تاند- د افغانستان په شمال کې د اسلامي جمعیت ګوند او ملي اسلامی غورځنګ د پلویانو ترمنځ په نښته کې لږترلږه ۴ تنه وژل شوي دي.
د فاریاب د ولایتي چارواکو په وینا دا پېښه نن /یکشنبه/ ماسپین مهال د دغه ولایت په مرکز میمنه کې وشوه.
د فاریاب امنیه قوماندان عبدالکریم یورش پېښه تایید کړه، ویې ویل چې په دې نښته کې د ۴ تنو د وژل کېدو ترڅنګ ۱۰ نور ژوبل شوي دي.
د یورش په وینا په مرګ ژوبلو کې پولیس هم شامل دي.
د افغانستان په شمال کې اکثره پولیس د دغو دوو ډلو غړي دي.
د فاریاب امنیه قوماندان دغه راز وویل چې د جنبش یا د ملي اسلامي غورځنګ او د اسلامي جمعیت ګوند د وسله والو غړیو ترمنځ جګړه بالاخره د قومي مشرانو په منځګړتوب ودرول شوه او اوس وضعیت ارام دی.
یورش وايي چې د دې پېښې په اړه تحقیقات کېږي او په جګړه کې شامل کسان به عدلي – فضايی اورګانونو ته وروپېژندل شي.
په فاریاب کې تر دې مخکې هم په ځلونو د جمعیت او جنبش د پلویانو ترمنځ خونړۍ نښتې شوي او پخوا هم ویل شوي چې ښکېلې خواوې به څارنوالۍ ته وسپارل شي خو داسي ښکاري چې په فاریاب کې حکومت پر خپلسرو وسله والو کنټرول نه لري او ځکه د جمعیت او جنبش وسله والې سیالۍ د فاریاب له ولسوالیو د ولایت مرکز ته خپرې شوي دي.