افغانستان نوين څېړنيز مرکز
مطبوعاتي دفتر
۱۳۹۶ـ۱ـ۲
د نوي کال په لومړۍ ورځ د محکوم پښتونستان محصلينو چې پنجاب پوهنتون کې په زدکړو بوخت دي، دوی د نوي کال کلتوري مېلې د لمانځنې مراسم نيولي وو، چې د پاکستان سامراجي فوځ له ترهګرو سره يو ځای د پښتنو محصلينو په کلتوري مراسمو بريد وکړ او يو شمېر پښتانه محصلين يې سخت ټپيان کړل.
افغانستان نوين څېړنيز مرکز په پښتنو محصلينو غږ کوي، چې د سامراجي ادارې په پوهنتونونو کې له زدکړې لاس واخلي، د ای، ایس، ای له لوري د يوه منظم پلان په بنسټ ترهګر او سامراجي اداره د محکوم پښتونستان محصلينو باندې فشار واردوي، تر څو خپلې کلتوري او عنعنوي مېلې چې مخينه يې اریایانو ته رسېږي، ونه لمانځي.
تر هغو چې د محکوم پښتونستان او محکوم بلوچستان ځوانان او محصلين د پنجابي ادارې لمن نيسي، نو له ورته پېښو سره به مخ کېږي، تېر کال هم په لاهور کې پښتانه محصلين د پنجابي ترهګرو له لوري وهل شوي وو.
موږ په افغان دولت غږ کوو، چې د محکوم پښتونستان او محکوم بلوچستان محصلينو ته په خپلو پوهنتونونو کې د زدکړې زمينه برابره کړي، تر څو زموږ د محکومو سیمو ځوانان لوړو زدکړو ته لاسر سی ولري او په افغاني فکر وروزل شي، پر دې سره د پنجاب استخباراتي ادارې ټول ورانکاري فعااليتونه شنډيږي او له بل لوري زموږ د محکوم پښتونستان او محکوم بلوچشستان محصلينو ته د زدکړو فرصت برابرېږي.
موږ د محکوم پښتونستان او محکوم بلوچستان په محصلينو غږ کوو، تر څو په هغو پوهنتونونو کې زدکړو ته زړه ښه نه کړي، چې هلته سامراجي اداره د محکوم پښتونستان او محکوم بلوچستان پر ضد فکرونه روزي.
پنجابیان تل په دې هڅه کې دي، چې محکوم پښتونستان او محکوم بلوچستان د ځوانانو د زدکړې مخنيوی وکړي، تر څو د پنجابي ادارې تر غلامۍ لاندې ژوند او ژواک وکړي.
هغه ګل خانان چې لا اوس هم پنجابي اداره د رزق او کار مرجع بولي، تل به له ورته پېښو او بې عزتۍ سره مخ وي.
د ازاد پښتونستان او ازاد بلوچستان په هيله
په درنښت
افغانستان نوين څېړنيز مرکز
مطبوعاتي څانګه