تاند- د لندن د زړه (ویست منستر) د نن /چهارشنبې/ په تروریستي برید کې د څلورو تنو وژل کېدا تایید شوه.
په وژل شویو کسانو کې یو پولیس هم شامل دی چې په چاړه وهل شوی او حمله کوونکی یې د نورو پولیسو په ډزو ووژل شو.
دوه تنه نور د بریتانیا د پارلمان ودانۍ ته په مخامخ پله (ویست منسټر بریج) وژل شوي دي.
پولیس وايي چې په دې پېښه کې لږترلږه ۲۰ تنه ژوبل شوي دي.
په لندن کې د تروریزم ضد پولیسو یوه چارواکي مارک رولي وویل چې حمله کوونکي دوې لویې چاړې لرلې او پر ویسټ منستر پله د ښوونځي د ماشومانو په شمول یې تلونکي لارویان له یو مخې وهل.
ده همداراز وویل چې حمله کوونکی وروسته د پارلمان دروازې ته ځان رسولی او هلته یې په پیره ولاړ پولیس وهلی دی.
پولیس وايي چې حمله کوونکی یوازې و او ۲۴ کسان یې وهلي چې ۴ تنه پکې مړه شوي دي.