د ښاری مناسب ژوند رامنځ ته کول، دښار پراخول، له کوڅو او ډګرونو څخه دناولو اوناکاره توکو لرې کول، د ښارونو له مرکزي برخو څخه د دولتی ادارو لیږدول ، د واټونو پخول ، د ابو رسولو او کانالیزاسیون سیستم معیاري کول ، د ښار کثافات په وخت سره پاکول او مناسب ځای ته یی انتقالول، په ښار کې د لا ډیرو بیت الخلأ ګانو جوړول، د شنو ونو او بوټو کرل، سهار او ماښام د واټونو په مینځ کې اوبه شیندل… هغه اقدامات دي چې باید ټول یې په ګډه ترسره کړو، تر څو چې چاپیریال ساتنې ته ګټه ورسوي.

هغه چې وایی وقایه تر معالجې او درملنې ارزانه ، آسانه او ګټوره وي د ناروغیو د له مینځه وړلو او کمولو  لپاره زموږ هر هیوادوال مکلف دي چې د چاپیریال په ساتنه کې له هیڅ ډول هڅو نه ځانونه وه نه سپموی.

رسنیو او خلکو ته په کارده چې یواځې په یادولو او تشریفاتي او سمبولیک کارونو کار نه سمیږي باید چې د چاپیریال د ساتنې په اړوند ټول اړخونه رغنده کړنې ترسره کړي که نه په هیواد او په تیره په ښارونو کې د تخنیکي او ترانسپورتی وسایلو او نفوسو په زیاتیدو سره به خدای مکړه له ډیرو ناخوالو سره مخامخ شو. .

فرهنګ او چاپیریال.

فرهنګ له چاپیریال څخه د ساتنې او د باثباته پراختیا اصلی لامل او ماشین شمېرل کیږی. هغه مهال به د چاپیریال په ساتنه کې ښه‌والی راشی، چې د انسان طبیعی او فرهنګی چاپیریال سره وتړل شی. د دغسې یوې موخې د تحقق لپاره، د یوې ټولنې په ټولو برخو کې د چاپیریال ساتنې اخلاقو ته اړتیا ده. فرهنګ د هر اړخیزې پرمختیا د اصلی جوړښت او ریښې بڼه لری او هغه مهال د یوې ټولنې لپاره د پرمختګ او دوام تمه کېدی شی، چې دغه جوړښتونه په اصولی توګه ترسره شوی وی. له بده مرغه زیات شمېر افغانان د چاپیریال ساتنې فرهنګ په برخه کې له یو لړ ننګونو سره مخ دی.

د چاپیریال ساتنې ستونزو د لاملونو په څېړلو کې دوه څیزونه ډېر مهم دی:

یو هم د طبیعت په اړه د متمدن انسان لیدلوری، بل هم د ټکنالوژی پرمختیا ده. متمدن بشر ځان د طبیعت مالک بولی او په دې باور وی، پرته له دې چې انسان د طبیعت په رغاولو او ساتلو کې مسوولیت ولری، د اشرف مخلوقات په توګه له طبیعت څخه د هر ډول ګټې اخیستو حق لری، بلخوا د تکنالوژۍ په پرمختیا سره بشر د پام وړ او لویې لاسته راوړنې درلودلی دی، په داسې حال کې چې همدغه لامل د بشر ژوند ته جدی شوی، چې نور په فنی مسایلو پورې نه اړوندیږی.

د چاپیریال ساتنې په برخه کې لیکوال ژرژ تومه په دې باور دی، چې د طبیعی چاپیریال ساتنې او د چاپیریال اخلاقو ته د هرې ټولنې وګړو د درناوی کچه، په هماغه ټولنه کې د فرهنګی پرمختیا د کچې له معیارونو څخه شمېرل کیږی. هغه په دې باور دی چې فرهنګ او ټولنه سره په تعامل کې دی او فرهنګ د یوې ټولنې د وګړو کړنو ته لارښوونه کوی. د فرهنګ په بدلون سره کېدی شی د وګړو په چلند کې بدلون راشی، خو فرهنګ یوازې یو عامل یا یوه کلمه او عبارت نه دی، بلکې یوه پراخه نړۍ ده. فرهنګ د باورونو، هنر، اخلاقو، حقوقو، رسم او رواجونو او د ښوونې او ورزنې له پېژندنې څخه د زده‌ کړو ټولګه ده، یا هم فرهنګ له عادتونو او ادابو څخه جوړ شوی دی، کوم عادتونه چې د وخت په اوږدو کې رامنځ ته شوی او خلک یې پر بنسټ چلند کوی.

