د روسیې د بهرنیو چارو وزارت

تاند- د روسیې د بهرنیو چارو وزارت نن /جمعه/ وویل، امریکا ورته ویلي چې د افغانستان په اړه د مسکو د راتلونکې میاشتې په غونډه کې ګډون نه کوي.

روسیه د افغانستان، پاکستان، ایران، هند، چین او منځنۍ اسیا د هیوادونو په ګډون د افغانستان پر مسلو د خبرو لپاره د اپریل په ۱۴ مه په مسکو کې کنفرانس جوړوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وویل چې مسکو لا هم د افغانستان په اړه د امریکا د نوي حکومت پر دریځ نه پوهېږي.

له بلې خوا پاکستان نن اعلان وکړ چې د افغانستان پر پخلاینه د خبرو لپاره د مسکو په غونډه کې ګډون کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی نفیس زکریا د مسکو په کنفرانس کې د خپل هیواد ګډون تایید کړ.

امریکا وايي چې روسیه غالباً له طالبانو سره مالي او تسلیحاتي کومک کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *