عربزي سر ته رسولې وې.
د غونډې په آخري شېبو کې حمدالله ارباب صاحب د ډاکتر لودین انځور د هغه لمسي ته د سوغات په توګه ورکړ او هغه بیا د ارواښاد لودین د کورنۍ له خوا رفیع الله نیازي، داوود عربزي او د ختیځ ادبي بهیر مشر ضیاالدین همت مل ته ستاینلیکونه ورډالۍ کړل.
د غونډې هغه شېبې لا خوندورې وې چې پوهاند محمد اسماعیل یون، د ننګرهار د ولایتي شورا غړي ډاکتر ناصر کامه وال او د دې ولایت مستوفي اسحقزي صاحب د ډاکتر لودین د یوه یوه اثر د چاپولو لګښت په غاړه واخیست. والي منګل صاحب هم وویل چې د خپل وس په اندازه به مرسته وکړي او ختیځ خپرندویې ټولنې د کتابونو د ډیزاین چارو ته ټټر وډباوه.
ماسپښین دوه بجې په یوه کاسټر موټر کې کامې ته ولاړو. د ارواښار لودین پر مزار مو دعا وکړه او بیا د استاد صمیم په حجره کې مو چای وڅښه. وروسته مو حمزه کتابون وکوت. استاد صمیم په خپل کلي کې نسبتاً لوی کتابتون جوړ کړی چې د ننګرهار پوهنتون محصلان او د سیمې خلک ورنه استفاده کوي، په تېره بیا د مونوګرافونو د لیکلو په موسم کې.
رښتیا د کامې له پله سره د یون صاحب ځای ته ورکښته شو. د کونړ سیند پر غاړه یې دوه جرېبه ځمکه اخیستې چې چارچاپېره یې د کلپټوس ونې ولاړې دي. دوه پوړه تر سړک لاندې او درې نور د پاسه د جوړېدا په حال کې وو. یون صاحب وویل چې هلته به یو ښځینه روغتون او د صحي علوم انسټیټوټ جوړوي.
په بېرته راتګ کې کوربنو د کامې مشهور شیریخ راباندې وخوړ. شیریخ یې د خپل شهرت په اندازه کیفیت لاره. خوږوالی یې په داسې مناسبه اندازه چې ستونی نه تخنوي. عابد صاحب وویل چې د شیریخ پزیو په وجه خلک مالدارۍ ته هڅېدلي دي. د شیریخ خوند خو د شرر ساپي په خواږه مجلس لا پسې زیات شو. دی چې په عربي ادب کې پراخه مطالعه لري، له خوږو خبرو ډک دی. د عربي شاعر ابو نواز او نورو شاعرانو، د هارون رشید او مامون د درباري شاعرانو داسې نادرې کیسې یې وکړې چې په بیا بیا اورېدلو ارزي. دا یوه ټوکه به یې تاسو سره هم شریکه کړم:
وايي د یوه سړي درې زامن وو، د درې واړو نومونه عبدالله. ده د ځنکدن په وخت کې وویل: «عبدالله دې میراث یوسي، عبدالله دې میراث یوسي، عبدالله دې میراث نه وړي.» درې وروڼه حیران شول چې پلار کوم عبدالله له میراثه محروم کړی دی. قاضي ته روان شول. په لاره کې یوه سړي ورته وویل چې اوښ یې ورک دی. یوه وویل اوښ یې په یوه سترګه ړوند و.
سړي وویل: هو.
بل وویل: په یوه پښه ګوډ و.
سړي وویل: هو.
درېیم وویل: بار یې غنم وو.
سړي وویل: بالکل. ښه نو کوم هسې ولاړ؟
دوی وویل چې اوښ یې نه دی لیدلی.
سړي وویل: دا نو څنګه چل دی؟ زه به مو قاضي ته بوځم.
دوی وویل: راځه موږ هسې هم قاضي ته ورروان یو.
سړي قاضي ته کیسه تېره کړه. قاضي پوښتنه وکړه: که تاسو اوښ لیدلی نه دی، دا نښې مو څنګه وویلې؟
یوه وویل: د لارې د یوې خوا واښه خوړل شوي وو، د بلې نه نو زه پوه شوم چې په یوه سترګه ړوند و.
بل وویل: د درېو پښو نښې یې پر ځمکه جوتې وې، د یوې نه. نو پوه شوم چې په یوه پښه ګوډ و.
درېیم وویل: پر لاره مې د غنمو دانې ولیدې نو پوه شوم چې بار یې غنم وو.
قاضي سړي ته وویل چې دوی غله نه دي. خو په دوی پسې یې جاسوس ورپسې کړ. دوی یوه کور ته ننوتل. جاسوس ورته غوږ و. ډوډۍ چې راغله، یوه ورور وویل: دغه ډوډۍ میندوارۍ مېرمنې پخه کړې ده.
بل وویل: د سپي غوښه یې راته پخه کړې ده.
درېیم وویل: قاضي حرامونی دی.
قاضي چې خبر شو، بېرته وروغوښتل چې د خپلو خبرو وضاحت وکړي. یوه وویل د ډوډۍ یوه خوا سمه هواره وه خو بله خوا یې موړه پاتې شوې وه.
بل ورور وویل: د حلال مال غوښه داسې وي چې تر څرمن لاندې یې وازده، بیا غوښه او بیا هډوکي وي خو ښکاري او داړونکي ځناور چې په ښکار پسې ډېرې منډې وهي، تر څرمن لاندې یې اول غوښه وي، بیا وازده.
قاضي له ځانه سره وویل چې که له درېیم ورور نه پوښتنه وکړم، زما حرامیتوب به هم ثابته کړي نو ورته ویې ویل: که حرامي نه وای، حرامي به دې نه پېژانده نو پلار ته له میراثه محروم کړی یې.
وروڼه مور ته ورغلل او کیسه یې ورته وکړه. مور یې وویل: دی مو چېرته موندلی و. مور پلار یې نه دی رامعلوم خو د دې لپاره چې له نورو اولادونو مو یې فرق نه شي، پر درې واړو باندې مو عبدالله نوم کېښود.
په شیریخ ماړه شوو خو د شرر صاحب له خبرو نه مړېدو خو مجبور وو چې وخوځېږو. البته فرید الله قربان او ساجد بهار مې په لومړي ځل ولیدل. خوندور بحثونه مو سره وکړل. ګلالي انسانان، د ښې مطالعې څښتن، د روښانه فکرونو او ښکلو زړونو خاوندان دي.
د بهسوده پله ته نږدې د سیند په غاړه د احسان الله کامه وال صاحب کره مېلمانه وو. پاس بام ته وختو. د کم ساري انځورګر زېب منتظر اثرونه نندارې ته اېښودل شوي وو. د هغه له هنره مو خوند واخیست او له ده سره مې د پېژندګلوۍ اعزاز په برخه شو. د ښاغلي منتظر د هنر په اړه به جلا لیکنه وکړم.
وروسته لوی سالون ته ورکښته شو. د ارواښاد ډاکتر عبدالخالق زیار په یاد غونډه او غزلیز ماښام و. ډاکتر زیار چې د طب ډاکتر و، پښتو ادب ته یې هم کار کړی و. شعرونه یې لیکلي وو، ژباړې یې کړې وې او داستانونه یې پنځولي وو. د غونډې په مناسبت قدرمن رحمت شاه سایل، ولسیار او د ډاکتر زیار وراره ویډیويي پیغامونه رالېږلي وو ځکه چې د لارې د بندښت په وجه راتلی نه شول. هارون پاچا د پیغام تر څنګ د زیار صاحب دغه شعر زمزه کړی و چې وايي:
که یو جنت ته هم ځو خو رښتیا خبره دا ده
زما لاره جدا ده، د ملا لاره جدا ده
تر ډوډۍ وروسته د سعید الله وفا او محمد عیسی بهرام خوږو سندرو مو د خوندونو لړۍ انتحا ته ورسوله. سعیدالله وفا د ډاکتر عبدالخالق زیار څو شعرونو ته کمپوزونه جوړ کړي وو.
د ختیځ ادبي بهیر یاران دې ژوندي وي. دومره قدر یې راکړ، دومره مېلمه پالنه یې وکړه چې فکر مې کاوه، زه یې مستحق نه یم. دوی په نه امکاناتو سمینارونه جوړوي، کتابونه چاپوي او د نورو ولایتونو فرهنګیانو ته د ښایسته جلال آباد د چکر زمینه برابروي. د دوی د مینې، مېلمه پالنې او پېرزوینې پوروړی یم.