د چاپیریال ارزښت د اسلام له نظره.

چاپیریال د الله تعالی مخلوق دی. د مځکې او ټولو طبیعي منابعو جوړښت د الله تعالی د حکمت، رحمت او قدرت ښکارندوی دي ځکه نو د انسان د علمیت (د الله تعالی په اړه) د پراخولو لپاره کټور بلل کیږي او باید وساتل شي. (الرعد)

بل دلیل چې اسلام ولې غواړي چاپیریال وساتل شئ داده چې اسلام د ژوندانه د نظام په توګه د خیر رسولو په اساس بناً شوی دی. ځکه نو اسلام باید له چاپیریال نه حفاظت وکړي ځکه چې د چاپیریال ساتل خو د خیر کار دی. الله تعالی فرمایي: ژباړه: هغه څوک چې عمل کوي د یوې ذرې د خیر نو وبه ویني (جزا د هغه) او هر هغه څوک چې عمل کوي په اندازه د یوې ذرې د شر نو وبه ویني (سزا د هغه) (الزلزال ۸:۷).

 په اسلام کې ځکه انسان د چاپیریال د ساتلو لپاره ګمارل شوی دې چې بل هیڅ مخلوق د دې کار توان نه لري. انسان یوازنی مخلوق دې چې الله تعالی د مځکې د مسؤول په توګه خلق کړی دی. دا مسؤلیت د اسلام له نظره ډیر سنګین او ستر مسؤلیت دی چې غیر له انسان نه یې بل هیڅ مخلوق قبلولی هم نشو. الله تعالی فرمایي: ژباړه: بیشکه موږ امانت (ثواب-عقاب) پر آسمانونو او پر مځکه او غرونه (کله چې مو پیدا کړ په دوې کې فهم او نطق) نو منع راوړه دوې له دې چې پورته کړي هغه د (امانت بار) او وویریدل دوې له هغه (امانت) او پورته کړ هغه (امانت بار) انسان بیشکه چې دغه (انسان) ډیر ظالم دی او نادان (په خپل عاقبت). (الاحزاب ۷۲).

 په اسلام کې د چاپیریال او د انسان په مینځ کې اړیکه د ټولنیز ژوند یوه برخه بلل کیږي، د داسې ټولنیز ژوند برخه چې په هغه کې دا حقیقت منل شوی چې ټول یو خـــالق (الله ج) ته عبادت کوي. د دې ترڅنګ، انسانان د ټولو هغو مخلوقاتو د حفظ او ساتلو مسوولیت لري چې په دې نړیوال چاپیریال کې ژوند کوي.

( وايي، ښار زموږ ټولو شریک کور دی.) لکه څنګه چې د خپل کور د پاک ساتلو خیال ساتو باید د خپل ښار په پاک ساتنې هم پوره پاملرنه وکړو.یو ښار ډېر وړوکی وي که چېرته د هر سیمې اوسیدونکي خځلې او ګندونه په خپل ټاکلي ځای کې واچوي او خپلو لویو او وړو ته د چاپیریال د اهمیت او ارزښت په اړه ووایې فکر کومه په ډېره کمه موده کې به دا ښار یو پاک او د سالم چاپیریال خاوند واوسي.موږ هر وخت وايې چې (( هره ورځ د چاپېریال ساتنې ورځ ده.)) نو موږ او تاسو هم باید د چاپیریال ساتنې ادارې او نورو مسولو ادارو سره یو ځای د خپل ښار د پاکولو په برخه کې مرسته وکړو. لږ تر لږه که هر سړی د خپل کور مخه پاکه وساتي فکر نه کوئ چې ټوله کوڅه او بیا همداسې ټول ښار به پاک ساتل شوی وي باور لرم چې په ډیر کم وخت کې به دښار اړوندي ټولې کوڅي او سرکونه له کثافاتو پاکې شئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *