تاند- د افغانستان لپاره د روسیې خاص استازي زامیر کابلوف د تاجکستان د سفر په ترڅ کې په افغانستان کې د پراخو خونړیو جګړو په وړاندې خبرداری ورکړ او د مخنیوي لپاره یې د روسیې دریځ کلیدي وباله.

کابلوف د روسیې په کوربه توب د اپریل په څوارلسمه خبرو ته په اشارې وویل، کریملین طالبانو ته د افغانستان د کشالې په حل کې د یوه مشروع لوري په سترګه ګوري ځکه چې طالبان نور ځان جهادي ډله نه ګڼي او له افغانستانه دباندې پر «جهاد» کولو باور نه لري.

ټاکل شوې ده چې د مسکو په کنفرانس کې د افغانستان، هندوستان، باکستان، ایران، چین او منځنۍ اسیا د هیوادونو چارواکي ګډون وکړي. امریکا ته هم د ګډون بلنه ورکړای شوې خو متحدو ایالتونو تراوسه څه نه دي ویلي چې برخه پکې اخلي او که نه.

کابلوف وویل چې طالبان له یوې جهادي ډلې څخه پر یوې وسله والې مخالفې ډلې بدل شوي چې د افغانستان د لوېدیځ پلوه حکومت د پرزولو هلې ځلې کوي.

کابلوف د دې موضوع د تشریح کولو په مهال، چې ولې طالبان د افغانستان د حکومت او د ناټو- امریکا په مشرۍ د ايتلافي ځواکونو پر ضد جنګېږي، وویل«په افغانستان کې د ناټو شپاړس کاله حضور یوازې په افغانستان کې حالات خراب کړل، طالبان غواړي چې دا وضعیت پای ته ورسوي او یو حقیقي دولت رامنځته کړي.»

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي د طالبانو په دفاع کې دا هم وویل چې طالبان په منځنۍ اسیا کې د اسلامي دولت د خپرېدو مخه نیسي.

دا په داسي حال کې ده چې روانه اوونۍ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حنیف اتمر سره په کتنه کې وویل چې روسیه طالبانو ته د یوې تروریستي ډلې په سترګه ګوري.

د لاوروف تر څرګندونو وړاندې هم کابلوف او څو نورو روسي چارواکو له طالبانو سره د روسیې اړیکې تایید کړې وې او د دغو تماسونو په دفاع کې یې ویلي و چې طالبان په افغانستان کې د داعش یا اسلامي دولت مخه نیسي.

روسي رسنۍ د ځینو افغاني رسنیو د هغه راپور په استناد، چې د ۲۰۱۵ کال په اپریل کې خپور شو، وايي چې طالبانو او اسلامي دولت د یو بل خلاف جهاد اعلان کړی دی.

خو دا په داسي حال کې ده چې عملاً دواړه ډلې پر یو بل کار نه لري.

په همدې حال کې پرون /چهارشنبه/ په واشنګټن کې د داعش یا اسلامي دولت بر ضد په نړیوال کنفرانس کې د دې تروریستي ډلې پر ضد د افغانستان د حکومت او امنیتي ځواکونو هڅې وستایل شوې او وویل شول چې د دغو هلوځلو په نتیجه کې داعش په افغانستان کې کمزوری شوی دی.

افغان چارواکو ویلي چې سږنی (۱۳۹۶) به په هیواد کې د داعش د ختمېدو کال وي.

کابلوف ونه ویل چې د اپریل په څوارلسمه د مسکو په غونډه کې طالبان بلل شوي او که یه خو د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر ویلي چې دا غونډه د دولتونو ترمنځ ده نه د ډلو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *