تاند- په بلخ ولایت کې د یوه میني بس او یوه ټانکر نرمنځ د ټکر په نتیجه کې ۹ تنه مړه شوي او ۲ نور ژوبل شوي دي.
دا پېښه نن /دوشنبه/ په حیران بندري ښارګي کې وشوه.
د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویندوی شېرجان دراني وویل چې د تېلو ټانکر او میني بس نن ماسپښین په حیرتان کې ټکر شول چې په نتیجه کې یې ۹ تنه مړه شوي دي.
د ښاغلي دراني په وینا د پېښې په قربانیانو کې ۳ ماشومان، دوې ښځې او ۴ سړي شامل دي.
دراني د موټرچلوونکو بې احتیاطي د پېښې علت وباله او ویې ویل چې په دې اړه څېړنې پیل شوي دي.
په افغانستان کې اکثره ترافیکي پېښې د موټرچلوونکو د بې پامۍ، له ترافیکي مقرراتو څخه د بې خبرۍ، د ترافیکي اشارو د نشتوالي یا کموالي او د سړکونو د خرابوالي له کبله کېږي.