نقيب احمد عزيزي

په ديني روايتونو کې د ابراهيم عليه السلام د زوی د قربانۍ له کيسې دا مفهوم هم اخيستلای شو چې معمولاً اسماني دينونه -چې انسانانو لاس‌وهنې پکې نه وي کړې او مفهوم يې ناسم نه وي تعبير کړی- د انسانيت مقام ته د درنښت او د انسان د فطرت د سمبالښت خاص لحاظ کوي. موږ چې د ابراهيم پيغمبر ملت ګڼل کېږو، يو روايت دا دی چې که د هغه زوی اسماعيل عليه السلام حلال کړای شوی وای، تر ننه به د قربانۍ لپاره د انسانانو زامن حلالېدل.

دلته روښانه ويلای شو چې که هغه لړۍ روانه وای، د بشريت نسل به درېدلی و. د ابراهيمي دين د حقانيت لپاره له قوي دلايلو څخه يو زورور دليل دا هم دی چې د انسان فطرت ته -چې ژوند کول دي- پر مصؤنيت قايل و.

هغه مشربونه يا په اصطلاح دينونه چې له نيم فلسفي او نيم عقيدوي ضلعو تشکيل شوي وو، د انسان له فطرت سره په ټکر کې شول. دغه ټکر يې ورو ورو د زوال پيل شو. په لرغوني هند کې د همدا ډول دينونو مثالونه چې انساني تصرفاتو مسخ کړي يا را منځ ته کړي وو، کم نه دي. هغوی ان د مفروضه خدايګوټيو له وېرې په کليساوو کې د دوی په نظر د ټيټ ذاته بنيادمانو غاړې ور پرې کولې او د عذاب د مجسمو خدايانو په پښو کې يې ور قرباني کول. دوی دا کار د غضب مخنيوی ګاڼه او انګېرله يې چې «مخلوق خدای» يې ور نه خوشاله شي. دغو خوځښتونو چې د وحشت يادګارونه يې هم بللای شو، انسان ته د بې‌ارزښته خزندې په نظر وکتل، ځکه خو پخپله د تباهي پر لور روان شول.

د منځنيو پېړيو په اروپا کې هم تاريخ د همدې ډول خرافي او مجذوبو نيمه عقلي تګلارو او د کليساوو د همدې ډول عملونو شاهد دی. تاريخ پر همدې شاهدي سربېره دا هم راته وايي چې کومو حرکتونو د انسان ژوند بابېزه ګڼلی دی، ډېر دوام يې نه دی کړی.

د انسانيت په جوړښت کې د انسان عقل، غرايز، احساسات، عواطف، وجدان، شعور او لاشعور او ځينې نور عناصر ټول ونډه لري. دغه ټول شيان هر يو بېلابېلې دندې، غوښتنې، ثمرې او نښې لري. انسان تقريباً له ټولو هغو شيانو سره عقده‌يي چلند کوي چې له ده سره سمه لاره نه وړي، ځکه خو يې د احسان منندوی او ملګری هم ګڼو. حميد بابا دې شي ته متوجه شوی و، ځکه خو يې ويلي؛

چې د اوسپنې ځنځير شلوي په ګوتو

هغه دېو په اومه تار د احسان نښلي

د حميد بابا منظور دا دی چې هغه دېو لا هم د احسان په نري تار کې ښکېلېدای شي چې د اوسپنې ځنځير په ګوتو شلوي. که دېو، د اوسپنې ځنځير او د احسان نرم تار په سيمبوليکه معنا واخلو، مفهوم دا دی چې د سختۍ په تقابل کې د زور منطق هم دومره پياوړی نه دی لکه څنګه چې د نرمي وس پرې رسېږي. رحمان بابا دغه حالت د اور او اوبو مجادله بولي او دی ځان له بدخواهانو په ښه خوی داسې بې‌پروا ګڼي، لکه اوبه چې په نرمۍ کې اور ته سزا ورکولای شي. نرمي د اوبو مثال لري او سختي د هغو تيږو غوندې ده چې د زمانې په سيند کې تر اوبو لاندې اوسېږي.

په انسان کې جنسي غريزه هم هغه هغه فطري ښکارنده ده چې که د زيګمونډ فرويډ د تمايلاتو په اساس د ژوند محور او هدف وګرځول شي، د انسان په خير نه تمامېږي، خو له دې غريزې چورلټ انکار هم د انسان تقضا نه‌شي کېدای، ځکه په ډېرو اديانو کې د دې لپاره د نکاح لاره غوره کړل شوې ده.

دين د انسانانو فطرت کاملاً نه ردوي، بلکې په هغو شرايطو کې چې وړ دي، ورته حل‌لاره راباسي. په عملي ژوند او ځينو طبي نظريو کې وينو چې ښځه د نارينه پر وړاندې نسبتاً د کم ځواک څښتنه ده. د جنسيت د غريزې په تعادل ساتلو کې ان يو نارينه تر څلورو مېرومنو پورې ودونه کولای شي.

نادر ايوبي په «فلسفه» کې وايي چې هوپاتيا يوه فيلسوفه او استاده وه. ګڼ شاګردان ورباندې مين شول او يوه ورځ پرې يو شاګرد ډېر ټينګار وکړ چې د مينې لرلو په خاطر يې واده ته غاړه کښېږدي. هوپاتيا خپله لمن ورته پورته کړه، ځان يې ورښکاره کړ او ورته و يې ويل؛ «له کوم شي سره چې ته مينه لرې، دا کوم ښکلی شی نه دی، بلکې د يو ناپاکه نسل د پايښت وسيله ده…»

له دې واقعې څرګندېږي چې هوپاتيا سره له دې چې يوه مفکره وه، له دې غريزې د ناشوني انکار تظاهر کاوه. همدا راز د ولټر په اړ ويل شوي چې ټول عمر واده و نه کړ، ده انګېرله چې جنسي حرکات سړی له سالم تفکره باسي، ذهن يې پاروي، مګر سره له مشهوره ده چې پخپله يې پنځلس کاله د يو عسکر له مېرمنې سره پټ تار درلود.

د ولټر کار هم ناکام و، ځکه چې د انساني فطرت او طبيعيت له قانون سره يې تصادم موجود و.

د مذهب او وجدان په اړه په بحثونو کې ويل شوي دي چې د مذهب هغه برخه ښه عملي کېدونکې وي چې د انسانانو د وجدان برخه وګرځي. مثلاً په مذهبي لحاظ له هر چا سره نامشروع اړيکې ناوړه کار دی، مګر دا امکان لري چې دغه برخه احکام ځينې معتقد انسانان هم کله کله معطل کړي.

په افغاني ټولنه کې چې کله يو څوک پردۍ ښځې ته وګوري، ورته ويل کېږي چې ته خپله خور او مور نه لرې؟ دا ځکه ورته ويل کېږي چې ده د خپل مذهب پر حکم پښه ايښې ده، اوس د خور او مور تصور ورکول دا توره کولای شي چې دی له دې کاره راوګرځوي.

دلته دغه سړی تر اډيالوژيک تاثير دومره لاندې نه دی، لکه د وجدان د قاضي له پرېکړې چې ډارېږي. که د سالم دين هره برخه د انسان په وجدان کې حلول وکړي، انسان به کابو د هيڅ ډول تېري او ناوړتيا ښکار نه‌شي.

حمزه بابا د خپل قام فطرت همداسې ګڼي چې د اسماني دين ارشادات پکې له مخه لا د وجدان برخه ګرځېدلي؛

د پښتو فطرت مې دومره اسلامي دی

که اسلام نه وای لا هم به مسلمان و

دا بيت ما ته د ډېرو نورو هغو په څېر تشه شاعرانه مبالغه نه ښکاري. حمزه بابا هغه ښېګڼې چې په دې اسماني دين کې شته دي، د پښتانه په وجدان کې پرتې ګڼي. د سلطنتونو په زمانو کې هم هغه سلطنت کامياب و چې د خلکو پر کورونو نه؛ بلکې د هغوی پر زړونو يې د حکومتولۍ جنډې رپېدلې.

د زړونو فتح د ډګرونو تر فتحې غوره او لوی کار دی، ځکه په ډګر کې مات شوی انسان د زور تر موجوديته پورې تسليم دی او وار ته ګوري، مګر د زړه په فتحه کولو کې هغه د وجدان له لارې ملګرتيا کوي. دغه ملتيا له وجدانه سرچينه اخلي او شايد تر عمره دوام وکړي.

د انسانانو د فطرت خيال ساتل هغه مهم کار دی چې دينونو هم ورته خاص اهميت ورکړی دی. زموږ لويه اړتيا پوهې ته ده، ځکه عالم ته بيا اشاره کافي وي. زموږ په ټولنه کې چې اکثره وخت له سوټي کار اخيستل کېږي، دوه سببونه لري؛

لومړی دا چې ګواکې په اشارو مو سر نه سره خلاصېږي. دويم دا چې له انساني فطرت سره د ډغرې پر تاوان نه پوهېږو.

يو وخت په افغانستان کې په زور سره خلک لمانځه ته پورې وهل کېدل او دې کار ته به د امر بالمعروف نوم ورکول کېده. سره له دې چې امر بالمعروف يوازې زور زياتي ته نه وايي، بلکې په حکمت او ښې موعظې خلک نېکۍ ته بلل دي. کله چې يو څوک واقعي حقيقت او معرفت ته ورسول شي، هغه د بدۍ خانه نه انتخابوي. څوک چې په منطق د لمانځه پر ښه‌والي نه‌شو قانع کولای، د لرګي تر ماتېدو پورې به ژوندي يو.

يو دوست مې کيسه کوله چې کليوال يې له کندهاره –کابل ته سفر کاوه. يو ځای موټر درول شوی دی او لمونځ يې کړی دی. وروسته يې په لار کې لښته او ټوپک په لاس  کسان ليدلي دي او دوی ته وايي چې لمونځ ادا کړي. له ډېرو خبرو وروسته يې په دې مسافرو بيا لمونځ کړی. لږ مخ ته بيا دا کار ورسره شوی دی او دا وار نو ورته ويل شوي دي، چې د ماسپښين لمونځ څو رکعته دی؟ ده ځواب ورکړی چې دېرش رکعته دی، ځکه دا مې درېيم وار دی چې کوم يې.

دلته داسې څرګندېږي چې موږ د دې پر ځای چې مذهب د انسان ضمير ته ورکښته کړی وای، پر سر مو ور باراوه. دغه کار داسې و لکه ماشوم چې په درواغو له درواغو منع کوو. کله چې هغه وجداناً د درواغو پر بدي خبر او بيا قايل شي، موږ به ورته د افسوس وړ، ناانصافه او دروغجن ښکاره شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *