زموږ ښار د تمدن يوه بېلګه وه، زموږ ښار کې خلکو د مدنيت درسونه ويل او موږ دوی ته د مدنيت تدریس کاوه، هغه مهال چې نه جنګ بلا بچي زېږولي و او نه د ګاونډيو استخباراتي شبکو لاسونه زموږ تر ګرېوانونو پورې رارسېدلي و، هغه مهال چې يو څوک به په خپل مرګ مړ شوی و، خو د نژدې سیمو ټول اوسېدونکي به ناقراره و، چې اوس به دولت موږ تر مرۍ نيسي، له موږ نه به د مړ شوي کس په اړه مالومات غواړي.

دلته علم پرمختګ کړی و، دلته  د لوستي او نالوستي تر منځ توپير ليدل کېده، لوستی کس به د سیمې حکمران او يا په کوم دولتي دفتر کې عادي ماموريت کاوه، خلک به ورته ډېر په درنښت قايل و.

د همدې ښار بڼه بدله وه، دومره لوړې او دنګې مانۍ جوړې شوې نه وې، خو په خټينو کورونو کې خلکو ارام ژوند لاره، د ښار بڼه بدله وه، هرڅوک په خپل کار پسې روان و،  يو بل ته په درنښت قايل و، يو بل سره مينې  دوی په هر څه پوه کړي و.

زموږ له ښار نه د بخت هغه مارغه ولاړ چې په ټول ښار يې د امن او سولې وزر خور کړی و، ناببره زموږ کوڅو ته د پردي حراموني راغله او د ښار په واټونو کې يې زموږ د مشر پر ضد غږ پورته کړ او په هغه يې د کفر ټاپه ولګوله.

زموږ د هيواد مشر ددې پر ځای چې د ښار کوڅې په وينو ورنګوي، له خپل تاج او تخت سره يې مخه ښه وکوله، وخت په تېرېدو سره نظامونه يو په بل پسې ړنګ شول، د يو او بل تر ګرېوانه لاسونه ورسېدل، په هيواد کې تورو لاسونو زړونه تور کړل، مينه يې ترې وتوږله او د نفرت د فلسفې معلم په ساعتونو، ساعتونو درس ورکړ، د هيواد د بربادۍ طرحه جوړه شوه، د جګړې بلا په هر ځای کې حرامزاده اولادونه وزېږول، دوی د ښار په واټونو کې د حکومت پر خلاف د بلوا غږ پورته کړ، حکومت نسکور شول، سپين مسلمانان زما د ښار تر واټونو راورسېدل، سپينو مسلمانانو جنسي غرېزې دومره پياوړې وې، چې د ناهېدې په څېر په لسګونو پېغلو او مېرمنو ځانونه له بلاکونو راغورځار کړل، ځان وژنه يې وکړه خو د سپينو مجاهدينو تور داغ يې په خپله سپينه لمن پرېنښود، هغه مهال سپين مجاهدين سپي وګرځېدل، خلک يې وداړل، د هغوی په عزت او ناموس يې تېری وکړ، په برېتونو کې وړې خندا په بدرګه به يې ويل چې موږ روس مات کړ او اوس موږ ته الله ج د جهاد ثمره راکړه، هر جابر مجاهد ځانونو ته دری، دری تنکۍ پېغلې کېنولې، د همدې ښار هرې سيمې ځانته جنګي کمربند درلود، د یو او بل په وړاندې د جګړې بلاوو خلاصې خولې نيولې وې، هيواد د قربانۍ څرمنې په څېر د هرچا ونډه وه.

د طالبانو اسلامي امارت رامنځ ته کېدل او د ښځو په وړاندې تعصبي چلند يې خورا حيرانوونکی و، هغه مهال د بي، بي، سي راډيو يو پروګرام ناويلې چې د سیده محمود په کوربتوب چليده په همدې پروګرام کې د ښځو د وحشتونو په اړه خبرې کېدې، حتی طالبانو بی، بي، سي ته شکايت وکړ او ياد پروګرام يې بند کړ، د طالب ورکه په برخه شوه، جنګي جنايتکاره قوماندانان بیا له غارونو راووتل او د امريکې د غټو بمونو په مرسته کابل ته راورسېدل،  هره يوه د ځان ونډه مالومه کړه، هره يوه خپله برخه واخيسته، د نجونو او مېرمنو د زدکړې زمینه برابره شوه، له ښار څخه د وحشت لمن ټوله شوه، که څه هم جنګي جنایتکاران په لوړو چوکيو مقرر وو، خو د نړيوالې ټولنې په مرسته نجونو ته د زدکړې زمینه برابره شوه، ښآر بېرته د تمدن پر لور روانو.

دوه کاله وړاندې په همدې ښار کې په سپينه ورځ انسانيت مرور شو او له خلکو اسلام هېر شو، په يوه پېغلې يې د ډبرو ګوزارونه وکړل، يوه پېغله په دې تور سنګسار شوه، چې ګواکې قران پاک ته يې سپکاوی کړی دی، دطلوع نيوز هم په نيمه، نيمه سا د يادې پېښې راپور خپرول، وروسته روښانه شوه، چې فرخندې کوډ ګر له ګنا څخه منع کول، خو کوډګر  له تمدن سره د نابلده خلکو له احساساتو ګټه واخيسته او فرخنده يې تر ځواب وړاندې په شهادت ورسوله.

دولتي رسنيو خبر ورکړل، چې د پېښې عاملين نيول شوي دي او په نژدې راتلونکې کې به خپلې سزاګانې وګوري، خو هغوی لا تر اوسه غوړې څڼې او خلاصې تڼۍ کرځي دولت د فرخندې قضيې په وړاندې خپله بې وسي ښودلې ده.

همدارنګه په کليو او بانډو کې چې کومې مېرمنې د طالب محاکم محکمه کوي، هغه خو بېخي له بشريت او انسانيت سره دښمني ده.

تر کومه چې دولت د ښځو ژوند د بهبود لپار کار ونه کړي، تر هغو پورې هيڅ ډول پرمختګ شونی نه دی.

دولت باید په ښارونو، کليو او بانډو کې د ښځو د ژوند بهبود لپاره هڅه وکړي، که دولت د ښځو ژوند د بهبود لپآره هلې ځلې وکړي، نو د سولې بهير د پرمختګ لپاره اغېزمن واقع کېدای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *