خليل تسل –

   د روان کال غبرګولي مياشتې په ٥مه نېټه په پلازمينه کابل کې د راتلونکي کال دټولټاکنو له پاره دنوم ليکنې بهير په څو بېلابېلو مرکزونو کې پيل شو. دټاکنو خپلواک کميسيون هيله څرګنده کړې وه، چې دغه بهير به له پلازمينې کابل وروسته د ولايتونو مرکزونو او ولسواليو کې پيل شي  او د راتلونکي کال تر ټاکنو پورې به تر څلور ميليو نو زيات په شرايطو وړ کسان نوم ليکنه وکړي.

ټاکل شوې، چې د ولايتي شورا ګانو او لسمشرۍ راتلونکې ټولټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د ورې مياشتې په شپاړلسمه په ټول هېواد کې ترسره شې .

که اصلي موضوع ته تر راتګ وړاندې د ټاکنو تېرو دورو ته ځير شو، نو د هېواد والو له پراخې لېوالتيا او هيلې سره ځينې داسې ستونزې او نيمګړتياوې وې، چې له بده مرغه پايلو يې له هره اړخه موږ وځپلو او تر ننه پورې يې هم ناوړه پايلې په يوه ډول نه يوه ډول زموږ ژوند ګواښي .

دټاکنو له پاره تر ټولو مهمه دنوم ليکنې پروسه وه. په دغه پروسه کې هر افغان حق درلود، چې دعمر او نورو قانوني  شرايطو په پوره کولو سره نوم ليکنه وکړي او دخپلې خوښې کانديد ته رايه ورکړي، په دغه پروسه کې هېچا ته هېڅ ډول امتياز نه ورکول کېده او هر افغان وګړي، په کې دنوم ليکنې او رايه ورکونې قانوني حق درلود.

د ټاکنو په تېرو دورو کې ډېرى پښتون مېشتې سيمې له يوې خوا په لوى لاس له نا امنيو سره مخ شوې وې او وضعيت دا ډول عيار شوى و، چې ددغه ملي پروسې دپلې کېدو له پاره شرايط په يو ډول نه يو ډول ګډ او وډ  او د پښتون مېشتو سيمو  له پاره په ټاکنو کې مصنوعي موانع رامنځته کړي.

په کې هم شک نه شته، چې هغه مهال په پښتون مېشته سيمو او ولايتونو کې په ټاکنو کې دګډون کوونکو ډېرو پښتنو له پاره دټاکنو دکارت لرل د  دولت پلوۍ او مرګ جواز و . وسله والو طالبانو او نورو مخالفينو به که په غزني، وردګو، کندهار، زابل، هلمند، ارزګان او نورو نا امنو سيمو کې کوم دټاکنو کارت لرونکى ګير کړ، نو همدا کارت ددوى له پاره ښه ثبوت و .

مطلب د اچې له يوې خوا امنيتي چارواکو له زړه او اخلاص نه ددوى په سيمو کې دټاکنو له پاره دنوم ليکنې دمرکزونو او رايې ورکونې د ځايونو امنيت خوندي نه کړ، له بلې خوا وسله والو طالبانو او ددولت ټولو مخالفينو په خپلو ګواښونو او تاوترخوالو ډګو عملونو خلک دومره وېرولي، چې بيخي لا د ټاکنو نوم هم وانه خيستلى شي.

په داسې يوه عجيب او ويروونکي وضعيت کې، خو دښځو نوم ليکنه او په ټاکنو کې ګډون له لېونتوب پرته کومه بله مانا نه درلوده، که په کومه سيمه کې يې راپور هم ورکړل شوى وي، نو حقيقت ځکه نه لري، چې يا خو امنيتي چارواکو او يا هم دټاکنو خپلواک کميسيون ځايي مامورينو پرې دځان له پاره دښو کړنو او مسووليت تر سره کولو کمپاين کړى و.

زما په ياد دي، د ولسمشرۍ ټاکنو کې په غزني ولايت کې زموږ هزاره وروڼه ، ښځينه او نارينه سهار وختي لاچې رسميات او ټاکنې پيل شوې هم نه وې، د ټاکنو درايې ورکونې په حوزو کې پر ليکه ولاړ وو او د ورځې تر ناوخته يې په خپل پراخه ګډون سره ټولې ټاکنيزې حوزې نيولې وې، خو له بده مرغه، چې دهمدغه ولايت پښتنانه هغه هم کوم يو نيم سهار په لسو او يوولسو له کروندو او خپل کارو باره راته او خپله رايه به يې کاروله .

په هر صورت دا خو دتېر کال خبرې وې او پايله يې هم پښتنو په خپلو سترګو وليده، تېر څلور يا پنځه کلن مجبوريتونه او محروميتونه دهمداسې سياسي او قصدي لوبو پايله وه، ښه بېلګه يې غزني ولايت دى، چې غوڅ اکثريت يې پښتانه دي، خو په ولسي جرګه کې ددغه ولايت نږدې ټول استازى له هزاره او غير پښتنو قومونو څخه دى.

د ټولنيز ژوند او زموږ داسلامي ارزښتونو فلسفه داده، هر انسان چې له خپلو تېروتنو دځان سموونې له پاره عبرت وانخيست او بيا يې هم تېره تېروتنه تکرار کړه، نو دسالم او باتدبيره انسان له ځانګړتياوو بې برخې دى.

اوس چې يو ځل بيا بيا دراتلونکو ولسمشريزو ټاکنو له پاره دنوم ليکنې په درشل کې يو او دټاکنو کميسيون په وينا، چې دنوم ليکونکو شمېره په درست هېواد کې له څلور لکو اوښتى، چې يوه زياته برخه يې په پلازمينه کابل کې ده، نو ورسره سم دهېواد په پښتون مېشتو سيمو کې ګڼ ګواښونه هم موجود دي او له پښتنو يې دټاکنو له پاره د نوم ليکنې چانس اخيستى دى .

همدا تېره ورځ دټاکنو له پاره دنوم ليکنې او کارت اخيستې له پاره دکابل ښار يوه مرکز ته لاړم، دغه سيمه کې که څه هم تر ډېره پورې پښتون مېشته وه او دوه اوږده او غبرګ کتارونه ورته په انتظار ولاړ و، خو بيا هم په هرو لسو کسانو کې شپږ اوه هزاره وروڼه او درې نور غير پښتانه وو، هسې يو نيم که په کې په کوم کتار کې ولاړ و، نو څه نه شم ويلى.

په همدې مهال مې له خپل يوه دوست سره دا موضوع ياده کړه، هغه زما انديښنې تاييد کړې، خو په ځانګړي ډول يې دخوست يادونه وکړه، چې دپښتنو دنوم ليکنې بهير په کې تر بل هر ځاى په ښه ډول روان دى او دمازديګرتر څلورو بجو پورې پرې دښځو او نارينه وو نوبت نه وي .

دې واقعيت ته بايد غاړه کېږدو، چې نن دواک نيونې او په سياسي بهير کې دپرمختګ يوازينۍ لار ټاکنې دي، دديموکراسۍ ديوه اصل په توګه له دې لارې کولاى شو، چې خپل حقونه تر لاسه او دټاکنو له لارې د راتلونکو حکومتونو په اډانه کې خپل ځاى راخپل کړو.

دپښتنو مشرانو، سياسي او مدني فعالينو، پوهانو او شننونکو ته لازمه ده، چې دخپل قوم دغه محروميت په ښه ډول درک کړي، دخپلو وګړو دسياسي شعور په راوېښولو او نوم ليکنې په ګټو يې وپوهوي، که نه له دې پرته به، نه يوازې چې په راتلونکو کې له خپلو حقونو محروم وي، بلکې پوهانو به هم دخپل قوم پر وړاندې ستره بې غوري کړې وي .

One thought on “د ټاکنو له پاره د نوم ليکنې په روان بهير کې دپښتنو بې غوري”
  1. Salamoona,
    Khoday de d davlat tash pa namah mokhalifin wawakhy che hamda Ghazni ki yi Pushtanah wazhl aw maktabona yi swazawl magar Hazaragan yi prekhodl che shazy aw nar hatta mashoman yi rayi werkrry! maloma da che la 4 khwaoo pashton wrakedo pasy da ISI,KGB,CIA fbi mafyha,,savak ,mosad etc… shoom planoona wo aw di. Bichara Pushtanah ba pa khaly laas d de zalimano, facikano moshrikano sara sa karry way aw ya sa wakrry?..Crazy de ham Khoday nor ham washarmawy..AMIN

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *