د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د وزیران شورا د پریکړې له مخې ۱۳۹۶ کال په افغانستان کې د ځوانانو د کال په نوم نو مول شوی دی. د ځوانانو په نوم د روان ۹۶ کال نومول ښيي، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ځوانانو ارزښت ته په خاص اهمیت قایل دی او هوډ یې دی چې د ځوانانو چارو ته او د هغوی پرمختګ ته په ۱۳۹۶ کال کې او په راتلونکې کې ځانګړې پاملرنه کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معینیت د ځوانانو د چارو د سمون، دهغوی د علمي او سیاسي روحیې د لوړولو، همغږۍ په موخه څو کاله وړاندې هلې ځلې پیل کړې دي او د یاد معینیت له خوا د ځوانانو د پالیسۍ په نوم یوه ټولګه  هم چاپ شوېده څو د دې پالیسۍ په عملي کیدلو سره په هېواد کې د ځوانانو د پرمختګ اغیزمنې لارې چارې ، دهغوی لپاره بېلابېلې زده کړییزې برنامې د هېواد په مختلفو ولایتونو او پلازمېنه کابل کې په لاره واچول شي .

تېر ۹۵ کال کې د ځوانانو تعلیمي او زده کړییز پارلمان جوړ شو، چې چارې يې عملا پیل کړې دي، همداراز د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش له خوا د ځوانانود پرمختګ په موخه د ځوانانو د پالیسۍ د تطبیق کمیسیون د ایجادیدلو حکم وشو او د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ځوانانو د پالسۍ د تطبیق کمیسیونونه جوړشول چې هره میاشت به د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست تر سکرتریت لاندې د اړوند ولایت د والي ترمشرۍ لاندې جوړیږي او د مدني ټولنو د استازو په شمول به ۲۱ دولتي ادارې ګډون پکې کوي چې د کړنو ګزارش يې د محلي ارګانونو مرکزي ادارې او په ترتیب د ولسمشرۍ دفتر ته لیږل کیږي، دا ښیی چې دولت د ځوانانو چارو د سمون په موخه د لا ډیرو کوټلو ګامونو د اخستو هوډ لري ځکه اوس ولس او دولت دې پایلې ته رسیدلی چې د ځوانانو د رول پرته هره رسمي او غیر رسمي کړنه نیمګړې ده او ځوانان د ټولنې د ملا د تیر حیثیت لري.

همدا راز د ځوانانو معینیت له خوا په تېرو کلونو کې په مرکز کابل او یوشمېر ولایتونو کې ځینې پروګرامونه هم په لاره واچول شول، چې ښه اغیزه يې لرله، خو موږ د ځوانانو لپاره دا کړنې کافي نه بولو او له مرکزي ادارې او د وزیرانو له شورا غوښتنه کوو څو دځوانانو چارو ته لازیاته پاملرنه وکړي او( ۹۶ کال د ځوانانو کال )شعار ته د عمل جامه ورواغوندي، ځوانانو ته زده کړییزې برنامې زیاتې کړي او د هغوی لپاره خاصه بودیجه ځانګړې کړي څو ځوانان پخپلو پښو ودریږي او په هغوی کې موجود استعدادونه روښانه شي، له دې پرته به زموږ ځوانان یا د بهرنیو هېوادونو سفر ته اړکیږي یا داچې د دوی څخه به د نړۍ مغرض هېوادونه ناوړه ګټه پورته کوي او افغانستان ضد روحیه به پکې روزي، موږ پر ولسونو هم غږ کوو چې ځوانانو ته په خاص ارزښت قایل شي، دهغوی احساساتو ته درناوی وشي او مشروع غوښتنې يې باید ومنل شي ځکه د ځوانۍ دوران یو ځانګړی دوران دی چې باید ځانګړې پاملرنه ورته وشي. ۹۶ کال په داسې  حال کې د ځوانانو د کال په نوم نومول کیږي چې په افغانستان کې ځوانان له ګڼو ستونزولکه : بې کاري،  نا امني، په دولتي پوهنتونونو کې د شمولیت د ظرفیت کموالی، مخدره توکي، جګړې… سره مخ دي چې دا هر یو يې د ځوانانو ژوند ګواښوي، که دولت واقعا غواړي چې ۹۶ کال د ځوانانو کال وي نو په لومړي ګام کې باید هغه ستونزې اوخنډونه له منځه یوسي چې د ځوانانو ژوند يې له خنډ او ستونزو سره مخ کړی دی.

څه موده مخکې ولسمشر محمد اشرف غني د یو شمېر ولایتونو د والیانو او ځینو  اداري رییسانو سره ویډیويي کنفرانس درلود، چې موخه يې د مخدره توکو د کښت په اړه معلومات ترلاسه کول او د مخدره توکو د روږدیدا څخه د ځوانانو راګرځول وو، دا په داسې حال کې ده چې همدا اوس شاوخوا ۴ ملیونه وګړي چې اکثریت يې ځوانان دي په بیلابېلو نیشه يي توکو روږدي دي ، چې هره ورځ سلګونه روږدي کسان د اعتیاد له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. دغه څلور ملیونه روږدي کسان که  په منځني ډول هر یو يې د ورځې سل افغانۍ هیرویین، تریاک، چرس یا نور مخدر توکي مصرف کړي نو د  د ورځې لګښت يې  تقریبا (   ۴۰۰۰۰۰۰۰۰ ) افغانۍ کیږي  چې دا  د افغانستان اقتصاد ته یوه ستره ضربه او  لوی زیان دی. همداراز که پورته  یادشوی شمېر معتادین معتاد نه وای، هر یو يې د هېواد او ټولنې په بادۍ کې مهم رول لوبولی شوای که دوی جوړ وای او هر یو يې لږ تر لږ ۲۰۰ افغانۍ د ورځې عاید درلودای نو د ورځې      ۸۰۰۰۰۰۰۰۰) افغانۍ دوی د افغانستان اقتصاد ته ور زیاتولی شوای.پورته یادو شوو زیانونو ته په کتوله مخدره توکو څخه د ځوانانو را ګرځول د ځوانانو په ژوند کې د ژور او مثبت بدلون لامل کیدلای شي، دا هله کیدای شي چې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت د نیشه يي توکو پر وړاندې مبارزه په عمل کې ثابته کړي، ځکه دې وزارت تر اوسه هیڅ داسې څه ندي کړي چې د مبارزې نوم پرې کیښودل شي، هغه په ملیونونه ډالر بودیجه چې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت ته ورکول کیده اکثره يې د لارواو پلونو په جوړولو چې د فواید عامې وزارت اصلي دنده ده لګول شوې ده، که چېرې دا پیسې ځوانانو معینیت په واک کې ورکړل شوې وای او د ځوانانو لپاره پرې د حرفوي زده کړو، انګلیسي، کمپیوټر کورسونه او د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ شوي وای او یا دځوانانو لپاره د کارموندنې په برخه کې مصرف شوې وای نو نن به مو په ملیونونه ځوانان په مخدره توکو نه و روږدي او نه به مو ځوانان له هېواد څخه بهر تللو ته مجبوره کیدل.

په پای کې غوښتنه کوو چې ۹۶ کال په عمل کې د ځوانانو په ژوند کې د مثبت بدلون د راتلو سبب شي او مرکزي اداره د ځوانانو هغو ستونزو ته لومړیتوب ورکړي چې دا مهال ترې زموږ ځوانان کړیږي او خپل ژوند له لاسه ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *