تاند- په کندوز کې یوه پولیس، چې ګومان کېږي نفوذي به و، خپل ۹ ملګري وژلي او په خپله تښتېدلی دی.
د کندوز د امنیه قوماندانۍ ویندوی وویل چې دا پېښه نن /چهارشنبه/ د کندوز- علي اباد په لویه لار کې د سیمه ییزو پولیسو په یوه پوسته کې وشوه او غدار پولیس تښتېدلی دی.
په کندوز کې د شمال ختیځ زون د پولیسو ویندوی محفوظ الله اکبري دا هم وویل چې غدار پولیس د خپلو ملګرو پولیسو وسله هم له ځان سره وړې ده.
د پوستې قوماندان محمد ګل د حملې په مهال په پوسته کې نه و.
غدار پولیس تر تېښتې وړاندې د خپلو وژلو ملګرو مړو ته اور ورته کړی دی.
طالبانو ویلي چې حمله کوونکي پولیس له دوی سره تار درلود.