یو اوږد عمر کېږي چې د سیمې او نړۍ هیوادونه په افغانستان کې د یو بل پر وړاندې د خپل زور آزمویلو لپاره مخکې او شاته کیږي او همدلته د خپلو سیاسي، اقتصادي او ان پوځي تجربو پایلې ګوري. خو دا چې ایله اوس دا موضوع د افغان مشرانو مغزو ته رسیدلې او ګمان کوي چې د دې مسألې د تعقیبولو صلاحیت یې هم ترلاسه کړی دی، نو همدا ټکی دی چې د سړي ماغزه شاربي.

په تېر پوره یو نسل عمر کې میلیونونه انسانان ووژل شول، تر دې زیات معیوب، در په در او په نورو زیاتو ستونزو اخته شول، همدومره نور له هېواده کډوال شول، هیواد ویجار شو او بلا نورې بدبختۍ او پرېشانۍ رامخې ته شوې، خو د هغوی د سرونو پر ځای د هغوی د ټوپکو په میلونو کې چې د دین او غیرت جذبه وه، کله یې هم د خپلې سپېڅلې مبارزې تر شا نه کومه لوبه ولیدلی شوه او نه یې هم دا په فکر کې ور وګرځېده، چې یو کافر څنګه د ده په لاس بل کافر وژني او د څه لپاره ورسره مرستې کوي، څو دا یا هغه کافر نسکور شي.

اوس دا موضوع اکثرو درک کړې ده او ځینو مشرانو دا هڅې پیل کړي هم دي چې په افغانستان کې د دغو سیالیو ختمولو لپاره د ښکېلو هیوادونو تر منځ خلاصګیر واقع شي، خو که لږ شاته وګورو، بیا پوهېږو چې مو په کږه باندې څومره ډېر مزل کړی او دا هم راته جوتیږي چې ډېره ناوخته شوې هم ده، نو ځکه موږ ته به له جګړې نه خلاصګیري ګرانه پریوځي.

هغه داسې چې افغانستان اوس د خلاصګیري په موقف کې پاتې نه دی او نه هم د دغه ظرفیت ترلاسه کولو فرصت لري؛ له یوې خوا بهرني ګواښونه او له بلې خوا کورني جنجالونه او نزاکتونه خورا ژور شوي دي. که چیرې دا ټول په یو دمي ډول له منځه یووړل شي، نو دا به یوه معجزه وي؛ ځکه چې د انسان په وس او توان پوره نه دی او که یې په تدریجي ډول د حل کولو هڅه کیږي، نو د پیاوړي مدیریت تر څنګ، ملي روحیې، ژمنتیا او رښتینولۍ ته په بشپړه توګه اړتیا ده، چې متأسفانه دا هم د تېرو ناخوالو له امله راڅخه خدای اخستي دي.

نو دې نازک وضعیت نه یوازې دا چې پراخه بې باورې یې رامنځته کړې، هغه بنیادمان یې هم په دې منځ کې ورک کړي، چې په وطن یې زړونه خوږیږي او په یو ډول د وضعیت ښه کېدو لپاره هڅې کوي.

دا چې افغانان تر اوسه پورې هم له دننه او هم له بهر نه د ګواښونو، جګړو، ناخوالو، فساد او بېوزلۍ بیه پرې کوي او لا یې په وضعیت کې داسې نسبي ښه والی نه دی راوستی، چې راتلونکي ته دې په هیلمنتیا سره څوک خوشحاله شي. ښه نو د سیمې او نړۍ هیوادونو د سیالیو، ناندریو، پوځي او سیاسي ننګونو چې یو بل ته یې د افغانستان په خاوره کې کوي، د دوی په منځ کې واقع کیدل او د خپل هیواد د خوندي کېدو لپاره د نړیوالو زبرځواکو او پخو سیاستوالو په منځ کې په یو ډول د خلاصګیر رول لوبول به نه یوازې دومره اسانه کار نه وي، بلکې خورا ګران به تمام شي، چې موږ به یې د لګښت توان هم ونشو لرلی.

زموږ دا موقف نیونه به د څو دلایلو له امله نتیجه ورنکړي، ځکه، یو خو زموږ په مشرۍ، استازي او پلاوي کې د داخلي باور وزن نشته،  یعنې له وسلوال مخالفت لوري پرته، پخپله دولت له داسې متضادو ډلو او ډلګیو جوړ دی چې یوه ورځ پس پخپلو کې د مخالفتونو له وجې ښکر په ښکر وي او هره ډله د خپلو شخصي ګټو لپاره موضوع تر هغو پورې پای ته نه رسوي، څو یې چې ګټې نه وي خوندي شوي، نو کله به د دغسې یو کاواکه آدرس، مشرتابه، استازي او یا پلاوی په هر سیاسي ډګر کې هغه اهمیت او حیثیت ولري، چې نور یې لري.

بل مهم لامل یې دا دی چې موږ لوږه، بې وزلي، احتیاج او د سوال لپې سخت خراب کړي یوو، کیدی شي زموږ مشران په هیڅ بهرنۍ ناسته کې هومره په زغرده ونشي غږېدلی، لکه نور چې غلبلې وهي او دا هم یوازې او یوازې د همدې بې وزلۍ او احتیاج له لاسه ده، چې موږ ته د یو قوي لوري په سترګه نه کتل کیږي. نو نو خبره بیخي ښکاره ده، اوس به دا خلاصګیري موږ ته هومره زیان ورسوي، لکه جګړې چې له هر پلوه کنګال کړو.

په کار ده چې لومړی له دننه یو پیاوړی وجود شو او ښکاره هدف مو هم یوازې او یوازې یو افغانستان، یو دین او یو فرهنګ وي، نو ماتېدل به مو خورا سخت شي، چې بیا د هر ګواښ ځواب هم ویلی شو او هم د دغسې خلاصګیریو د دفع کولو واک او اختیار هم ترلاسه کولی شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *