تاند- وسله وال طالبان وايي چې د افغانستان په شمال کې یې د فاریاب ولایت د روزنې (تریننګ) له دوو کمپونو ۶۷ تنه فارغ کړل.

د وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې د راپور له مخې، دا ډله وايي چې د ۲۰۱۴ م کال له پای ته رسېدو وروسته تراوسه پوري یې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د روزنې ۱۲ کمپونه جوړ کړي دي.

دا هغه وخت دی چې د بهرنیو پوځیانو لوی اکثریت ووت او طالبانو باید د جګړې د تېزولو پر ځای د سولې لور ته ګامونه اخیستي وای.

د طالبانو په وینا له ۶۷ تازه فارغ شویو څخه ۱۸ جګړه مار د فاریاب له (انتقام ګیران قرآن) پوځي کمپه فارغ شوي دي.

وال ستریټ ژورنال د طالبانو د جهاد ږغ ویبپاڼې له مخې لیکلي«مجاهدینو په کمپ کې د درنو او سپکو وسلو د کارولو، هدف ویشتنو، او دغه راز د پوځي وسایلو او چاودېدونکو موادو په اړه معلومات ترلاسه کړل.»

د طالبانو له لوري په خپاره شوي عکس کې د دې ډلې جګړه مار له کلاشینکوف ماشینګڼو سره لیدل کېږي خو دا ورسره نه دي لیکل شوي چې ایا دا عکس تازه او د همدغه کمپ دی او که پخوانی عکس.

ورځپاڼه وايي چې طالبانو له خبر او عکس سره یوځای د کمپ ویدیو هم خپره کړې ده.

وال ستریټ ژورنال ورځپاڼه زیاتوي چې د ۲۰۱۶ م کال په جولای میاشت کې ازادي راډیو راپور وکړ چې د فاریاب د شیرین تګاب ولسوالي لږترلږه ۳۵ کلي د طالبانو تر ولکې لاندې دي. او په ۲۰۱۷ کې طالبانو د ۵ پولیسو له وژلو وروسته یو بل کلی هم ونیوه.

طالبانو په یوه بل خبر کې، چې د مارچ په اوولسمه یې خپور کړ، ویلي چې د پنجشنبې په ورځ د خالد بن ولید له کمپه لږترلږه ۲۷ مجاهدین فارغ شول.

وال ستریټ ژورنال ورځپاڼه د لانګ وار ژورنال د معلوماتو پر اساس وايي چې د فاریاب د ۱۵ ولسوالیو له منځه په ۷ کې طالبان فعال دي.

ورځپاڼې په هلمند، پکتیا، نورستان، پکتیکا، کندهار، غور، سرپل، او میدان وردک ولایتونو کې هم د طالبانو د کمپونو د موجودیت یادونه کړې او ویلي یې دي چې د القاعده د پلوۍ پاکستانۍ ډلې حرکت المجاهدین په شمول نورې ډلې هم په دغو کمپونو کې تروریستان روزي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *